شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهطالبانو د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د م.م. راپور رد...

طالبانو د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د م.م. راپور رد کړ

تاند (شنبه، د سرطان ۲ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو په اړه د ملګروملتو د سرمنشي انتونیو ګوتریش راپور رد کړ.

د دغه وزارت ویندوی عبدالمتین قانع د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د سرمنشي د څرګندونو په غبرګون کې وویل، ملګري ملتونه تل هڅه کوي چې د افغانستان وضعیت ناامنه او بې ثباته وښيي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، ملګري ملتونه باید د افغانستان واقعیتونو په پام خپل نظر وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په دغه هېواد کې تر ۲۵۰۰ ډېرې امنیتي پېښې ثبت شوې دي.

د ښاغلي ګوتریش په وینا، د روان کال د فبرورۍ، مارچ او اپریل په میاشتو کې ناامني د ورتېرو درېیو میاشتو په پرتله ۵۵ سلنه زیاتې وې.

په همدې حال کې د مخدروموادو له امله رامنځته شوې پېښې ۹۷ سلنه زیاتې شوي او له ۲۱۲ څخه ۴۱۸ ته رسېدلي دي. ډیری دا پیښې د افغانستان په مرکزي، شمال ختیځ، جنوب ختیځ او جنوبي سیمو کې شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د دغو ناامنیو اصلي لامل د کوکنارو پر کښت د بندیز د فرمان د پلي کېدو لپاره د حکومت د چارواکو پرېکړه وه.

په تیرو دریو میاشتو کې د ځمکو پر سر شخړې له ۲۰ څخه ۵۱ ته لوړې شوي دي. دا جګړې تر ډېره د افغانستان په جنوب او ختیځ کې شوې دي.

په دې موده کې د وسله والو نښتو شمېر له ۷۵ څخه ۱۰۶ ته لوړ شوی، خو چاودنې کمې شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازي د افغانستان درې میاشتنی راپور امنیت شورا ته وړاندې کړ.

مېرمن اوتنبایووا غونډې ته وویل چې د افغانستان پر وضعیت د بحث لپاره رابلل شوې وه، وویل، که څه هم په افغانستان کې سیاسي ثبات بهتره شوی، خو پر مدني ټولنې، سیاسي مخالفانو او رسنیو د طالبانو فشارونه دوام لري.

هغې وویل: “سیمه له افغانستانه د تروریزم یا هم افراطیت د بالقوه خطر د خپرېدو په اړه د باور وړ اندېښنې لري، دوی دغه راز د مخدره موادو پر وړاندې په مبارزه کې د لا پراخې همکارۍ د اړتیا لپاره هم اندېښنه لري، خو د ثبات د ملاتړ لپاره د عملي مشارکت له لارې هڅې په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې مهمې دي او باید دوام ومومي.”

اغلې اوتونبایوا وویل: “سیمه له افغانستانه د تروریزم یا هم افراطیت د بالقوه خطر د خپرېدو په اړه د باور وړ اندېښنې لري، دوی دغه راز د مخدره موادو پر وړاندې په مبارزه کې د لا پراخې همکارۍ د اړتیا لپاره هم اندېښنه لري، خو د ثبات د ملاتړ لپاره د عملي مشارکت له لارې هڅې په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې مهمې دي او باید دوام ومومي.”

هغې همدارنګه وویل چې طالبان د امنیت، کرنې او روغتیایي سکټورونو کې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه لري او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه د دې مرستو په بدل کې له طالبانو غواړي چې خپل ذهنونه بدل کړي، او نجوني ښوونځي ته پریږدي.

اوتونبایوا د خپل راپور له وړاندې کولو وروستهد خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل، دې د ښځو له کار او زده کړو سره د طالبانو د مخالفت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «طالبان زموږ او تاسې په شان نه دي. طالبان له غرونو او جګړو راغلي دومره اسانه هم نه ده، چې د یو مېز تر شا خبرو اترو ته کېني او زموږ اصولو ته غاړه کېږدي.»
دې په عین حال کې وویل چې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د طالبانو د دریځ په اړه وویل، چې په پر له پسې توګه یې د طالب وزیرانو سره په دې اړه کتلي. ځیني طالب چارواکي د نجونو له زده‌کړو سره مخالف نه دي او په دې هم نه پوهېږي چې ولې د دوی ډلې نجونې له زده‌کړو بې برخې کړې دي.

اغلې اوتونبایووا وویل چې په نژدې درېیو کلونو کې نړیوالو مرسته کوونکو له افغانستان سره څه باندې ۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د هغې په خبره، د افغانستان د خلکو د لومړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره څه باندې څلور میلیارده ډالره مرسته شوې ده.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې زیاته کړې چې په افغانستان کې موجوده فقر خلک د طبیعي پېښو پر وړاندې نور هم زیانمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی