Homeټولنیزاستدلال | محمد مصطفی سمون‎

استدلال | محمد مصطفی سمون‎

د استدلال په زانګو کې د زنګېدلو چل هغه وخت ښه زده کېدای او زمینه ورته برابرېدای شي، چې ټولنه د علم او زغم په ګاڼو سنبال وي.
د علمي چلندونو او منطقي مباحثو په تاویل کې فردي منطق او کړنلاره د هرې پدیدې په وړاندې د تحول د غږ بدرګه کول دي، چې له دې سره د ژوند په اړه د کرونولوژیکې اېډیالوژۍ لپاره  د بدلون یو نوی ور پرانیستل کېدای شي؛ ترڅو د فکري پیاوړتیا لپاره د استبداد پرځای د استدالال لاره غوره شي.
موږ چې کله هم د استدالال او منطق په تله څه تلو او یا یې وصلوو؛ نو طبعي ده، چې له ستونزو سره به مخ کېږو؛ خو د دې لپاره باید د ټولنې چاپیریالي وضعه د ژوند د شرایطو په رڼا کې مطالعه کړو؛ ترڅو د زغم او استدلال کچه معلومه کړای شو او بیا د ټولنې د وګړو هغې پوهې ته د درناوي په هېنداره کې وګورو، چې د ژوند په اړه منطقي لاره پالي؛ ترڅو د ژوند هغو شرایطو ته د منطق او معقولو غوښتنو په رڼا کې داخل شو، چې په ټولنه کې د همغږۍ لپاره لار هواروي.
موږ کله هم  په دې اړه فکر نه دی کړی، چې ولې د ژوند او شتو څیزونو په اړه دومره سطحي فکر کوو؟
په اصل کې مو ژوند، افراد او طبعیت د پېژندلو لپاره د بل له عینکو ګټه اخیستې، خپل علمي او استدلالي منطق مو نه دی کارولی، چې غوښتنو او اړتیاوو ته د خپلو زاویو وګورو. په اصل کې د دې اړخ بېوزلتوب وي، چې همدا بېوزلتوب بیا په بغض، بخل او خودپرستۍ اوړي؛ خو ژوند له دې ماورا اړخ ته زیات تمایل ښیي، هغه دا چې ژوند د استدلالي منطق سره تړلی فکر غواړي؛ ترڅو د نوښت او وړاندې تلو هنر په انساني وجود کې ګړندی کړي او د هر څه د پېژندلو لپاره استدلالي او منطقي مزي په خوځښت راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...