سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeکلتورلندن میشتي لیکوال او د کرګر د تازه خپرو شوو کتابونو مخکتنه 

لندن میشتي لیکوال او د کرګر د تازه خپرو شوو کتابونو مخکتنه 

     سليم شاه 

د دسمبر دمياشتي په اولسمه نيټه  دلندن ميشتو ليكوالو او شاعرانو غونډه  داكبر كرگر په دريو چاپ شوي واثارو:

1: پښتو شعر او تېر ارمان 

 2: د وخت ضرب اودژوند كرب  چې دعطايي ملا په غزلياتو شننه ده

 ا3: د بايزيد روښان اشراقي معرفت 

په اثارو راټوله شوې وه. خو موږ په دې رپوټ كې په څو مسلو خبرې كول غواړو ۔ 

اول د هيواد په باب انديښنه: 

تر دې دمخه چې د غونډې او منډې رپوټ ته راشو يوه خبره يا ببره درسره شريكوم او هغه دا چې د نونسمي پيړۍ په زياترو افغاني متونو او د٬٬اميرعبدالرحمان خان بقلم خود٬٬ ليكنو كې افغانستان د ٬٬مملكت خداداد افغانستان٬٬ په نوم ياد شوى ۔ د دې مانا دا ده چې دا ملك موږ ته په ميراث نه دى پاتې بلكې يو چا تحفه اوسوغات راكړې دى!!! او د پنڅه زره كلن تاريخ كيسې هم هسې ببولالي دي. مطلب دادي چې كه دا زموږ ملك واى نو واك به يې هم زموږ واى ۔ هغه ږيره زما او واك يې دملا خبره ده . ۔په ۱۹۹۲ كال كې چې د بينين سيوان درامه د سيوانو (سيبانو) پسې ولاړه نو مجاهلين را دبره شول ۔ دا هغه قشر وو چې يوازې په جنگ اوغارت اودپړې په اوږه گرځولو پوهيدل ۔ هغه څه چې دوې پرې نه پوهيدل اونه يې په ذهن اودماغ كې ول. هغه دوطن پالنې روحيه اومفهوم وو۔ دوى وطن نه پيژانده ۔ دوې ته وطن يعني د هسپانېې نه تر اندونيزيا پورې اسلامي حيطه او كه لنډه يې كړو نو اسلام اباد اوپاكستان وو۔ دوى همداسې روزل شوي وو ۔ خو چې دوې هم د خروړې دسپو په څير په كابل كوڅو كې هم يوبل اوهم بيوزلي خلك وڅيرل نو بيا د٬٬مملكت خداداد مالك٬٬ امريكي كماندويان پاكستان ته راواستول اوهلته يې بله پروژه دطالب په نامه پيل كړه ۔ طالبان په خپلو عملياتو كې تر امو ورسېدل ۔ مجاهلين كولياب ته لاړ ل .دكابل دپايتخت څوكۍ يې په كوني پورې ميخ وه ۔ لاپو يې ټوله دونيا په سر اخيستي وه ۔  خو چې دبى ۵۲ الوتكې راغلي اوپه ډيره بيشرمانه توگه يې يو ه يوه دكانسرو قطيۍاو دوه دالره را گوزار كړل دا ملت يې په رڼا ورځ دومره سپك اوحقير كړ چې تاريخ يې مثال نه لري( دا مطلب هووارد زين هم تروريزم اوجگړه كتاب كې په ښه توگه شرح كړى دى ۔ ) ۔ نوى كرزې سالاري جوړه شوه دجناح په څير يې كراكري او پر سر اوچپن ورته په اوږه واچوله ۔ د نوى مملكت خدايدا د افغانستان مالك الحاج بوش هڅه وكړه د٬٬اوپره٬٬ ( داوپره اصطلاح  دامير عبدالرحمان په وخت په كندهار كې هغه كسانو ته چې باركزايي اوپوپلزايي به نه وو كارول كيده ۔)قشر نه يو نوى ارستو كرات اوايليت(نخبه گان ) قشر جوړ كړي.هغه يې لومړي په دالرو وپړسولو اوبيا يې په واك كې را وستل ۔ دا هغه بي ضميره اوبي وجدانه قشر وو چې دبوش له اجازې پرته يې دخپلې ميرمنې سره ملاسته هم نه كوله ۔ تاريخ شاهد است ،(سپنتا شاهد نيسست بلكي كوه و دمن مملكتت خداد داد شاهد است۔ حافظه تاريخ مانند قيصاري بې رحم است ) ۔ دوې داسې دقدرت استمنا په واقعيت بدله كړه چې بس نو څنگه به ترې څوك خلاص شي ؟ اوس نو دادې هغه څه چې دبشريت په تاريخ كې يې ساري نشته دلته لوبه كيږي لكه اوسنې ټولټاكني ۔ چې د۳۵ مليونو پر ځاى دوه مليونه حاضر شول اوپر هغو هم جوړ جاړى ونه شو ۔ خليل زاد ديو بل برده په حيث كښته پورته كيږي ۔ دطالب چارواكو سورينونه ورځ په ورځ په قطر كې پلنيږي ۔ ژوندپه اوږدو نه غواړې بلكې په سارو (سوريا عرض ) يې غواړي . يو وخت به راتلونكي نسلونه دا پوښتنه وكې ؟ چې دا استقلال .خپلواكي،منافع ملي فرهنگ ملي اوداسې نور ملي اوبادرنگان او گازرې څه ته وايي ؟ خو دا هم ومنۍ چې دا دافغانستان خلك هم بلا خلك دې ۔ هغه دكندهاري دگونگوټ خبره ده چې په ښوروا كې لويدلي وو ۔گونگوټ يې بيرته را پورته كړي په شونډو يې وزبيښه ويل: ٬٬په كوران كه ته هم له ما غوړه كونه يوسې ٬٬۔ نو چارواكو او يعني تاسو چې په څلورو پښو روان ياست او د غلامۍ دروند پيټې مو په اوږو پروت دى پوه شئ ۔ چې سمه ورځ به ونه وينۍ   

بده به نه وي  چې يوه خبره د مملكت خداداد افغانستان نايب اشرف غني ته هم وكړم چې يو وار شاته وگوره . تېر ۴۰ يا ۵۰كلونه وگوره هلته هم ډېر ښه اوبا انرژي مشران دخوا اوتر ذنې لاندې فاسدو او چاپلوسو او دالر پرستو له خوا په صفر كې ضرب شوي دي ۔ ستا په خوا كې هم كم نه دى ۔ هيله ده په دې وپوهيږي چې كه څوك درته وايي چې په تا دم شوى چې څوك دې نه ويني او لوڅ گرځه نو خلك سترگي لري ټول دي ويني ليري نه ده چې ته هم يو مهال د تاريخ يوه برخه شي . ددې هيواد فرهنگ يو مهال دسلجوقي ، بينوا ، مجروح ،الفت، حبيبي او نورو له خوا اداره كيده خو ستا چارواكو باندې چف شوى چې ((ثمن بكمن عمين فهم لا ير جعون.))

موږ چې دلته بي وطنه اوكډوال يو دمحقق خردوان په خوله موږ سگ شويي نه كوو ۔ موږ زحمت باسو دوطن حسرت زغمو ۔ خو حرام نه خورو ۔ اونه غلا كوو۔ 

دويمه برخه : 

دويم دغونډې دگډون كوونكو دويناوو محتوا 

غونډه دټاكلي مهال نه لږ څه ناوخته پيل شوه. دا ځكه چې په دې ماشيني عصر كې چې د زمان او وخت مسالي اوس  فلسفي شننو او ارواپوهني ته هم لاره كړي. دحضرت يونس په دولس كاله دماهي په گيډه كې پاتې كيدلو داستان باندي استناد كيږي ۔ اويا دا چې زموږ اولسي شاعرانو به ويل ۔ دولس كاله شپه وه چې معراج ته پيغمبر تلو او لوي دوست داكبر تلو۔ همدارنگه په اسماني كتابونو كې دزمان او د اساطيرې زمان په باب ډېر مثالونه شته ۔  خو موږ لا دا عادت نه دى پري ايښي چې په خپل وخت يو ځاى ته حاضر شو ۔ 

نو ياران هم لږ څه ناوخته راغلل اوچې ناوخته راغلل نو غونډه هم ناوخته پيل شوه اوناوخته پاى ته ورسېده ۔ غونډه  چې دعبدالله مياخيل له خوا پر مخ وړل كيده ۔ لومړې يې دتيليفون په وسيله له محترم او دقدر وړ عطايي ملا نه غوښتنه وكړه چې خپلې خبرې وكړي.

دغونډې لومړې ويناوال زموږ سپين ږيرې صوفي اوعارف مشرب  ملا عطايي وو ۔ چې له امریکاپه ليكه شو او ښې خوندورې خبري يې وكړي ۔ ملا عطايي زياتې خبرې په پښتو شعر اوتېر ارمان يا نوستالژيا را ټولي وي او په دې اړوند يې ښه خوندور ه شننه وكړه هم په اساطیېرې بنياد اوهم په عرفاني او فلسفي بنياد. عطايي ملا د خبرو په منځ منځ كې يو شعر بلكې څو شعرونه هم زمزمه كړل : 

فرنگى پريږدئ چې غري په بمونو نه ختميږو 

سامري دالر تباه كړو،غازي ډز په دې دجال كړه  

يا داچي : 

څه د غم اغزي يې شنه كړه ،دباروتو بارانونو 

څه خودكش غضب يې ويښ كړ د بمونو اوازونو 

زموږ سل مري د ده يو مري فرنگي تيغ بندي كړې 

زورور اثر يې وكړ شكرانې دا ډالرونو،

 دعطايي ملا نه وروسته سليم حيات هم په پښتو شعر او نوستالژيا په اثر باندي سيستماتيكي اومنسجمې خبرې وكړي ۔ يادليكوال داثر په بيلابيلو مسايلو خبري وكړي او په دى ترڅ كې يې داحمد شاه  بابا ديو نس= وستالژيك شعر اوهم دارنگه درحمان بابا دشعر په تداخل باندې خبري وكړې ۔ خو ددې په ترڅ كې يې دا خبره جوته كړه چې ليكوال په خپله څيړنه كې دزمان عنصر ډير ښه څيړلي اودا كار په پښتو ادب اوڅيړنوكې نوى عنصر دى:

د برگسون په فلسفي سيستم  كې زمان يا مهال خاص مفهوم لري ، . هغه په دې باور دى  چې نجومي زمان چې دسپنسر په نظر دموجوداتو دتحول په توجيه كولو كې بې وسه دى لا تر دغه مهاله دغه بې وسې برگسون ته دپيژندنې وړ نه ده ۔  ٬٬ 

له سليم حيات نه وروسته شاعر نظيف تكل  دوخت ضرب كه دژوند كرب په باب خپله مقاله ولوستله هغه په خپله وينا كې دشعر دا ډول څيړنه اوشننه چې هم له فلسفي ليده اوهم دارواپوهنې له ليده  په پښتو ادبياتو كې نوى كار دى ، كرگر په څيړنه كې نوى لاره پرانيستې ده .هغه دشاعر په زوكړه او زده كړه خبرې نه كوي بلكې راسا متن ته ورځي اومتن  اودشاعر فكرې دونيا ته ورداخليږي . 

شاعر افضل ټكور هم دپښتو شعر او تېر ارمان په باب خپلې خبرې را ټولې كړې وې او دياد اثر په نويوالي  او انگيزو باندې يي خبرې وكړي ۔

په پاى كې ښاغلي غلام محمد كامه وال  خپل يو خوږ شعر ولوست ۔ دچا خبره چې په څلورو ټكو كې يې دكرگر دفرهنگي فعاليتونو  لنډه يادونه كړې وه . له هغه وروسته بيا هم نظيف تكل خپل يو شعر اكبر كرگر ته ډالۍ كړ  چې متن يې دلته لولۍ : 

زما ليكوال اشنا كرگر ته 

نبض

تا قلم پر كاغذ ايښي  

شيبې په څوكې شماري 

تنهايي درسره ناسته 

دسكوت سره غږيږي 

دا ته څومره زړور يې  ؟ چې تورتم كې

 له تورتمه روايت كړې ! 

تا قلم پر كاغذ ايښي  

دماشوم سندرې اورې 

دوطن نبض دې نيولې 

ناگهانه په خندا شې 

چې يې غږ دزړگي 

حس كړې !

دا ته څنگه ليونى يې ؟ 

چې قبرو له څنگ تيريږي 

وركې ايښي 

ستوري شماري 

تا قلم پر كاغذ ايښى  

ددې لوبې تماشه كړې 

او! خپل درد په لاس كې زبيښې 

اوبل نسل ته كيسه كړې ۔ 

په تکل پسې د دری ژبې وتلی شا عر او کره کتونکی سید رضا محمدی ستیچ ته راوبلل شو . نوموړی په دریوواړو اثارو په لنډو وغږید . د کرګر ټول اثار ېې یو له بله سره تړلی وبلل .

دغونډې وروستى وينا وال سوله مل شينوارى وو چې دبايزيد روښان په اشراقي معرفت يې ډېرې كوټلي اوبنسيزي خبري وكړي ۔ هغه په خپلو خبرو كې دا هم جوته كړه ۔  چې كرگر ولي په روښانيانو زيات تمركز كوي ؟  هغه وویل:روښان او روښانی غورزنګ او ددغه تاریخي جریان پورې تړلی ټول عناصر : فلسفه ، عرفان ، ارواپوهنه ، د استبداد او بهرنیو یرغلګرو په وړاندې د هغه مبارزه او مجاهده له ډیروکلونوراهیسې دلیکوال د لوست او څیړنې مشغولا او شوق جوړوی. لیکوال ددې اثر دمخه هم په دې غورزنګ او تاریخي جریان پورې تړلی دوه اثره : ( په حا لنا مه کې دبایزید روښان عرفانی او فلسفي څیره اوبل  د میرزاخان انصاري فلسفي او عرفانی نړۍ لید) لیکلی او خپاره کړي دي .

نوموړی ددې موضوع او جریان څیړنه څو انګیزې وبللې: یو داچې لیکوال غواړی د خپلو تازه موندونو په بنسټ خپل پخواني څیړنه بشپړه کړي او بل هسې چې ښايي په دې برخه کې د افغان او بهرنیو څیړونکوکار خورا نیمګړی او په هیڅ حسابوی . 

غونډه د ماښام په لسو بجو پایته ورسیده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب