شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکلتورخاطرهپیښوري قصابان/ محمد نعمان دوست

پیښوري قصابان/ محمد نعمان دوست

مدرسه مو د پيښور په دین بهار کالونۍ کې وه. دلته شاوخوا ګڼ پاخه کورونه وو. زموږ مدرسه ،چې لیلیه یې هم درلوده، د همدې کورونو منځ کې په یوه دوه پوړیزه کرايي ودانۍ کې وه. پنځم ټولګي کې وم. سهار ملا اذان یې لمانځه ته پاڅولو.

ښه مې یادیږي: جومات ته به لاړو، ملا صاحب به له لمانځه وړاندې لنډ تقریر کاوه او موږ واړه ماشومان به خوب وړي وو. یو سهار داسې هم وشول چې ملا صاحب نیت تړلی و، خو زه ویده وم. یو نفر وخوځولم او راته ویل یې: پاڅه بچیه! جمع ودریده.

موږ ماشومانو به کوښښ کاوه چې د جومات په منځ کې ولاړو ستنو سره جوخت کښینو، ورته ډډه ووهو او څوک مو په خوب پوه نشي. په هغه سهار مې چای نه و څښلی. د مدرسې وخت پوره شو. تفریح کې لږ لرې لاړم. هلته یوه چاردیوالي وه. لویه دروازه یې درلوده. د کوم مالدار سړي خیرات و. په چار دیوالي کې دوه سنډاګان د حلالولو لپاره ولاړ وو. قصابانو د هغوی مخ کې چړې تیرې کولې، سنډاګانو ورته پټ پټ کتل.

هغوی ویرې پسې اخیستي وو، خو څنګ ته ولاړ یوه قصاب یې پر ملا ورو ورو لاس واهه. سنډاګان څه خبر و، چې د انسانانو مینه د خپل مطلب لپاره وي. شیبه وروسته یې د یوه له پښو رسۍ تاوه کړه او په یوه ټکان یې په زمکه څملاوه. خواته ولاړ سنډا ورته کتلې. قصاب د ملاست سنډا پر مرۍ چاړه را کش کړه، وینو داره وکړه او بیا خرهار شروع شو. څنګ ته ولاړ سنډا ته مې پام شو. د هغه ټنډه ګونځې ګونځې کیده، سترګې یې پټې پټې کیدې. کله به یې په سترګو فشار راوړ، پټې به یې کړې او کله به یې د خپل ملګري پرې شوې غاړې ته کتل. سنډا لړزې پسې اخیستی و. د مرګ ویرې ترې ارام لوټلی و.

شیبه وروسته یې د ده له پښو هم رسۍ راتاوه کړه، خو زه چې له پخوا ورته متوجه وم، حلالیدو ته یې تم نشوم. زما سترګې هم ډکې شوې. ستونی مې را ډک شو. نږدې و یوه زوروره کریغه را نه ووځي، په منډه له چاردیواري را ووتم. له هغه وروسته راته قصابان ډیر ظالمان ښکاریدل. د دوی له دوکانونو مخ پټی تیریدم او ځان سره مې ویل چې که زور مې پیدا کړ، نو د ټولو دوکانونه به بند کړم.

وروسته مې له یوه ملا صاحب هم واوریدل. هغه ویل: اسلام د رحم او زړه خوږوالي دین دی. حتی په حیواناتو هم د رحم او زړه سوي سپارښتنې کوي. ملا صاحب دا هم ویل چې د حلالیدونکي مخلوق( چرګ،څاروي) په مخ کې باید چاړه تیره نشي. باید حیوانات په دې پوه نشي چې حلالیږي، ونه ځورول شي. د دې خبرو په اوریدو مې نور هم هماغه قصابان له پامه بد شول. ډیر ظالمان راته ښکاره شول.

ما ویل له قصابانو به ظالم او بې رحمه خلک نه وي. اوه خدایه! زه ماشوم وم. زما قضاوت نا سم و. زه څه پوهیدم چې له داسې کیسو به خبریږم چې قصابان به مې هیر شي؟ زه څه خبر وم چې یو وخت به زموږ په ملک کې خلک حلالیږي. خپل خلک به یې په مریو چړې راکشوي.

د تعذیب لپاره به یې د موچي په تار مرۍ پرې کوي. په ژوندوني به یې په سپیانو داړي. ای ربه! ستا دین پر حیوانانو د رحم سپارښته کوي، دلته خو د پلار په مخکې د هغه زوی وژل کیږي. مقتول د مرمیو تیرولو غږ اوري.دلته د مورکۍ په مخ کې د هغه زوی وژل کیږي. د زوی په وینو د مورکۍ مخ سور کیږي. دلته د وړو ماشومانو په وړاندې د هغوی پلار ویشتل کیږي.

پلار یې لکه تازه حلال شوی څاروی لاس او پښې وهي او واړه بچیان یې په ډنډ سترګو ننداره کوي. دلته واړه ماشومان د خپل ویشتل شوي پلار په سورۍ سورۍ سینه سر ږدي. چیغې ورته وهي او په کریغو ورته وايي: پلاره! چاته دې پریښودو؟ پلاره! موږ د زمکې په مخ نور هیڅوک نلرو. پلاره! موږ یوازې مه پریږده. خو ویشتونکي هغوی ټیله کړي او په ټوپک کې پاتې مرمۍ هم د هغه پر سینه خالي کړي. ای ربه! دا خونړۍ نندارې ډیرې اوږدې شوې.

زموږ ماشومان یې نور د لیدلو تاب نلري. خدایه! ته زموږ د ماشومانو چیغې اورې. ته اورې چې هغوی نیمه شپه خوب کې چیغه کړي، د خپل پلار د وژلو صحنه ور په یاد شي. په کریغه کې ووايي: هغه دی راغلل، پلار مې وژني، هله مورې! ما ته یې هم ټوپک ونیوه، ما هم وژني. خالقه لایزاله! ته زموږ کونډې ناویانې ویني. هغوی د خپل وژل شوي خاوند په ویر نشي ژړلی. ژړاوې په زړونو کې ساتي. هغوی به ډک زړونه له دې دنیا روانې شي.

شاید هغوی خپل زړونه د حشر په ورځ، چیرته چې ټول بشر را ټول وي، تش کړي. هغوی به هلته په چیغو چیغو وژاړي او ټول بشر به یې په حال خبر شي. د هغوی چیغې به خلک هک پک کړي او په دې به پوه شي چې د افغانستان په نوم سیمه کې څه څه تیر شول؟ خدایه! زما له ذهنه د پیښوري قصابانو د ظلم کیسه وتلې ده. اوس راته هغوی ډیر زړه سواندي ښکاري.خدایه! زموږ په ماشومانو نور غمجنې صحنې مه وینه. خدایه! دې سوزیدلي وطن کې نور د سولې ګلان را شنه کړه.

دا ګلان دومره رنګين او ښکلي کړه چې هر قاتل ته پکې ځان بد رنګه ښکاره شي او نور په نا حقه د چا د وینو بهولو جرئت ونکړي. محمد نعمان دوست،

جلال اباد د لیندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۲ ( ګرداب ورځپاڼه)

4 COMMENTS

  1. دوست صا حب ! کاشکې ستا سې پر ډول زموږ بیګانه پالو مشرا نو همد غسې فکر درلوا ی .هغوی خپل دواک او قدرت نیولو دپا ره ډیر څه کوې او ډیر څه وځا ن ته روا بولې. چې دشمالې صفحا تو دبا غونو اره کول یې وځا ن ته روا کول.نو کوم شی به ځا ن ته نشې روا کولای.
    دخپل تحریک په لو مړیو کلونو دشپې د ۱۱ بجو وروسته په راډیو کابل کشې هره شپه اعلا ن کوی چې : موږ دحکو مت د کولو نه یو صرف غواړو چې پا ټکونه دمینځ څخه یوسو او موږ بیرته خجرو ته ځو..
    خو هغه خبرې یې ټوله درواغ سوې که نه؟
    ایا اما رت یې نه کی اعلا ن؟
    ایا دوی دچوکۍ شوق په ډیر افراط سره نه وکی ؟ او نه یې کوې ؟
    موږ ټول ددغه هیوا د او سیدونکې یو ایا د هر طا لب سرمایه ، اکل ، شرب ،البسه په هغه اندا زه ده لکه څرنګه چې دوی تر تحریک تر راتګ دمخه وه ؟ ټول پوهیږو
    حدیث شریف کې راځې : کلکم راعې کلکم مسول عن رعیته
    په والله که دالله دمحمکې څخه خا ن خلا ص کړې
    ایا دوی دعمر ابن خطا ب (رض)او دعمر ابن عبدالعزیز (رح) ته ورته کړنې کړیدې.
    په نحوه فن کې وا یې چې مشبه کم تر مشبه به وې ایا دو ی وعمرینو ته ورته والی لرې.کا شکې یې ددوست صا حب په اندا زه زړه سوی او احسا س درلودای.

  2. دوست صاحب ډیره په زړه پوری اوریښتینی مطلب دی لیکلی وه په قلم دی برکت شه خو زه به یو څه ووایم ترڅو چه مونږ اصلی او اسلامی عقیده ونلرو اوخپل ځان په اسلامی روحیه سمبال نکړو همدغه حالت به دوام مومی ترڅو چه مونږ رحم ونکړو الله به پرمونږ رحم ونکړی ترڅوچه مونږ له غربیانو روزی غواړو الله به زمونږپه راکړی روزی که تنګی راولی نو درته وبه وایم چه له بد بتره یی توبه

  3. نعمان دوست صاحب. اوس پوه شوم چی تا کی خو یو ځه شته ګرانه. الله دی دا ستا دعاوی قبولی کړی. خدای دی نور دا د بربریت پیښي نوری نه تکراروی.

  4. دوست ګله د ماشومانو په ژړا دي زما له سترګو څخه هم اوښکي وبیولي.
    ما په یوه ويډیو کي کتل چي یو کس د جاسوس په تور نیول شوی، نو اوس باید حلال شی، حلالونکي د هغه په مخ کي په تیږه ( ډبره ) چاړه تیروي .
    بیا يی حلالوي ، ویډیو يی سپین مور ، تور سري ښځي او معصومو یتیمانو ته په تحفه کي را ليږي.!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب