شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو وړاندوینه شوې

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو وړاندوینه شوې

تاند (شنبه، د سرطان ۲ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې سبا (یکشنبې د سرطان ۳ او د جون ۲۳) د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه کړې ده.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، دایکنډي، بامیان، سمنګان، غور، سرپل او فاریاب کې به سبا هم ورښتونه دوام وکړي.

په دې ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۳۰ میلي مترو پورې اټکل شوې.

د هواپېژندنې اداره وايي چې د باد سرعت به په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو پورې وي.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکول کېږي چې د افغانستان د اپریل او مې د میاشتو د سختو ورښتونو او سیلونو له کبله شاوخوا ۵۰۰ افغانان مړه، سلګونه نور ټپیان او سلګونه کورونه ویجاړ شول.

د ملګروملتو او د هواپېژندنې د نړیوالو ادارو پر اساس، په افغانستان کې سږني ورښتونه په تېرو ۴۰ کلونو کې بې ساري دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب