شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهواشنګټن پوسټ: اقلیمي بدلون په افغانستان کې له کوکنارو سره مبارزه ګواښي

واشنګټن پوسټ: اقلیمي بدلون په افغانستان کې له کوکنارو سره مبارزه ګواښي

تاند (شنبه، د سرطان ۲ مه) د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، اقلیمي بدلون په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د اړولو لپاره د طالبانو هڅې کمزورې کوي.

راپور وايي، جنوبي ولایتونه، چې له اوږدې مودې راهیسې د تریاکو په تولید تکیه کوي، له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي ځکه چې اوږدې وچکالۍ پر بدیلو فصلونو د بدلولو وړتیا اغیزمنه کړې ده.

راپور وايي، له سخت اقلیم سره سره، په دې سیمو کې د کوکنارو کروندو په تاریخي توګه وده کړې ده.

د طالبانو له بندیز مخکې د هېواد د جنوب د کرنیزو مځکو په درو کې پر دوو برخو کوکنار کرل کېدل.

وچکالۍ ځینې کروندګر دې ته اړ کړي چې خپلې کروندې پریږدي، په داسې حال کې چې نور د ګټورو بدیلونو په لټه کې دي.

راپور وايي، د هلمند سیند په حوزه کې د ځمکې لاندې اوبو کچه، چې د اوبولګولو لپاره خورا مهمه ده، د 2003 او 2021 کلونو ترمنځ په اوسط ډول 8.5 فوټو ته راښکته شوې، چې وضعیت یې لا پسې خراب کړی دی.

راپور د ملګرو ملتونو اندیښنې په ګوته کوي، خبرداری ورکوي چې د کوکنارو له کښت څخه نورو فصلونو ته په بریالیتوب سره د لیږد ناکامي کیدای شي د افغانستان له پولو هاخوا اغیزې ولري.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد و، چې د نړیوال مارکېټ له ۸۰ سلنې ډېر تولید یې کاوه. د طالبانو له خوا د نشه يي توکو د بنديز له پلي کېدو وروسته د تېر کال پرتله توليدات د پام وړ کم شوي دي.

1 COMMENT

  1. دغه کوکنار به یرغلګرو پخپلو جنګي الوتکو کې وړل.اوس د غرب او امریکي د هیروینو تجارت مخ په ځوړ ده بیا د افغان ولس مخ په څپیړه وهي. تف لعنت په دغو د بشریت په دښمنانو دغه ددرواغو ډڼډورچیان بیا په بوغارو سول. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب