چهارشنبه, اپریل 17, 2024
Homeادبکره کتنهبا یزید روښان او اشراقي معرفت؛ د خیرالبیان نوي او تازه شننه 

با یزید روښان او اشراقي معرفت؛ د خیرالبیان نوي او تازه شننه 

ع.سوله مل                                                                                                                   

 بایزید روښان او اشراقی معرفت د هیواد د هڅاند لیکوال او څیړونکي اکبر کرګر تازه چا پ شوی څیړنیز اثر دی چې په دې وروستیو کې د چاپ په ګاڼه پسولل شوی دی. دا اثر د پښتنو د ستر عارف، ملی مبارز او د روښاني ادبی مکتب بنسټګر بایزید روښان د خیرالبیان د نامتو اثر تازه فلسفی، عرفانی او اروایی څیړنه او شننه ده. روښان او روښانی غورځنګ او په دغه تاریخي جریان پورې تړلی ټول عناصر: فلسفه، عرفان، ارواپوهنه، د استبداد او بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د هغه مبارزه او مجاهده له ډیرو کلونو راهیسې د لیکوال د لوست او څیړنې مشغولا او شوق جوړوی. لیکوال د دې اثر دمخه هم په دې غورځنګ او تاریخي جریان پورې تړلی دوه اثره: (په حالنامه کې د بایزید روښان عرفانی او فلسفي څیره او بل د میرزاخان انصاري فلسفي او عرفانی نړۍ لید) لیکلی او خپاره کړي دي. 

نوموړی د دې موضوع او جریان څیړنه څو انګیزې بولي: یو دا چې غواړی د خپلو تازه موندونو په بنسټ خپله پخوانۍ څیړنه بشپړه کړي او بل هسې چې ښايي په دې برخه کې د افغان او بهرنیو څیړونکو کار خورا نیمګړی او په هیڅ حسابوی. هغه په خپلو داسې څیړنو نور څیړونکی هم هڅوی چې د دغه لوی تاریخی شخصیت په ګڼو اړخونو لا ژوره څیړنه وکړي او په دې توګه د روښان په باب ډیرې ناویلی خبرې د نورو په خولې جاري او د حا فظې ملګرې کړي.

روښان د پښتنو د تاریخ ځلاند او د ویاړه ډک څپرکی او ویاړ دی. هغه د پښتنو د معاصر تاریخ د هرشي پیلامه ګڼلی شو.

هغه د پښتنو د ځان خبرتیا پیلامه ده او له نامه سره ېې د پښتنو د لیکلی ادب او سیاست شروع تړلی ده. دی لومړنی پښتون پیشوا او رهبر و چې د پښتني خپلواک دولت طرح ېې وړاندې کړه چې له ده څو پیړۍ وروسته یې اسلافو په واقیعت واړوله او ننی افغانستان یې د یو خپلواک هیواد په توګه محصول شو. خو روښان او د ده عرفانی او فلسفي افکار د پښتنو په تاریخ کې د دومره لوړ ځای او ویاړ سره سره هسې چې ښا يي هیچا نه افغانانو او نه بهرنیانو تر دې دمه نه دی ارزولی. او هسې چې ددې اثر لیکوال وایی که په دې اړه څه څیړنی او لیکنې شوی هم دی نیمګړې او په نشت حساب دی. 

بایزید روښان او اشراقی معرفت ددغو نیمګړو هڅو د بشپړتیا په لوردلیکوال یوه نو ښتي هڅه ده . په دې اثر کې په لومړی ځل ددغو پوښتنو په ځواب میندنو تمرکزکیږی چې ددغه ستر عارف د عرفانی باورونو سرچینه له کومه ځایه خړوبیږی او له لرغونو یونا نی ، رومی فلسفې او زاړه هندی عرفان سره ېې تړاو څه دی؟

لیکوال د ده د نورو څیړنیزو اثارو په څیر په دغه اثر کې هم لومړی په هر اړخیزه توګه د موضوع اړوند مفاهیم تعریف او تشریح کوی او بیا یی دسیمې او نړۍ د عارفانو او فیلسوفانولکه شیخ الریس ابوعلی ابن سینا او شیخ شهاب الدین سهروردی د عرفان او فلسفې په رڼا کې پرتلیزه شننه کوی .

ددې اثر له ټولو مهم ټکی او ځا نګړتیا چې دا اثرپه روښانیانو د نورو څیړونکو له څیړنو بیلوی د روښان د افکارومعاصره اروا پوهنیزه څیړنه او شننه ده. په دې اثر کې د روښان د خوبونو اروایی څیړنه خورا تازه او په زړه پورې بحث چوړوي.

لیکوال د مخه ددې چې د روښان خوبونه تعریف کړي. په ټوله کې د خوب لیدنې فلسفه تشریح کوی او د هغې په ارواپوهنیز اهمیت غږیږي. په دې لړ کې د رمزونو او سمبولونو بحث ته هم ورګډیږي او په دې اړه د معاصرې ارواپوهنې د وتلو استازو په ځانګړې توګه د کارل یوستایونګ ډیر نظریات راخلی او د هغو په رڼا کې د پیر روښان خوبونه تقسیروی .

کتاب ټول ټال اته څپرکي لري : په لومړیو پیتځو څپرکو کې لیکوال د روښان اشراقی فلسفه تعریفوی او بیا یی د ابن سینا او سهروردی له فلسفی او عرفانی افکارو سره پرتله کوي. وروسته د روښان پیر اروایی بحران ته تم کیږی او د هغه په وړاندې د معنوی روښنا يي  د شرابو او اوبوذکر راخلی، د شیخ محی الدین اکبر او حظرت حظر د کراماتو او معجزو یادونه کوی، او له دې وروسته په ټوله کې د خوب لیدلو په اروایی اهمیت غږیږی، رمزونه او سمبولونه تعریفوی او د حیات یا د ژوند د چینې بحث راخلي.

د کتاب وروستی درې څپرکي د خیرالبیان اشراقی معرفت او دهغه د عرفانی او فلسفی لارښونو تشریح ته بیل شوی. او د پښتو ژبې په پرمختګ کې د خیرالبیان اهمیت هم بیانوی. 

د خیرالبیان عرفانی اخلاقی سیستم هم دورستی بحث ارزښتمنه برخه چوړوي.

دا اثر که څه هم د روښان پیرپه هکله خورا تازه او په زړه پورې معلومات لری خو لا هم افغانان د روښان بشپړې پیژندنې ته اوږده لارپه مخ کې لری. او هسې چې روښان د پښتنو د ځان خبرتیا پیلامه وګرځیده  او د وی ته ېې هویت ورکړهیله ده داکتاب د روښان پيژندنې بشپړاو کره معرفت ته لار پرانیزی .او پا یله ېې د روښان پیژندنې لوی څیړنیز مرکزونه شي.   

1 COMMENT

  1. سلام نثار احمد اعظمی یم وروره دی خیرالبیان کتاب چیرته پیدا کولای شم کولای شی معلومات راکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب