شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهمحمود خان اڅکزی: دا خبره مو اوس سر ته لوېدلې چې پښتانه...

محمود خان اڅکزی: دا خبره مو اوس سر ته لوېدلې چې پښتانه څوک په ارامه نه پریږدي

تاند (شنبه، د سرطان ۲ مه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، چې کله د پاکستان د سیاستونو په ملاتړ او کله یې په مخالفت غږیږي، اوس ویلي د دوی سر ته لوېدلې چې پښتانه څوک په ارامه نه پریږدي.

هغه په چمن کې د سپین بولدک- چمن تر منځ په پاسپورټ او ویزې د جبري تګ راتګ خلاف اعتراضیه پرلت ته دا خبره کړې، خو نه یې دي ویلي چې دا خبره یې څنګه سر ته لوېدلې او څوک پښتانه په کراره نه پریږدي.

محمود خان پرته له دې چې د افغانستان نوم واخلي او ورسره خپل پیوستون وښيي دا هم ویلي، چې دواړه غاړه( اشاره یې ډیورنډ کرښې ته وه) د ده ځمکه ده او په پاسپورټ به ورته تګ راتګ ونه مني.

هغه زیاته کړه: دا لیکه ده او له دې لیکې اخوا زما تربور دی، دلته نورزی دی، هلته نورزی دی، دلته اڅکزی دی هلته اڅکزی دی، دغې خپلې ځمکې له زه په پاسپورټ نه ځم.

نوموړي پښتانه ملتپال ګوندونه وننګول، چې د چمن پرلت په ملاتړ ودریږي.

اڅکزي وویل:  دا چمن د اڅکزیو او د نورزیو او د فلاني نه دی، اوس دا خبره د پاکستان د ټولو ګوندونو سر ته لوېدلې ده او په ځانګړې توګه د پښتنو ځینو ګوندونو سر ته لوېدلې ده چې پښتانه څوک په ارامه نه پریږدي.

پاکستان له نږدې یوه کال راهیسې د چمن – سپین بولدک پر لاره دتګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل جبري کړي، چې پر وړاندې یې چمن کې اعتراضیه پرلت پيل شوی.

پاکستاني پوځ څه موده مخکې د دغه پرلت یو شمېر ګډونوالو ته مرګ ژوبله واړوله، خو د کرښې دې غاړې ته واکمنو طالبانو نه دا پېښه وغندله او نه یې تر اوسه پورې د یاد شوي پرلت په ملاتړ کوم غږ کړی.

7 COMMENTS

  1. د نړی تر ټولو بی غیرته قوم. څلویښت میلونه په پښتونخوا کی او شل تر پنځه وشتو په افغانستان کی مشت دی خو د نړی تر ټولو بیوزله، ډارن، جاهله او بیسواده طبقه ده. خویندی او میندی یی په تورخم او سبین بولدک کی د طبابت په خاطر بی عزته شوې خو دوی اوس هم د مرګ په خوب ویده دی او نغواړی چی په خپلو ښځو او لورانو باندی درس او تعلیم وکړی. خپله لږ فکر وکړی آیا بیسواده، او نا لوستې مور سالم اولاد جامعی ته تقدیم کولی شی؟ پښتون آینده نسل ته لږ فکر وکړی په ټولی دنیا په صفت د تروریست او غلو شهرت لری دا ټول د چا له لاسه؟

  2. محمود خان وائی:
    دلته اڅکزی او هلته هم اڅکزی، دلته نورزی او هلته هم نورزی اوسی ( البته مضمون ته نژدی تعبیر ).
    امّا یوه خبره را یاده سوه:
    څلویښت کلونه مخکی د دوستانو په بانډار کی مو د بولدک د سیمی یو مخور او شتمن نورزی کس هم ناست ؤ ، دی کس د ظاهرشاه د وخت یوه خاطره بیان کړه:
    ” موږ څو کسان چی ښه ځوانی او فاخری جامی مو په تن او فاخری لونګیانی مو پر سر وی د کابل په یوه جاده کی روان ؤ، بغل ته مو یو موټر ودرید ، یو ځوان د موټر د دروازی ښیښه خلاصه کړه او تر سلام وروسته ئی را ته وویل چی زه شهزاده احمد شاه یم او را نه ئی وپوښتل چی ځوانانو د کوم ځای یاستئ؟ د نورو په نمایندګی ما ور ته وویل چی صایبه د کندهار ولایت د سپین پولدک یو. مستقیماً ئی را نه وپوښتل چی اڅکزی یاستی که که نورزی؟ ما ور ته په جواب کی وویل چی موږ دری نورزی یو او دا یو ترین دی “.
    نو خبره می دا ده چی زموږ د وخت ټولو حاکمانو زموږ د ټولنی د قومی – تباری جوړښت څخه ډیری پټی او ښکاره ناوړه ګټی پورته کړی دی.
    بل عرض می دا دی چی:
    تُرک وَلی ، فارس وَلی، عرب وَلی ، کُرد وَلی، پښتونولی، تاجګ وَلی، ازبک ولی او ……. شاید یوه طبیعی پدیده وی خو په پښتون وولس کی د تباری او قومی جزیرو شتون ته اهمیت او پاملرنه او ترویج یوه مناسبه او حتی زیانمنه هڅه ده.
    محمود خان خو ځانته یو روشنفکر مبارز وائی، چی ولی دا ډول مسائل مطرح کوی موږ نه پوهیږو ( البته پوهیږو خو د بل پوهیده سخته خبره ده ).

    • ټه خو قزلو د خمیني عبادت کوئ. دا هم اووایه چې ، ته قزلباش یې. هغه جرمن انلاین کې به د جنبش سره خپل لړلي ژیړ میدان هیر نه وئ؟

  3. که همدا سړی ولسمشر شوی وای او یا هم صدراعظم په خدای قسم چې تر پنجابی به کم نه و. بله خبره دا هم ده چې اوس هم تر پنجابی زیات د پښتون دښمن دي دوست یې ولا که وي. کاکړ یې نمونه ده. د ده یوه مرکه مې اوریده چې ویل: د دیورند لاین خبره را پورته کول ضرور نه ده. خو نن بیا چې نه ولسمشر شو او نه یې ګوند چندانی کرسۍ تر لاسه کړې بیا پښتون شو. نورزیي یې ورور شو. مخ دي تور شه. همداسې د پاچا خان کورنۍ پسي در واخله… تر ټولو ډیر ظلم له پښتنو سره پښتنو واکمنو کړی دی. جنرال حمیدګل، او شیرپاو یې ښې بیلګې دي. دوئ به د افغانانو په تیرو رژیمونو کې تر ټولو ډیرې پیسې تر لاسه کولې، خو وفاداري به یې بیا د پاکستان له پوځ سره وه.

  4. MAHMOOD KHAN SAHIB// WHEN MASHALKHAN TAKAER COME TO KABUL HE WANTED START MILI QYAAM AGAINST PAKISTAN/BUT YOU COME TO SERRINA HOTEL COUNTR LOBBY ,
    YOU RECOGNIZED WHO COME TO MASHAL KHAN,
    YOU GETTING MONEY FROM NAWAZ SHAREEF
    YOU ARE NOT HONEST FOR PUKHTOON HOW YOUR FATHER RAKHMATULLAH ALIHEE WAS, HONEST,
    YOU AND ASFANDYAAR ARE JUST KEEP YOUR POSATION

    POKHTOON NEED ONE ACTIVE LEADER NOT INTILLEGENT
    POKHTOONS MUST GET FREEDOM BY WEAPONS NOT BY CRYING
    THANK YOU

  5. باچا غُله!
    را ته غوږ سه!
    د یو انصاف او بصیرت د خاوند دې پوښتنی به څه جواب ولرې که در نه وپوښتی چی:
    د انګریز او شوروی او چین او امریکا او المان او فرانسی او هند او پاکستان او یهودو او خلیجی پلیدو عربو او ….. مزدورانو غاښونه روغ رمټ دی او هیچا ور ته زیان نه دی رسولی نو د خمینی مزدورانو ته به ته او ستا غوندی ګوزو ډک کس څه زیان ورسوی؟
    تا غوندی غُلانو او چاپلوسانو او جاهلانو ته به سخته وی چی د غلام حضرت د افکارو او عقائدو د درک توان ومومی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب