شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپنجاب کې یوه کس خپله مور او ۳ خویندې د « غیرت»...

پنجاب کې یوه کس خپله مور او ۳ خویندې د « غیرت» په نوم وژلې دي

تاند (شنبه، د سرطان ۲ مه) د پاکستان پنجاب په خانیوال سیمه کې یوه کس د غیرت په نوم خپله مور او ۳ خویندې یو ځای په ډزو وژلې دي.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې دغه کس کور ته له ننوتو سره پر خپلې مور او خویندو ډزې کړي او له وژلو وروسته یې له سیمې تښتیدلی.

د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز دا پېښه غندلې او د قاتل د نیولو او مجازات امر یې کړی.

د پاکستان تر واک لاندې بېلابېلو سیمو کې په پرله پسې ډول د داسې پېښو خبرونه زیات شوي.

پاکستان له هغو هېوادونو دی چې د داسې وژنو سطحه پکې لوړه ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي.

1 COMMENT

  1. مونږ ته ېې ټول عمر وېلی چی پنجابېان بی غېرته خلک دی نو دلته اوس د غېرت ټکی له کومی راغی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب