شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+د متن په شننه کې د اوب چار (نقش) | عزیزي

د متن په شننه کې د اوب چار (نقش) | عزیزي

څېړونکی: محمد یوسف عزیزي

موضوع: د متن په شننه کې د اوب چار (نقش)

لارښود استاد:  پوهاند دوکتور اجمل ښکلی

نېټه:۲۵/۲/۱۴۰۳

 

د افغانـــــــــــــــــــــــــــــستان اسلامي امارت

 د لـــــــــــــــــــــــوړو زده کړو وزارت

کابل پوهــــــــــــــــــــــــــــــــنتون

د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه

ماسټرۍ پروګرام

 

  • لڼدیز:

      داوب اصطلاح یوه تاریخي مخینه لري او سلسله یې د سکندریانو دورې  پورې رسیږي چې د اریستاخوس په ګرامر کې د متن د قیاس  تر عنوان لاندې پکې بحث شوی دی. خو په معاصره ژبپوهنه کې د اوب اصطلاح د اګډن او ریچارډ (د مانا مانا ) تر عنوان لاندې په کتاب کې ذکر شوه چې وروسته د لندن مکتب یو مشهور ژبپوه مالینوفسکي له خوا ورته د موقعیتي اوب نومونه وکارول شوه. ( فرت د مانا په توصیف کې د مالینوفسکي نظریه ومنله او پر همدې بنسټ یې مانا لپاره موقیعتي اوب د بنسټ به توګه وړاندې کړ.  (یمین، ۱۹: ۲۰۱۳م).

همدارنګه کله چې پېرس دې برخې ته راغی د فرهنګ برخه یې هم پکې اړینه وګڼله، خو چاچې د اوب په برخه کې بنسټیز کار تر سره کړ او په متن کې یې د اوب ارزښت ته وده او پراختیا ورکړه مشهور ژبپوه کریکووډ هالیډې وو. نوموړي په هر ډول ژبه کې چې د افهام او تفهیم لپاره کارول کېږي د اوب نقش مرکزي ګڼلی دی. دی وايي چې اوب د متن په مانا کې د مهال، موقیعت او فرهنګ له مخې بدلون مومي نو کله چې غواړو د یو متن په سمه مانا پوه شو باید د هغې سیمې موقیعتي، مهالي او فرهنګي اوب سره آشنايي ولرو. د دې لپاره چې د اوب عمده ژبنۍ او ناژبنۍ دندې او د هرې دندې تر چتر لاندې داخلي اوب  او بهرنی اوب سم وپېژنو د متن په اصلي موضوع کې به پرې رڼا واچول شي.

  • ار وییونه:
  1. اوب، ژبنی اوب، 3. ناژبنی اوب، 4.  موقیعتي اوب. 5. مکاني اوب، 6. مهالي اوب، 7. فرهنګي اوب.
  • سریزه:

      په (متن کې د اوب چار(نقش)، د سیمینار جوړولو موضوع سربېره پر دې چې نوې وه ډېره جالبه او په زده پورې هم وه،ځکه چې په طبیعې توګه انسان له کلیشه یې کلمو او عنوانونو سره د زړه تنګوالي احساس کوي او په یوه تکراري موضوع چې ګڼ شمېر وګړو پرې خبرې اترې کړي وي د بیا تکرار خبرو لیکل ورته د وخت ضایع کول ښکاري، خو کله چې څوک له یوې نوې پوښتنې یا موضوع سره مخ کېږي په اړه یې د ځواب او معلوماتو موندلو لپاره د لیوالتیا احساس کوي او کوښښ دا کوي چې په زړه پورې او نوي معلومات په اړونده برخې کې لوستونکو سره شریک کړي.

 په ژبه کې د (اوب چار) اغیز د ژبې په جوړښت او مانا کې دومره اغږل شوې موضوع ده چې له دې پرته نشي کېدلای خپل پیام د خبرو او اترو له لارې مخاطب ته ورسول شي، په حقیقت کې د ژبې (۸۰٪) برخه د اوب پر بنسټ مانا افاده کوي که چېرې د اوب ژبني او ناژبني مسائیل په پام کې ونه نیول شي نو ژبه به د وګړو تر منځ د پوهولو او راپوهولو(افهام او تفهیم) پر ځای د ابهام لرونکو پیغامونو په څېر مبهمه پاتې شي او یوازې د ژور رغښت له مخې به د کلمې اصلي مانا ترې واخیستل شي چې د ویونکي(متکلم) اصلي موخې سره به هیڅ تړاو نه لري لکه: احمده! ماغزه مې مه خوره. نو مخاطب به اوس په دې فکر کې وي چې د ده ماغزه کومه دې چې زه یې خورم  او د ده ماغزه څنګه خوړل کېږي. چې دې ته ورته دېرو جملو ته د ژبني او ناژبني اوب له مخې د موقیعتي او فرهنګي  اوب په پام کې نیولو سره د متن موخنه مانا افاده کېږي. د ژبې د رغښت، جوړښت او مانا په برخه کې بېلابېلو ژبپوهانو د اواز او  غږ له مرحلې څخه نیولې د کلمې او جملې تر کچې پورې ګڼ شمېر نظرونه وړاندې کړي دي، چې له هغو جملې څخه په معاصره ژبپوهنه کې درې مشهوره نظرې چې د یادولو وړ دي  وړاندې شوې دي، لومړی نظریه د فردیناند دو سوسور له خوا د رغښتوالې ژبپوهنې نظریه ده چې د دال او مدلول بحث پکې شوی دی، او په ژبه کې یې علمي انقلاب رامنځته کړ.  سوسور په ژبپوهنه کې د کلمې تر کچې پورې بحث کړی دی او تاریخې ژبپوهنه یې له تشریحې ژبپوهنې څخه جلا مطالعه کړه.  په ټوله کې ویلی شو چې د نوې ژبپوهنې اساس تر ډېره د سوسور پر نظریاتو ولاړ دی. سوسور ژبه یو کلي نظام وباله. په رغښتواله کې د کلمې تر سطحې بحث وشو، چې له دې سره یې نورو ژبپوهانو ته د څېړنې او شننې لارې پرانیستلې. (حمیدزی، ۱۴۰۲: ۸۹).

دویمه نظریه د چامسکي له خوا د زیږنده ژبپوهنې نظرېه ده، چې له کلمې څخه یې بحث تر جملې پورې غځولی دی او په ژبه کې یې د  ژور رغښت او برسېرن رغښت خبره را برسېره کړې ده، خو کله چې د شلمې پېړۍ مکتوبونو کې یو مهم مکتب چې د لندن مکتب په نامه نومول شوی وه رامنځته شو د دې مکتب مشهوره تیوري چارواله وه. د دې تیوري مشهور ژبپوه کریکووډ هالېډې و. (د لندن مکتب مهم غړی مایکل هاليډې وو چې ژبپوهنیزې نظریې ته یې چارواله نظریه او ګرامر ته یې سیستمټيک چاروال ګرامر ووئیل.(ښکلی،۱۴۰۱ : ۸۲  مخ ) .

هالیډې او میرمنې یې د ګډ کار په پایله کې  یو  کتاب ولیکه چې نوم یې ( ژبه متن او اوب) دی. نوموړي ژبه د یو نظام په توګه معرفي کړه، دی وايي چې په دې نظام کې دننه بېلابېل ژبني توکي لکه کلمې، ګرامر، متن، اوب او  ماناوې خپلې خپلې دندې ترسره کوي.او د ژبې هره برخه له اوب سره په تړاو کې تشریح کوي. دا چې یاد سیمینار د متن په شننه کې د اوب چار (نقش) پر موضوع راڅرخي، د اړتیا له مخې به پاتې موارد په لاندې متن کې وړاندي شي.

موضوع:

  1. اوب:

      اوب چې  په انګیسي ژبه کې ورته (context) په دري ژبه کې ورته بافت وايي او په پښتو ژبه کې د اوبدلو له کلمې څخه اخیستل شوې، چې لغوي مانايي د اوبدلو یا پیلو په مانا ده او اصطلاحي مانا یې د خپلواکو او ناخپلواکو کلمو په ترتیب سره څنګ په څنګ ایښودلو یا ځاي پر ځای کولو ته واي؛ همدارنګه په ژبپوهنه کې اوب د چاپېریال په مانا ده او یا هم هغه چاپېریال چې د یوې کلمې یا جملې موخنه مانا افاده کوي اوب ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه:

  • د دوه خرو اوربشې نشي بېلولی. مانا داچې دی په هیڅ څه نه پوهیږي.
  • فکر مې کار نه کوي. فکر خو کوم ماشین نه دی چې کار ونکړي.
  • اختر راورسېده. اختر خو کومه متحرکه وسیله نه ده چې زمونږ په لوري را روان وي.

 په همدې توګه د یوې ژبې ډېره برخه په مجازي مانا استواره وي او تر ډېره پورې کومې جملې چې د خبرو او اتر په وخت کې وئیل کېږي د کلمو اصلي مانا یو څه وي، خو د  مقصد مانا پکې بل څه وي.

 یوه ورځ دوه کسان په لاره سره ملګري شوي وو، لومړي کس پوښتنه وکړه، ملګریه څه کاره یې؟ نوموړي ورته ووئیل شاعر یم، بیا دویمې ترې پوښتنه وکړه تاسو څه کاره یاست لومړني کس ورته ووئیل زه  کوڼ یم، په دې متن کې د لومړني کس د خبرې مانا دا نده چې په ریښتیا سره دی کوڼ دی، بلکه دا مانا افاده کوي چې د ده  له شاعرۍ سره نه لګیږي، یعنې مخاطب ته یې خپل پیغام په مجازي توګه وړاندې کړ چې شاعري مې نه خوښیږي.

 همدارنګه که یوڅوک ووایي،

  • چې مونږ هم بنګړي نه دي اچولي. مانا دا چې مونږه هم له چا څخه نه ویریږو.
  • یو زه پکې کم وم، مانا داچې ډېر ملګري یا خپلوان سره راټول شوي دي.

  دې بېلګو ته په کتو سره وئیلی شو چې اوب د متن د مانا په شننه کې انتهايي اړین رول لوبوي، ځکه چې اوب د مانا پوهنې هغه برخه ده چې په هر دول ژبه کې کارول کېږي، که هغه تحریري وی، تقریري وي او که اشاروي وي، اوب پکې د کره مانا په وړاندې کولو کې ځانګړی ځای لري. حتا کولی شو ووایو چې له اوب پرته نشو کولی د متکلم له خبرو یا ویناوو څخه سمه مانا واخلو؛ خو اساسي شرط پکې د ژبې اړوند د یو هیواد یا سیمې د تاریخ او فرهنګ په هکله د معلوماتو درلودل دي چې یاده ژبه پکې وئیل شوي وي، (مالینوفسکي د امریکا د خلکو ژبې وڅېړلې، کله چې راستون شو او په هغو ژبو یې تحقیق کاوه د دېرو جملو په مانا پوه نشو، چې څه مانا لري او ولې یې ده ته وئیلي دي؟  وروسته له دې مالینوفسکي ووئیل چې یو متن باید په هماغه خپل اوب کې وڅېړل شي، چې دا جملې پکې جوړې شوې او وئیل شوې دي. (شاهد، ۱۴۰۲: ۲۱).

ذکر شویو مواردو ته په کتو سره دې پایلې ته رسیږو؛ که چېرې یو لیکوال یا ژباړونکی د یوې ژبې له تاریخ او فرهنګ څخه دقیق معلومات ونه لري  تر ډېره پورې کېدلای شي چې له یو متن څخه اشتباه مانا واخلي او د اړونده سیمې د خلکو پیام په بله مانا خپور کړي. د بېلګې په توګه:

 کله چې مونږه چاته وایو چې ماغزه مې مه خوره. مانا داچې ډېرې خبرې مه کوه.

یا هم کله چې وایو، قدوس یې په غم واړوه. مانا داچې، قدوس ته یې کوژده وکړه. دلته د غم څخه مطلب مسؤلیت ده او مسولیت څخه مطلب ښځه ده، یعنې کله چې څوک کوژده وکړي نو مسؤلیت یې په غاړه شي او هر مسؤلیت په چا باندې ایښودل یو غم ده؛ نو کله چې وایو فلانی یې په غم واړوه. مانا داچې کوژده یې ورته وکړه. البته د دې جملې دا ډول مفهوم شاید په بېلابېلو ولایتونو کې توپیر ولري.

یعنې که همدا جمله له ښاره په لرې پرتو سیمو کې چې تر ډېره د کرنې او مالدارۍ په کارونو بوخت وي ووئیل شي نو هلته قدوس یې په غم واړوه دا مانا لري چې، د کلي خلکو قدوس په دښمنۍ واړوه. که چېرې همدا جمله په ښار کې ووئیل شي نو بیا دا مانا لري چې، په قدوس باندې یې کوم زوړ یا خراب موټر، موبائیل … خرڅ کړ. چې البته دا موضوعات په بېلابېلو ځایونو کې  د مکاني یا مهالي اوب له مخې متفاوت وي او که چېرې کوم شخص زمونږ له ژبني فرهنګ سره آشنا نه وي نو هیڅکله به هم له دې جملې څخه موخنه مانا تر لاسه نکړي.

  1. د اوب دندې:

د متن یا جملې په شننه کې اوب دوه ډوله دندې لري:

  • لومړی دنده ژبنۍ :
  • دوهمه دنده نا ژبنۍ:
  1. ژبنۍ دنده/سیاق:

ژبنۍ دنده یا ژبنی اوب د متن په داخلي برخو پورې تړاو لري چې د سیاق یا سباق  په نامه یادیږې، ژبنۍ اوب په جمله کې دننه د موخنې کلمې مانا په مخکینیو او وروستنیو کلمو پورې تړلي وي چې د همدې کلمو بدلون د جملې مانا ته بدلون ورکوي. (قرینه په دوو برخو ویشل کېږي یو په ژبه کې دننه چې سیاق ورته وايي او بل له ژبې بهر چې قرینه ورته وايي د دواړو دنده د مانا په لېږد او پوهاوي کې مرسته ده. (ښکلی، ۱۴۰۱: ۹۰). احمد خړ شو مانا داچې احمد خجالت شو.

لکه څنګه چې مو مخګې ووئیل چې ژبنۍ اوب د ژبې په داخل کې د مانا له توپیرونو سره تړاو لري او تر ډېره پورې پکې لاندې (۶) برخې عمده بدلونونه رامنځته کولی شي.

  • ژبنی اوب: پنځه ډولو نه لري، ۱ـ غږیز اوب، ۲ـ وييز اوب، ۳ـ  صرفي اوب،  ۴ـ نحوي اوب،  ۵ـ مانیز  اوب
  1. غږیز اوب:

 فونیم چې په یوازې توګه کومه مانا نه لري، خو د څو جلا فونیمونو منظم جوړښت څخه مانا داره

کلمې رامنځته کېږي او په بدلون سره یې مانا هم بدلون کوي. لکه: د (ل+و+ر= لور) کلمه.

 لومړی خو له څو فونیمونو څخه د لور کلمه جوړه شوې ده. خو که چېرې یو فونیم پکې بدل شي نو د کلمې بڼه او مانا هم ورسره بدلون مومي. لکه: (ک+ و+ر= کور) چې همدې ډول بدلونونو ته غږیز اوب وايي.

  1. وییز اوب:

 کله چې په یوه کلمه کې د خج یا فشار له امله مانایي بدولون رامنځته شي همدې ډول بدلون ته وییز اوب وايي. د بېلګې په توګه: که چېرې د (لور) په کلمه کې په لومړي فونیم باندې فشار وارد شي نو د (يېرزوینې) مانا افاده کوي او که چېرې همدا فشار په دویم یا دریم فونیم باندې وارد شي نو د لور (دختر) او لور (داس) ماناوې افاده کوي. یا هم په لاندې بیت کې د زهیر کلمه چې د خج، تلفظ او په جمله کې د ځای او موقیعت له مخې بېلابېلې ماناوې افاده کوي لکه:

زهیر نجیب ستا مینه کې زهیر دی که پوهیږي.

زهیر نکړې زهیر، زهیرول لویه ګناه ده.

 په دې بیت کې ګورو چې د موقیعت او تلفظ له مخې د (زهیر) کلمه د نوم، قید او فعل په توګه کارول شوې ده او همدارنګه د مانا له مخې یو ځای د نوم بل ځای د تکلیف او بل ځای د تکلیف نه رسولو په مانا کارول شوې ده.

یا هم دا جمله:

د ولي ولې ولې ولې. که چېرې په دې جمله کې خج په سمه توګه ادا نشي نو د مانا اخیستل به ترینه ناشوني شي. بناءً په متن کې د خجونو څخه په سمه توګه کار اخیستلو سره مانايي بدلونونه رامنځته کېږي چې په ژبه کې دننه دې ډول مانايي بدلونونو ته وییز اوب وايي.

  1. صرفي اوب:

کله چې یوه ساده کلمه ترکیبي شي، لکه کتاب د (چه) نا خپلواک مورفیم په یو ځای کولو سره پر کتابچه واوړي او د همدې ناخپلواکو مورفیمونو په اخیستو سره خپلې بنې او ماناوې ته بدلون ورکړي؛ همدې ډول مانايي بدولون ته صرفي اوب وايي. لکه کتاب، کتابګوټی. درز، درزهار. پیشو، پیشوګۍ. دوکان دوکانګوټی. موټر، موټرک. او داسې نور…

  1. نحوي اوب:

نحوي اوب د جملې په کچه د مانا په بدلون کې نقش لوبوي. کله چې په یوې جمله کې یوه کلمه د بلې کلمې ځایناستې شي او د جملې بڼې او کله هم بڼې او مانا دواړو ته بدلون ورکړي، نحوي اوب ګڼل کېږي. لکه:

سقراط په یونان کې یو ستر فیلسوف تېرشوی دی، نوموړی د وخت حاکمانو له خوا په دې جرم محاکمه شو چې، ده به تل ځوانان فکر کولو ته هڅول او د کلیشه یې او خیالي فکرونو له دایرې څخه یې دوی ته د خلاصون لارې چارې ورښودلې. په دې متن کې د (سقراط، نوموړي او ده ) مورفیمونه چې یو د بل پر ځای په بېلابېلو بڼو راغلي دي او هر مورفیم په خپل ځای کې یوه بېله مانا  افاده کوي، همدې ډول توپیرونو ته نحوي اوب وايي.

  1. مانیز اوب:

کله چې یوه کلمه په یوه پاراکراف کې په یوه بڼه د مخکینیو او ورستنیو کلمو د بدلون پر بنسټ پرته له کوم  صرفي بدلون څخه خپلې مانا وې بدلې کړي همدې ته مانیز اوب وايي. د بېلګې په توګه:

  1. احمده کړکۍ پورې کړه.
  2. حبیب پورې مه خانده
  3. هسې تهمت ورپورې شوی دی.
  4. د هغوی تر کوره پورې ډېره لار ده
  5. د یونیسیف دفتر پورې راشه
  6. هغه راز چې دې تهمت پورې اړه لري زه به یې تاسو ته ووایم.
  • متن:

د یادولو وړ ده چې یوې کلمې ته هم متن وییل کېږي خو د دې لپاره چې د ځینو لوستونکو په ذهنونو کې متن د یو پراګراف په توګه انځور شوی دی نو یو څو جملې د پاراګراف په توګه وړاندې کوو.

احمده کړکۍ پورې کړه حبیب پورې مه خانده، هسې تهمت ورپورې شوی ده، د هغوی تر کوره پورې ډېره لار ده، د یونیسیف دفتر پورې راشه هغه راز چې دې تهمت پورې اړه لري زه به یې تاسوته ووایم.

په دې پاراګراف کې د اوریدونکي فکر له ټولو کلمو څخه اوړي او د راز او تهمت پر مانا متمرکز کېږي او دا فکر ورسره پیدا کېږي چې دا راز په څه وي؟ حال دا چې هره جمله بېلابېلې مانا وې هم لري.

پورتني متن کې د (پورې ) کلمه د مخکینۍ او وروستنۍ کلمې په بدلولو سره مانايي بدلون رامنځته کړی ده، چې همدې ډول مانايي بدلون ته ژبنی اوب یا سیاق وايي. په لاندې برخه کې د جملو بېلابېلو ماناوو ته ځیر شئ.

  1. احمده کړکۍ پورې کړه. په دې جمله کې د پورې کلمه د (بندولو) په مانا کارول شوې ده.
  2. حبیب پورې مه خانده. په دې جمله کې ګورو چې د پورې کلمه د (حالت، کیفیت د تړاو) په اړه مانا افاده کوي .
  3. هسې تومت ور پورې شوی ده. په دې جمله کې د مخکیني کلمې له مخې د (تړاو یا نسبت) په مانا کارول شوې ده.
  4. د هغوی تر کوره پورې ډېره لار ده. په دې جمله کې د (واټن ) څرګندولو په مانا کارول شوې.
  5. د یونیسیف دفتر پورې راشه په دې جمله کې د (خواته یا نږدېوالي)مانا ورکوي.
  6. هغه راز چې دې تهمت پورې اړه لري زه به یې تاسو ته ووایم. په دې ځای کې د (نسبت) ورکولو په مانا کارول شوې ده.

په دې جملو کې ګورو چې د (پورې) کلمه د یو شخص یا ځای د حالت، واټن،  تړاو او قربت په برخه کې بېلابېلې مانا وې  افاده کوي، چې د بدلون عمده لاملونه یې په مخکینۍ او وروستنۍ کلمې پورې تړاو لري.

همدارنګه د (پورې) کلمې په تړاو دوه درې نورې بېلګې:

  1. له کابله تر ننګرهاره پورې (۱۴۰) کیلومټره لار ده.
  2. د یونیسیف دفتر پورې راشه هلته به سره وګورو.

پورتنیو جملو کې ګورو چې لومړی جمله کې د (پورې) کلمه د واټن په مانا کارول شوې ده او په دویمه جمله کې د خواته یا نږدېوالي په مانا کارول شوې ده‌‌، چې دا ټول مانايي بدلونونه د ژبني اوب له کبله رامنځته کېږي.

  1. لیکنښې:

 لیکنښې هم په ژبني اوب کې د مانا د بدلون سبب ګرځي. که چېرې په یو متن کې دننه لیکنښې په پام کې ونه نیول شي نو ګڼ شمېر مانايي تېروتنې رامنځته کولی شي. د بېلګې په توګه:

هندو په تهنه گفت، یاران خدا دوتاست. لعنت بر ان کس که گوید. خدا یکیست.

په پورتني متن کې ګورو چې د هرې لیکنښې په ورکولو سره د یوې جملې د پیل او پای حد معلوم شوی ده چې نه یوازې د متن په سمه توګه لوستلو کې آسانتیاوې راولي بلکه د سمې مانا په وړاندې کولو کې هم مرسته کوي. مثلاً:

که چېرې د (گوید) او (خدا یکیست) تر منځ د (.) لیکنښه چې (فول سټاپ) هم ورته وايي ورنکړل شي نو د متن مانا بلکل سرچپه کېږي چې کېدلای شي د تاو تریخوالي سبب هم وګرځي نو له همدې کبله په ژبني اوب کې د لیکنښو مراعتول هم ضروري ګڼل شوي دي. بل مثال:

هند، سه برابر افغانستان است که چېرې د هند او سه تر منځ کامه حذف شي او کلمې په سمه توګه ونه لوستل شي، لیکل شوې جمله به خپله مانا له لاسه ورکړي.

  1. ناژبنۍ دنده یا هم ناژبنی اوب:

نا ژبني اوب له متن یا جملې څخه بهر په چاپېریال پورې تړاو لري چې د ناژبني اوب یا هم قرینې په نوم یادیږي. قرینه د متن مانا د چاپېریال له مخې افاده کوي او د قرینې له مخې مانا د کلمو په بدلون پورې نه بلکه د چاپېریال په بدلون پورې تړاو لري.

  • ناژبنۍ اوب په دوه ډوله دی.
  • موقیعتي اوب:
  • فرهنګي اوب:
  1. موقیعتي اوب: په دو برخو ویشل شوی دی. مکاني اوب  او مهالي اوب:  

      الف: موقیعتي اوب چې د قرینې په نامه هم یادیږي د متن مانا سره د موقیعت له مخې مستقیم تړاو لري، موقیعتي بدلون دیوې جملې د مانا په بدلون کې  مستقیمه وڼده لري، یوه جمله کېدلای شي په بېلابېلو موقیعتونو کې بېلابېلې ماناوې ورکړي (په ژبپوهنه کې اوب د لومړي ځل لپاره کنټ فورډ تجزیه کړ. چې ژبني اوب لپاره یې (CO – TEXT) او ناژبني اوب لپاره یې موقیعتي اوب (CONTEXT) وټاکه. (حمیدزی، ۱۴۰۲:  ۱۳۸ مخ).

موقیعتي اوب ته قرینه هم وايي چې له بهر چاپېریال سره تړاو لري. قرینه عربي کلمه ده چې د قرب، نږدې، تړاو په مانا کارول کېږي او د اوب په برخه کې هم د قرینې موخه د کلمې مانا سره د چاپېریال د نږدې والی یا هم تړاو څرګندولو پ مانا کارول کېږي چې له همدې تړاو څخه د متن اصلي مانا تر لاسه کېږي، (قرینه بله منځنۍ سطحه ده چې رغښت تر ژبې له بهر موقیعتونو سره تړي. (ښکلی، ۱۴۰۱: ۱۱۰). د بېلګې په توګه: احمد خړ شو. ما نا داچې احمد خجالت شو.

  • لاندې بېلګو ته ځیر شئ.
  1. سر یې خلاص شو. مانا داچې پوه شو.
  2. ماغزه مې مه خوره. مانا داچې ډېرې خبرې مه کوه
  3. څراغ مړ کره. مانا دا چې د ساکټ بټنه ووهه چې ګروپ ګل شي

(په چارواله کې موقیعتي اوب تر ډېره د ژانر په قالب کې مطالعه کېږي. موقیعتي اوب پرته له کومې فاصلې عملاً یو محیط توصیفوي چې ژبه پکې کارول کېږي. (حمید زی.۱۳۹۸:۱۱۵).

  1. مکاني اوب:

د مکاني اوب له مخې  یو متن د عین ګرامري جوړښت سره د یو مکان په پام کې نیولو سره مطالعه کېږي او د مکان له مخې یوه جمله په یو مکان کې یوه  مانا او په بل مکان کې بله مانا افاده کوي.

د بېلګې په توګه:

  1. د ودونو په تالار کې یوې ناوې ته په کتو سره که څوک ووايي چې، مخ یې د کتو نه ده. مانا دا چې ناوې ښایسته نه ده.
  2. خو که چېرې همدا جمله د اورلګېدو په پیښه کې چې یو کس پکې سوزېدلی وي وشي چې، مخ یې د کتو نه ده. مانا یې دا ده چې، مخ یې دومره سوزېدلی چې له هیبته د کتو وړ نه ده.

دې ته ورته نورې داسې ډېرې جملې شته دي چې د موقیعت پر بنسټ بېلابېلې ماناوې په متن کې وړاندې کوي.

  • یوه بله بېلګه:

د یوې نوې نقشې پلي کولو په وخت کې که وویل شي چې، د ملک صیب په کلي نقشه راغله او له کبله یې د احمد کور وران شو. موقیعت ته په کتو سره مانا داچې د احمد کور یې ړنګ کړ او بې  کوره شو، خو که همدا خبره په یوې پېښه کې وشي، لکه:

ډرایور په  بې پروایۍ سره  موټر ټکر کړ چې له کبله یې د احمد کور وران شو. د احمد کور وران شو مانا داچې میرمن یې په دې پېښه کې مړه شوه.

  • بله بېلګه:

      ډاکټروايي : عملیات مو په کامیابۍ سره ترسره کړ. که څه هم د عملیات (Operation) کلمې اصلي مانا د یوې کړنې تر سره کول دي خو د موقیعت له مخې  په روغتون کې د یو چا د وجود د یوې برخې پرې کولو او دوباره ګڼدلو په مانا کارول کېږي.

افسر وايي: عملیات مو په کامیابۍ سره تر سره کړ. همدا جمله په سرحدي سیمه کې د موقیعت له مخې، مخالفینو څخه د یوې سیمې پاکولو په مانا ده، خو که چېرې  همدا ډول جملې بیا له اصلي مکان څخه پرته  په یو بل مکان کې ووئیل شي بیا نو د مانا اخیستلو لپاره مکان نه بلکه د متکلم شخص په هکله د معلوماتو درلودلو په اساس مانا اخیستل کېږي. یعنې مخاطب باید په دې پوه وي چې له یو ډاکټر یا هم له یو سرتیري، انجینر، بزګر …. سره خبرې اترې کوي. کله کله د یو موضوع اړونده کلمې د شخص  په اړه د معلوماتو نه لرلو له کبله هم اشتباه مانا مخې ته راځي. مثلاً که یو څو په مجلس کې ووايي چې، دېرې اوبه ورکول ورته ګټه رسوي. که مخاطبین په دې پوه وي چې متکلم انجینر ده. نومخاطبین سم د لاسه پوهیږي چې یاد کس سیمیټو ته د ډېرو اوبو ورکولو توصیه کوي خو که چېرې همدا خبره کوم دهقان وکړي بیانو خلک د ده د مسلک له مخې پوهيږي چې فصل ته دېرې اوبه ورکول ګټه رسوي. مانا دا چې په مبهم مکان کې د متکلم او یا هم د موضوع په اړه د معلوماتو درلودل د سمې مانا په اخیستلو عمده رول لوبوي.

  • د بېلګې په توګه:

یوې ښځې خپلې ګاونډۍ ته ووئیل چې د حاجي صاحب لور کوما ته لاړه، ګاونډۍ ورته په ځواب کې ووئیل، پیسې لري چې کوما ته ځي، زه او ته ولې نشو تللی. نوموړې ته د کوما کلمه ناشنا وه نو ځکه یې ترینه د بهرني هیواد مانا اخیستې وه. له دې بېلګې څخه دا څرګندیږي چې د یوې ژبې اړوند متن پوهیدو لپاره د اضافي معلوماتو درلودل هم اړین دي.

  1. مهالي اوب:

      مهالي اوب چې د ناژبني اوب یوه بله برخه ده د متن یا جملې د متن په مانا کې وخت سره سم بېلابېل بدلونونه رامنځته کوي مثلأ یوه جمله په اوس مهال کې یوه مانا ورکوي خو همدې جمله په تیر وخت کې یوه بله مانا ورکوله او یا هم کېدلای شي په راتلونکي وخت کې بله مانا ورکړي؛  لکه پخوا به پاچاهانو په دربارکې ښایسته ښایسته انجونې د دربار له حالتو څخه د حال احوال خبرېدو لپاره د مخبرۍ په موخه ساتلې چې پریکه یې ورته وئیلې. او هغه وخت د پریکه نوم د چالاکه او مکارو ښځو لپاره کارېده چې ښه مانا یې نه درلودله، خو د وخت په تېرېدو سره د مخبري برخه یې له منځه لاړه او د ښایست ځانګړنه یې پاتې شوه اوس انجونو ته د پري کلمه د ښایسته والي په مانا کارول کېږي نه د مکارې او چالاکې په مانا چې همدا د مهالي اوب له مخې د ناژبني اوب مانايي بدلون ده چې په یوه  جمله یا متن کې رامنځته کېږي، یا هم په جمله کې د فعل، فاعل او مفعول کلمې چې د ګرامر اساسي برخې دي په همدې نومونو کارېدلې خو د وخت په تېرېدو سره په ځینې برخو کې د فعل او مفعول کلمو په کارولو سره ځینې منفي اثرات په دې کلمو  پریوتل او ژبپوهانو د مسند او مسند الیه کلمې د دې په ځای وکارولې، یا ځینې نورې کلمې لکه ملګری، حزبي، قومندان، خلق/ خلقي / پرچم / پرچمي او داسې نورې کلمې چې خلکو په ویاړ سره کارولې اوس ترینه ډډه کوي او که څوک ورته دا نومونه واخلي نو د تاو تریخوالي سبب به وګرځي.

که څه هم د پورته معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې  د فرانګ . ر. معنې شناسي په اثر کې چې د دوکتور کورش صفوي له خوا ژباړل شوی دی،د رفتار ګرايي تر عنوان لاندې ځینې اعتقادونه لیکل شوي دي چې ځینې منل شوي خو ځینې رد شوي هم دي. (د مالینوفسکي او فرت اعتقاد دا و چې د موقیعتي اوب پرته د ژبې تشریح نشي کېدلای چې بشپړه و اوسي. په دې برخو کې افراطي نظرې هم شته چې تشریح کاملأ په هغه موقعیت پورې محدودوي چې ژبه په کې کارول شوې ده او په دې عقیده دي چې ژبه کاملأ د فزیکي او تجربه یي معیارونو له مخې د تعریف وړ ده.( صفوي، ۹۴: ۱۳۹۵).

پورته متن ته په کتو سره دا څرګندیږي چې د هر ژبپوه له خوا وړاندې شوي نظرونه په بېلابېلو برخو کې ډېرو پوښتنو ته ځواب وايي خو ورسره سم، د دېرو پوښتنو رامنځته کېدو سبب هم ګرځي، چې د هرې پوښتنې ځوابولو لپاره لا ډېرې مطالعي ته اړتیا لیدل کېږي چې باید تر سره شي.

  1. فرهنګي اوب:

      فرهنګي اوب چې د ناژبني اوب یوه بله مهمه برخه ده د یو متن د مانا په شننه کې اساسي رول لري، لکه څنګه چې د ژبې په ټولنپوهنه کې فرهنګي مسائیل شامل دي او په یو ډول نه په یو ډول په ژبه کې څرګندیږي همدارنګه د یوې ژبې د متن په مانا کې هم د پام وړ بدلونونه رامنځته کوي. د فرهنګي اوب په برخه کې اساسي شرط چې باید په پام کې ونیول شي هغه له فرهنګ سره د متکلم او مخاطب اشنايي ده؛ که چېرې یو له دې دوو څخه د اړونده سیمې له فرهنګ سره ناشنا واوسي کېدلای شي چې د وئیل شوي متن مثبتې مانا څخه منفي یا اپوټه له منفي مانا څخه مثبته او یا هم هیڅ کوم مطلب ترینه وانخلي، نو د یو متن سمې مانا تر لاسه کولو لپاره د هغې سیمې اړوند فرهنګ مطالعه کول ضروري دي.

(په چارواله کې موقیعتي اوب تر ډېره د ژانر په قالب کې مطالعه کېږي. موقیعتي اوب پرته له کومې فاصلې عملاً یو محیط توصیفوي چې ژبه پکې کارول کېږي؛ خو فرهنګي اوب د ټولنې او خلکو تر منځ د مفاهیمو او اندیشو یو مشترک بالقوه نظام دی چې د ایډیالوژي تاریخي او فرهنګي مسایلو څخه تقویه کېږي.(حمید زی، ۱۱۵:۱۳۹۸).

  • د بېلکې په توګه:

      که چېرې زمونږه په مشرقي ولایتونو کې میلمنو ته د ډوډي خوړلو په وخت کې واویي چې ولې ورو ورو لګیا یې سمه ډوډی وخوره. یا ورته یو څه خواړه مخې ته وړاندې کړو او ورته ووایو چې دا خواړه وخوره خوندور دي نو میلمه د میلمه پالنې مانا ترینه اخلي او د خوښي احساس کوي، خو که چېرې همدا ډول خبرې د مردان سیمې له یو وګړي سره وکړې نو هغه له ډوډي خوړلو څخه لاس اخلي او دا مانا ترینه اخلي چې ستا نظر د ده په ډوډی خوړلو ده او نه غواړې چې هغه  په خپله خوښه ډوډی وخوري، یا هم که چېرې په ښاري سیمه کې چې ښاري فرهنګ لري یو مشر ته ووایې چې د احمد پلار یې، په خوشحالۍ سره به تاسو ته ووايي چې هو. خو که چېرې همدا جمله دې په کلي باڼډو کې چې کلیوال فرهنګ لري کوم مشر ته  وکړه، چې د حبیب پلار یې نو هغه په غصه کېږي او وايي چې نه، حبیب زما زوی ده، او دا مانا ترینه اخلي چې ما د زوی په نامه ولې یادوي.

د هر هیواد او سیمې خپل عنعنات او فرهنګ وي او ټولنه یې ځانته بېلابېل رسمونه او رواجونه لري او کله چې مونږه د ژبې خبره کوو نو د افهام او تفهیم مسئله رامنخته کېږي او هره  ژبه چې د افهام او تفهیم لپاره کارول کېږي ژبه ده او دا ژبې کېدلای شي وینايي وي، لیکنۍ وي، اشاروي وي، سمبولي وي. لوحه یي وي او داسې نور…

خو دا هره ژبه چې پورته مو ورته اشاره وکړه په خپلو سیمو کې د بېلابېلو اوبونو سره په تړاو کې خپله مانا افاده کوي.

  • د متن په شننه کې د اوب نقش:

      د متن په داخل کې د یوې کلمې یا جملې مانايي بدلون. د کلمو او جملو له قیده خلاص نه وي ځکه چې  په منظم توګه د غږونو له ترکیب څخه کلمې او د منظمو مانا لرونکو خپلواکو او نا خپلواکو کلمو له اوبدلو څخه جملې او د جملو له ترکیب څخه پاراګراف جوړیږي. که څه هم پاراګراف کې هره کلمه او جمله خپلې خپلې ماناوې لري خو له دې کلمو او جملو څخه د جوړ شوي پاراګراف اصلي مانا د ژبني او ناژبني اوب له مخې چې موقیعتي او فرهنګي  مسائیل پکې ښکېل وي تر لاسه کېږي. هر متن په ځانګري ساحه او چاپېریال کې دقیقه مانا لري، ( متن یوازې لیکنی بڼې ته نه ویل کېږي بلکه منسجمو او ماناییزوخبرو ته هم وايي، د متن واحدونه ارتباطي دي، دلته دې ته هم ځیر کېږو چې پخوانیو جمله د ورستي ژبني واحد په توګه پېژندله، چې له وړو توکیو نه جوړه ده او خپلواکه مانا لري؛ خو د چاروالې وینا ژبپوهنه او همدا راز د موریس په کارونپوهنه کې جمله د متن یو واحد او کله وړوکي واحد ګڼل شوی چې له نورو واحدونو سره  یو ځای خپله مانا څرګندوي او په دې ډول ویناییز بهیر کې نقش لوبوي. (شاهد،۶۲: ۱۴۰۲).

  • د ګل پاچا الفت په نثر کې د اوب نقش:

      (زه چې وړوکی وم اګر که اوس هم لوی نه یم  له هر چا به مې اورېدل، فلانی بې عقل دی په څه نه پوهیږي، د عقل په پوله هم نه دی تېر شوی، د دوه خرو اوربشې نشي بېلولی مګر یو یو به چېرته داسې هم پیدا کېده چې  خلقو به ورته هوښیار ویلې، زه همدغه وخت په دې خبره پوه شوم چې پوهان او هوښیاران په دې دنیا کې ډېر لږ دي او ناپوهان ډېر زیات دي، کله چې زه په سبق کښیناستم ماته یې ووئیل سبق ووایه چې پوه او هوښیار سړی درنه جوړ شي. دا خبره په ما باندې ښه ولګېده او په دې پوه شوم چې پوهه او هوښیاري مې خوښه ده. هغه وخت زه هوښیار نه وم مګر هوښیاري مې ښه ګڼله او ناپوهي راته بده ښکارېده نه پوهیږم چې دغه تمیز ما له کومه کړی و او یو بې عقل څنګه پوهیدی شي چې عقل ښه دی او بې عقلي ښه نه ده خو اوس پوه شوم چې ماشومانو ته که څوک هر څه هر رنګه وښي  هماغسي یې ګڼي او له ځانه څه فکر نشي کولي. (ګل پاچاه الفت، ۱۳۹۱: ۲۱).

پورتني متن کې ګورو چې له څومره باریکیو څخه د مانا په افاده کولو کې کار اخیستل شوی ده د هرې جملې مانا له ژبې بهر په نا ژبني اوب پورې تړاو لري، لکه پورته چې وئیل شوي دي زه وړکی وم اګر که اوس هم لوی شوی نه یم دلته لوی د عمر په مانا نه بلکه دا مانا ورکوي چې اوس هم عالم شوی نه یم  بلکه د ماشوم په شان نا پوهه یم، د متن په بل ځای کې وايي چې د دوه خرو اوربشې نشي بېلولی، مانا دا چې ډېر بې عقل دی سخت کار خو پرېږده چې یو اسانه کار هم نشي کولی؛ همدارنګه د متن بل ځای کې  وايي چې لوستي کسان کم او  نا لوستي کسان ډېر دي په ټوله کې متن دا مانا افاده کوي چې په ماشومانو باندې سبق ووایی بله مانا دا افاده کوي چې د ماشومانو الګو تاسو یاست هغه له تاسو څخه زده کړه کوي په خپله د ښه او بدو فکر نشي کولی. په ټوله کې اوب (چاپېریال) هرې ژبې په مانا کې اساسي رول لري او باید د اوب اړوند برخو ته په پام کې نیولو سره څېړونکی، ژباړونکی او داسې نور لیکوالان خپل اثار په کره توګه بشپړ کړي.

  • پایله:

د دې سیمینار په ترتیبولو کې د بېلابېلو ماخذونو په لوستلو سره د معلوماتو کچه څه نا څه پياوړې شوه او دا څرګنده شوه چې د ژبپوهنې علم یوه فراخه ساحه رانغاړي، چې د نړۍ په کچه ټول دیني، مذهبي، علمي، فرهنګي کلتوري، سیاسي، اقتصادي مسائل د یوې ژبې د مانا په برخه کې له بېلابېلو شرایطو له مخې د بدلون سبب ګرځي.

  • وړاندیز.
  1. یو ژبپوه باید د ژبې په اړه د ډېرو ژبپوهانو اثار ولولي، تر څو یو عمومي معلومات د ژبې په برخه کې تر لاسه کړي.
  2. د بېلابېلو ژبپوهانو نظرونو څخه باید منل شوي او د تطبیق وړ نظرونه مشخص او د منل شوي  نظر په توګه یې معرفي کړي .
  3. په خپل تحقیق کې باید د موضوع په اړه یو جامع تعریف وړاندې کړي او د مبهم تعریفونو وړاندې کولو څخه ډډه وشي. تر څو لوستونکی په اسانی سره د موضوع په اهمیت پوه شي.
  4. دا چې ژبپوهنه داسې یو علم ده چې د نړۍ په کچه فراخه ساحه رانغاړي نو اړتیا لیدل کېږي چې د هرې برخې لپاره په جلا جلا توګه څېړنې تر سره شي او ورسره سم رامنځته شویو ستونزو ته د حل لارې چارې وموندل شي.
  5. نو که چېرې یو ژبپوه غواړي چې د یوې سیمې یا هیواد په ژبه تحقیق وکړي یا کوم لیکوال وغواړي د یوې سیمې اثار وژباړي نو باید پورته ذکر شوي مسایل ور سره سم په پام کې ونیسي.
  • ماخذونه
  1. ښکلی، اجمل. ۱۴۰۱. د ژبپوهنې نظریې. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
  2. حمیدزی، راحله .۱۴۰۲. نظریه های زبانشناسی. کابل: انتشارات سمون.
  3. یمین، محمد حسین. ۲۰۱۳ م . اساسات معنا شناسي: بنگاه انتشارات میوند (بام)
  4. یمین، محمد حسین. ۱۳۹۸ هـ ش. دستور نقش ګرايي نظام مند هالیډې: کابل: کابلستان
  5. شاهد، سمیع الله . ۱۴۰۲. د هالیډې اوب چار : د ماستري دورې تېزس.
  6. الفت، ګل پاچاه. ۱۳۹۱. غوره نثرونه. د لر او بر ډاټ کام. بریښنايي کتابتون.

4 COMMENTS

  1. زه نه پوهیږم له دې خواري پښتو نور څه جوړوی
    دا متن مي و وایه و وایه اخیر پوه شوم چي ستاسي مطلب له اوب نه سکښت دی اوس چي یوه لرغونې کلمه سته اوب ته ضرورت څه دی چي لوستونکي ورکوی استاد ښکلی په ادبپوهنه کي دیر ښه دی نه پوهیږم چي‌ چا تیر ایستلی چي په ژبپوهنه کي خپل وخت ضایع کوي.

    • هامان صیب محترم تاسو ته په پوره احترام!.
      موږ چې د ژبې او ادبیاتو لېسانس او ماسټري کې څومره وخت په ادبپوهنه ضایع کړ، اوس یې ارمان کوو، چې کاش دا وخت مو په ژبپوهنه تېر کړی وای، ډېر څه به مو ترې زده کړې او نورو ته رسولي وای، خو بدبختانه لا هم ادبپوهنې کې ډېرې لیکنې کېږي، په داسې حال کې چې ادبپوهنه او د ادبپوهنې موضوعات ټول د یوه یا دوو سمسترونو په جریان کې زده کېدای او مفهوم ترې اخېستل کېدای شي، نوي څه پکې نه شته…، خو د ژبپوهنې په برخه کې پښتو ژبې د نړۍ د نورو ژبو په نسبت زما په نظر پنځه سلنه پرمختګ هم نه دی کړی، که د استاد پوهاند اجمل ښکلي، استاد پوهنوال عبدالجبار څپاند، استاد پوهنوال اسد وحیدي او نورو استادانو او ژبپوهانو هڅې نه وي، نو لیري نه ده، چې د پښتو ژبپوهنې برخه به لا شاته پاتې وي.

      • راحل صیب محترم ستاسو له نیک نظر څخه نړۍ مننه کوم: بلکل همداسې ده. که چېرې ټول استادان د نوموړو استادانو په څېر چې تاسو یې یادونه کړې ده، په خپلو اړوندو مضامینو کې همداسې د زړه له کومې څخه کار وکړي په ډاډ سره وئیلی شم چې راتلونکي محصلانو ته به د پښتو ژبې تر دې هم ښه معیاري پوهنځي چمتو شي.

    • هامان صیب محترم السلام و علیکم رحمة الله و برکاته، خوښ یم چې تاسو لیکنه لوستې او خپل ارزښتناکه نظر مو له مونږ سره شریک کړی دی، لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، د ادبیاتو ساحه ډېره فراخه ده او تحول پکې اصل دی ډېرې داسې کلمې شته چې مانا او تلفظ یې اوس اسانه شوی دی او مطلب هم ترینه ښه اخیستل کېږي. دا چې اوس زمونږه پښتو ژبه څه نا څه غني شوې ده د همدو استادانو د هڅو او زیار نتیجه ده. د لیسانس په دوره کې مونږه له لرغونو متونو پرته په ژبه او ژبپوهنه کې ځه نه درلودل که لرل مو هم خو په تصاب کې شامل نه و. همدا د استاد ښکلي هڅې وې چې لږ تر لږه یې د پښتو ژبې ډیپارټمنټ معیاري کړ. پاتې شوه د اوب خبره. دا کلمه استاد ښکلي رامنځته کړې نه ده بلکه نورو مجربو استادانو پرې دري او پښتو مقالې لیکلې او په کتابونو کې یې نشر کړي هم دي او د ټولو موخه د یو نوي مفهوم او معلومات تر نورو رسول دي. او دا هڅې باید دوام ومومي. په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب