شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهد بېلابېلو لیکوالو لنډې کیسې

د بېلابېلو لیکوالو لنډې کیسې

زړه تنګي (لنډه کیسه) لیکواله: صفیه وردګ

 

ور مې پرانیست.هر څه ګډوډ وو.کالي، کتابونه، پیاله…
جامې مې بدلې کړې.کوټه مې ټوله کړه.پخلنځي ته لاړم.یخې اوبه مې پر سر واړولې ،ستړیا يې راکمه کړه.
د کتابونو په المارۍ مې سترګې ولګېدې، ډېر راته ښکاره شول، خوشاله شوم.لاړم یو ،دوه، درې …مې وکتل خو نوی مې پکې ونه موند، ټول لوستل شوي وو.
له اورسۍ نه مې باندې کتل اسمان خړو ورېځو په مخه کړی و.ورېځو زړه تنګاوه.
له دستکوله مې پر راوتلې پاڼې سترګې ولګېدلې.د پوهنتون د فیس وه. بیا مې ولوستله، که مې تر سبا نه وای وروړې محرومېدم.ذهن مې راټول کړ.سترګې مې پټې کړې.اوږده ساه مې واخیسته، لار مې ونه مونده.
اسمان ورو ،ورو تیاره کېده.برېښنا هم له یوې ورځې راهیسته بنده وه.پخلنځي ته لاړم یخچال تش و.مجبوره شوم د خوړو لپاره د باندې ووځم.
ښار ژوندی و.ګڼه ګوڼه وه.خلکو ژوند کاوه.ما برګر واخیست.د سمند پر غاړه کښېناستم.د خلکو غږ خوند نه راکاوه؛ خو د سمندر روانو اوبو آرامولم.
ټلیفون مې وشرنګېد.مور مې وه.خوشاله شوم دې ته مې اړتیا وه.
_بلې!
_سلام، لورې څنګه يې؟
_ښه یم.هلته خیرت دی له درزو دروز سره څنګه یاست؟
_هاهاها هماغه حال دی.
 _ښه خیرت خو به و؟
_پیسو ته مو اړتیا ده.اوس خو به دې
 ټولې کړې وي .
سترګې مې  ډڼډې شوې.ټلیفون مې بند کړ.برګر مې کثافت دانۍ ته ورغوځار کړ.
کوټې ته راغلم.تپه تیاره وه.
————————————————-
په رېګونو کې پټ هډوکي (لنډه کیسه) لیکوال: عصمت الله صالح

تېزې سیلۍ د صحرا رېګونه په هوا کړل، د لمر وړانګې تتې شوې، فضا له دوړو ډکه شوه. سړي پر لکڼه زور وکړ، کېناست، د لونګۍ شمله یې سترګو ته ونیوه، سر یې په ګونډو کې ننویست، د باد توندې څپې یې پرله‌پسې له غوږونو تېرېدې…

عصمت الله صالح

شپون له رمې په جلاشوي تور سېرلي پسې ګړندی شو، په نیولې سا یې پرله‌پسې کنځاوې کولې: “د شیطانه ماله، تا د څښتن په سر یې بوزم، که دا ځل مې ګوتو ته راغلې، حلالوم دې!!!” تور سېرلي د دښتې په نرمو رېګونو کې تېزې منډې وهلې. له څه مزله وروسته ناڅاپه ودرېد، ځړېدلي غوږونه یې نور هم وځړېدل، د مخې پښې یې ګونډه کړې او د رېګونو پر یوه کوچنۍ غونډۍ، د یوه انسان د څو بې‌غوښو هډوکو ترمخ، پرېوت. د شپانه ستونی وچ شو، سېرلي ته له رسېدو سره سم یې تشو لاسونو ته وکتل؛ ډانګ یې لاندې د چینې په غاړه ترې پاتې و، شاوخوا یې وکتل، د سېرلي څنګ ته یې پر پراته لرګي سترګې ولګېدې، لرګی یې راواخیست، پروت سېرلی یې پر سر وواهه. سېرلي ټوپ کړ، سمدلاسه په یوه بوډا سړي بدل شو؛ د مخې نرۍ پښې یې ډنګر لاسونه شول، اوږده ځړېدلي غوږونه یې ورټول او نری مخ یې د انسان غوندې شو. شپانه ته یې وکتل او له یوه اوږده ارښمي وروسته یې وویل: “اف! زویه ښه شو چې راويښ دې کړم، ګېني اوس به د لېوانو پر ګله ورګډ وم او ټوټې ټوټې به وم.”

شپانه په ورخطایۍ شا ته وکتل، د غره په لمنه کې یې د وزو او سېرلیو رمه تر سترګو تېره کړه، بېرته یې بوډا ته مخ کړ او په ډېره حیرانتیا یې ترې وپوښتل: “ته څوک یې او پر دې دښته له کومې خوا راغلې!؟”

  بوډا د شپانه تر سر تاووکړي خیرن دسمال ته وکتل، اوږده سا یې وکښه او بیا یې زیاته کړه: “بچیه زه مسافر یم، څو شېبې مخکې یوې توندې سیلۍ ایسار کړم او دلته د دمې جوړولو پرمهال خوب یوړوم. مګر کله چې مې سترګې سره ورغلې، ډېر خطرناک خوب مې ولید چې زه یو شوخ سېرلی وم، کله چې مې شپون له د څر په‌پار له رمې سره غره ته راولي، نو زه د پخوا غوندې له رمې جدا او پر یوه لوړه غونډۍ د شوخۍ منډه کړم. شپون راپسې وي، خو زه په ډېره بې‌پروايۍ د مستۍ چارګام وهم، کله چې د غونډۍ سر ته پورته شم، ناڅه مې د یوه انسان پر څو بې‌غوښو هډوکو نظر پرېوځي. تر هغو بې‌غوښو هډوکو لاندې نوي راټوکېدلي واښه راختلي وي، کله چې یې د خوراک لپاره ګونډې ووهم، شپون راورسېږي او پر سر مې د لرګي کلک ګوزار وکړي، دغه مهال ناڅاپه زه په یوه انسان بدل شم؛ د مخې نرۍ پښې مې ډنګر لاسونه شي؛ اوږده ځړېدلي غوږونه مې راټول او نری مخ مې د انسان غوندې شي. شپون زما په لیدلو هک حیران شي، خو څو چې کومه پوښتنه رانه کوي، زه ورته سمدلاسه د خپل حیوانت جالبه کیسه شروع کړم، او ورسره د انسان کېدو پرله‌پسې شکرونه وباسم. څو شېبې پس شپون د خپلې رمې خوا ته روان شي او زه له لږې دمې جوړولو وروسته د انسانانو منځته د ورتګ پلان جوړوم، خو په دغه وخت کې مې ناڅاپه هغه تازه راټوکېدلي واښه سترګو ته ودرېږي او د شدیدې لوږې پرمهال یې، په دغه وچه دښته کې، یو ډول آرمان وکړم. خو زما د چورت مزی لا نه وي پرې شوی چې بېرته په هماغه سېرلي بدل شم او د لېوانو د انګولا له وېرې له شپانه مخکې پر رمه ورګډ شم. نه پوهېږم چې نور به څه کېدل، خو تا راويښ کړم او د خوب لړۍ مې وشکېده.”

شپانه بوډا ته په رډو سترګو کتل، ټول وجود یې خولې او لړزې نیولی و، داسې لکه ګرمه تبه چې یې وي. شېبه پس یې لکڼې ته ورته لرګی د بوډا تر څنګ وغورځاوه او د خپلې رمې خوا ته یې ګړندي ګامونه واخیستل.

بوډا د شپانه له لاسه لوېدلی لرګی ورواخیست، په شپانه پسې یې وکتل، په غوسه یې شونډې پرانیستې: “دغه ځوان هم لکه‌چې شپون و، خو چې دی ولې بې‌خبرو روان شو او دا زما لکڼه یې ولې وراخیستې وه؟ ورکه لرې کړه، زه هم ځم چې لږ زر کور ته ورسېږم، لومړی به له ملک خانګل سره د رشقې بیه معلومه کړم، بیا به له محمدجان سره د خرې د کتې حساب کوم؛ هو رښتیا چې له شېریف سره مې هغه پر پوله او د اوبو د ورخ لانجه هېره نه‌شي، ډېر بې‌سترګو خلک دي، دنیا یوازې دوی ته خوند ورکوي…”

بوډا خړرنګې لونګۍ پر سر سمه کړه، د لکڼې بېخ یې پر رېګ ننویست، له موټي یې ګوتې ورتاو کړې، زور یې وکړ، پاڅېد، خو لا یې دوه ګامه نه وو اخیستي چې بېرته راپرېوت، او په یوه شېبه کې یې روغ وجود پر ماتو وچو هډوکو بدل شو. په دې وخت ناڅاپه یوه تونده سیلۍ راوالوته، او د انسان پر بې‌غوښو هډوکو یې رېګونه واړول. شپانه له شا پر غونډۍ ګردې تاوېدونکې سیلۍ ته وکتل، لږ چورت یې ونیو، ناڅاپه یې ترمخ تور سېرلي منډه کړه او له ده وړاندې د نورو سېرلیو پر رمه ورګډ شو.


جنت (کيسه ګۍ) لیکوال: نورالله غازي

نورالله غازي

زوی د ناروغې مور په خوله کې د مڼې سپينه کړې ټوټه ورکړه او بیا یې د مور سر راټيټ کړ، پر تندي یې ښکل کړه.

په کوټه کې ناست ماشوم پلار ته په ځیر وکتل:
ـ  بابا!  ولې دې انا ښکل کړه؟
پلار یې ورته وویل:
ـ  راباندې ګرانه ده زویه! ځکه چې مور مې ده.
ماشوم خپلې مور ته چې د جامو په اوتو کولو لګیا وه، خواږه وروکتل:
بیا یې په شرمندوکې خو په شوخه لهجه وویل:
ـ  زما مور هم درباندې ګرانه ده؟؟
پلار او مور یې یو بل ته په سترګو کې موسکي شول، بیا یې زوی غېږې ته راټینګ کړ، له غمبورې یې ګرمه مچه واخیسته:
ـ  هو زویه! هغه ځکه راباندې ګرانه ده، چې ستا مور ده….
زړې ښځې په رنځور غږ وویل:
ـ  جنت د مور د پښو لاندې دی!
————————————————–

زرګون | لیکوال: حبیب الرحمن رحیمي

حبیب الرحمن رحیمي

لال ګل له سړو اوبو او له وچې ډوډۍ سره پشنمۍ وکړ ، لاسونه یې لپه کړل ، له خدایه یې په پخپل حال د رحم غوښتنه وکړه ، ګړۍ ته یې وکتل ۲:۴۰ دقیقې دي، د سهار لمانځه ته وخت شته او یوه شومه خوب کیږي او په خپل ځای کې خوب یوړ. سترګې یې وغوړولې، د خدای نوم يې واخیست ،ویل یې ناوخته شوی ،  په بیړه را وپاڅېد ، له کړکۍ یې مخامخ غره ته وکتل له خولې یې راووتل د مانځه وخت شته په بیړه یې اودس او لمونځ وکړل ، د سالون په کونج کې را ځړېدلې جامې یې واچولې، د حویلۍ  په وروستۍ  برخه کې یې لومد څړی  له کړاچۍ پورته کړ، په باډۍ یې صافه تېره کړه ، په نه زړه یې دروازه پرانیسته، راځه تاکل په خدای هسې هم وختي دی دا وخت په بوزه کې څوک نه راتلل په روژه کې به څوک ښه راشي. ورو ورو یې خپله کړاچۍ  د تنګو کنډو کپرو کوڅو کې تر سبزۍ مارکېټ ورسوله ، هېڅ ګڼه ګوڼه نه وه ، تېر ماښام اورښت شوی وو، د سحر تازه لمر په ځان ښه لګېد ، کړاچۍ یې کږه ودروله ، ډډه یې په کې واچوله ، خوب پرې ورغي، څو شیبې وروسته یې ورغوی وتخڼېد، په ډار کې را پورته شو او هاغه  بانک نوټ ته يې په ځیر وکتل چې په سور رنګه کاغذ کې د هېواد د دوه تاریخې اثارو انځورونه په کې له ورایه ښکارېدل په تور رنګ پرې لیکل شوي وو ویلو ته يې اړتیا نه وه او  په لاره تلونکې محصله څو قدمه وړاندې تللې.


   ډاکټره! (لنډه کیسه) لیکوال: ډاکټر محمدحنيف حيران

ناوخته له ښاره کور ته ستنېدم، تیاره وه، دوې مېرمنې د سړک په غاړه  ولاړې وې، پزې يې په حجاب پټې کړې وې،يوه يې پېغله معلوميده، سترګې يې تکې تورې ځلېدلې. لاس يې راکړ، موټر مې ورته ودراوه، زړه نا زړه يې دروازه خلاصه کړه،  خپل منځ کې سره وپوسېدلې، ما ورته وويل:
– زه خو تر ارزان قيمت پورې ځم.
زړه نا زړه موټر ته راوختلې، خپل منځ کې ورو ورو غږېدلې، د مخامخ راتلونکو موټرو د څراغونو رڼا به چې زما پر مخ ولګېدله دوی به لا رابيدارې شوې.
يو ځای کوزې شوې، نه مننه، نه کور ودان او نه د کرايې ست.
بلا پسې، کور ته راغلم، ځينې دفتري کارونو تر نيمې شپې ويښ پاتې کړم، سهار مې مېرمنې راته وويل چې ناروغه يم، ته چې دفتر ته ځې ما تر روغتونه درسره ورسوه، نور ته درځه. روغتون ته لاړم، مېرمن مې له موټره ښکته کړه، چې روانېدم، پر يوې ډاکټرې مې سترګې ولګېدلې، چې سپينه چپنه يې اغوستې وه، سترګې يې بېګانۍ پېغلې ته ورته وې، تکې تورې ګردې ګردې ځلېدلې. برګ برګ يې راوکتل او تېره شوه. پوی نشوم چې داسې کوم حرکت مې وکړو، چې په ډاکټرې بد ولګېد، ځه بلا پسې، ځان سره مې وويل، خو سترګې مې يې راسره واخيستې تر ډېره مې ورته کتل، يو نيم ځای به چې د موټرو ګڼه ګوڼه شوه، رانه ورکې به شوې، فکر به مې بلې خوا ته شو.
       معاش مو ځنډېلی و، بانک ته لاړم، څه ګورم چې په لسګونو کسان ورته په کتار کې ولاړ دي. دوه ساعته وروسته نوبت راغی، کوچنی غرفې ته وروړاندې شوم، مېرمنې يوې ډډې ته په نوبت ولاړې وې، وړاندې تر دې چې خپل کارت ورکړم، يوې نجلۍ په بې نوبتي کې خپل لاس تر ښيښې وروغځاوو، کاونټر ته يې وويل:
– وبښه زما نوبت مخکې کړه، زه روغتون ته ځم، راباندې ناوخته دی.
            هغه ورته وويل:
– خپه نشې خورې نوبت مراعات که او يا هم له  دې کس اجازه واخله.
   نجلۍ چې ماته سترګې راپورته کړې، لکه زما له جېبه يې چې پټې کړې وي، وارخطا مې وروکتل، ورو يې وويل:
–  که ستا اجازه وي زه به لومړی پيسې واخلم.
ـــــ  مونږ هم دوه ساعته انتظار کړی دی، او زه هم دنده لرم.
په تروشه ټنډه يې وويل:
– څومره بې لحاظه خلک ياست، دا وطن خو ځکه جوړيږي نه………
خبرې يې داسې راولګېدې، لکه تر دې وړاندې چې ښه سره بلد وو.
ما وېل ښه ځه، تاسو لومړی پيسې واخلئ، وبښئ، خپه نشئ. هيڅ يې ونه ويل، کارت يې ورکړ.
           تر ما شاته کسانو شور او ځوږ جوړ کړ، ورته ومې ويل چې خير دی، تور سرې ده، ګوزاره وکړئ. ډاکټره خوشاله شوه، په سترګو کې يې مننه رانه وکړه او لاړه.
د کابل  بېروبار او د لارو بنديدو زغم له هر چا اخيستی و. ملګرو مې راته ويل چې، يو څه معاشونه سره يو ځای کړه او ښه شوقي موټر درته واخله، همداسې مې کړي وو، خو يو څه پيسې مې له ملګرو قرض کړې وې، اوس به که له لاره بنده هم وه، زړه مې ډېر نه ورته تنګېده.
       يو مازديګر له دفتره په خپل موټر کې د کور پر لوري وخوځېدم، څنګه چې د پل چرخي پر سرک وربرابر شوم. څه ګورم چې له چپ لوري يو موټر په پردي لاس پرته له دې چې اشاره ولګوي، زمونږ سړک ته په تيزۍ سره راواوښت، تر ما وړاندې يو کرولا موټر چې هغه هم په سرعت روان و، پرې وربرابر شو، تر څو يې برېک نيوو، د هغه بل موټر څنګ د دې موټر له مخ سره برابر شول، يو درز شو، لکه قوي چاودنه چې شوې وي. ما هم بريک ونيوو، د سړک په منځ کې مې خدازده څه ډول موټر وداراوه، ورښکته شوم، نورو خلکو هم رامنډې کړې، د موټر دروازې مو خلاصې کړې، بد حال و. نه معلوميدل، چې څوک پکې مړه دي، څوک ټپيان دي او څوک بې هوښه دي.
د کرولا موټر له چلوونکي سره په مخې سېټ کې ناست کس او موټر چلوونکي دواړه داسې معلوميدل چې ځای پر ځای مړه شوي دي. شاته سيټ کې دوې مېرمنې وې، چې يوه يې بيخي بې هوښه وه او بلې يې زګيروي کول، لاسونه او مخ يې په وينو سره وو. مرسته کوونکو ته مې وويل چې هله شئ دا يوه مېرمن ټپي ده، راځئ چې روغتون ته يې ورسوو. ښځه مې د يو بل کس په مرسته خپل موټر ته راکوزه کړه، سترګې يې پټې وې او زګيروي يې کول.کله مې چې د موټر په شاتني سيټ کې څموله، تورې ګردې ګردې سترګې يې نيمکښې راپورته کړې، چغه مې له خولې ووته چې، وۍ ډاکټرې ته يې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب