چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Home+ځينې افغان دښمنه کړۍ د افغانستان د تجزيې خبرې کوي

ځينې افغان دښمنه کړۍ د افغانستان د تجزيې خبرې کوي

زه وایم
دار وي، که زندان وي که شرنګهار د زولنو
موږ به د هیواد د ابادۍ سندرې وايي

په نړۍ کې به هیڅ داسې هیواد نه وي موجود چې کورني او بهرني دښمنان ونه لري. دښمنان تل هڅه کوي چې د یوه هیواد د پرمختګ او یووالي مخه ونیسي. يواځې په دې تفاوت چې په ځینو هیوادونو کې دغه دښمنې ډلې ډیرې پاسیفي او د شمیر له پلوه هم کمې وي.

له بده مرغه زموږ د ګران هيواد افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وحدت کورني دښمنان د بهرنیو افغان دښمنه کړیو په مرسته تل کوښښ کوي چې په یوه یا بله پلمه د هیواد د پرمختګ او د ورونو قومونو تر منځ د یووالي مخه ونیسي. دغه کورنۍ مافیايې ډلې د هیواد په نا ارامۍ کې خپله بقا ګوري او له دې لارې کوښښ کوي چې له هیواد څخه بهر افغان دښمنه کړیو لپاره ښه د خدمت مصدر وګرځي.

د افغانستان د تجزيې لپاره لمړۍ هلې ځلې د انګریزانو لخوا د نولسمې پیړۍ په درېیمه لسیزه کې پیل او د نولسمې پیړۍ په روستیو لسیزو کې يې د ګندمک او د ډیورنډ د کرغیړنو په اصطلاح تړونونو له مخې يې پر هیواد تحمیل کړل.

د دویم ځل لپاره د هیواد تجزيې ډنډورې د شلمې پیړۍ په دویمه نيمايې کې د روسانو لخوا پیل شوي. په دې موخه روسانو د کابل د حکومت تر څنک معادل حکومت په مزار شریف کې د دې لپاره جوړ کړ چې د اړتیا پر وخت د افغانستان تجزيې ته د عمل جامه ور واغوندي. له نیکه مرغه افغانان په ډیر شهامت له دې کرغیړنې دسیسې څخه له ډیرو کړاوونو د زغملو وروسته روغ رمټ راووتل.

[ ] د درېيم ځل لپاره د هیواد د تجزيې لپاره د امریکایانو هلې ځلې له هيچا پټې نه وي. امریکایانو د دموکراسۍ د شعار لاندې د جنوب او ختیځ په ټکولو او ويجاړولو خپلو شومو موخو ته د رسیدو په خاطر دوام ورکړ. خو افغان واحد ملت يې په ډیر متانت مخه ونیوله.

[ ] اوس هم ځينې افغان دښمنه کړۍ د فدرالیزم او د تجزيې نارې سورې وهي او له دې لارې د خپلو بادارانو د خوښۍ او شومو پلانونو د عملي کولو لپاره په هلو ځلو بوخت دي.
[ ] سمه ده چې انګریزانو په دری جګړو کې د افغانانو لخوا له سترو ماتو سره مخ شول، خو تر څنګ يې د افغان ملت په سینه د بیلتون کرښه راکش، چې تر اوسه يې افغان ملت د اور په لمبو کې سوځي.

[ ] روسان هم په جګړه کې مات شول، خو په افغانستان کې يې د وروڼو قومونو تر منځ د بې اتفاقیو داسې تخم وشیندلو چې له امله يې څوک د ژبې، څوک د شمال جنوب او څوک هم د قوم او ټبر په پلمه د افغان د واحد ملت د زورولو لپاره د دوی په خوښه فعال دي.

[ ] امریکایان هم د جګړې په ډګر کې مات شول، خو عملا خپلو دسیسو ته په فعال ډول دوام ور کوي.

[ ] کورنۍ کړۍ هم فعالې دي. ګاونډي هیوادونه هم قرار ناست نه دي. د دې ټولو تر شا غښتلي لاسونه وجود لري.

د دغو کړیو له دې امله دلته سوله او امنيت نه دي خوښ، څکه دوی هله خپل ځانونه ارام او سوکاله ګڼي چي موږ په خپل هيواد کي په خپلو کې سره اخته وو. دغه کورنۍ مافیايې ډلې ځکه دلته په یوه واحد افغان ملت خوښ نه دي او د هيواد د تجزيې ډنډورې غږوي، تر څو دلته د دوی په خوښه او د دوی د ناروا مزو او چړچو لپاره کوچني او کمزوري په اصطلاح خپلواک هيوادونه رامنځ ته شي.

د افغانستان د کورنیو او بهرنیو ټولو دښمنانو ګټه یا د هيواد په ناامني کی او يا د هیواد په وېشلو کي ده. دوی هيواد ته د سولي په راتلو او د واحد افغان ملت په وجود کې خپله ګټه او بقا نه ویني.

په دې جګړه ځپلي هيواد کي سوله او امنیت يوازې په یوازې د دې هيواد د رښتينو څښتنانو په ګته ده، کوم چی دوی په خپلو منځو کي هیڅ ډول ستونزه نه لري. سوونه کلونه يې د اسلام د سپېڅلي دين په رڼا کي د خوږو وروڼو په څیر، يو د بل په څنګ کي ګد ژوند کړی دی او بیا هم د تل لپاره دلته د يوه واحد، يوموټي، مسلمان، پرمختللي او ګډ هيواد په شتون کې پر ټغر پر اوسېدلو او ژوند کولو خوښ دي. خو دغه د هيواد او خلکو کورني او بهرني دښمنان سولي ته د رسیدو لپاره ځينې وختونه دروغین او کاذب شعارونه ورکوي.

په حقيقت کې دوی سوله او امنیت نه غواړي. دوی د سولي تر عنوان لاندي غواړي چې واک تر اوسه او یو ځل بیا هیواد په وینو ولمبوي. دوی د هیواد ويجاړولو او ویشلو ته خورا زیات لېوال دي. دا به د دوی لپاره د اختر او خوښۍ ورځ وي.
خوشحال بابا به ویل:

مرګ له تندي په مذهب زما بهتر دی
نه ژوندون د دون همتو په اوبو

متقاعدجنرال دولت وزیري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب