شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد ۶۰ بهرنیانو په شمول ۲۰ زره تنه په افغانستان کې بندیان...

د ۶۰ بهرنیانو په شمول ۲۰ زره تنه په افغانستان کې بندیان دي

تاند (شنبه، د سرطان ۲ مه) د محبسونو د چارو د تنظیم اداره وايي، د هېواد په زندانونو کې ۶۰ تنه بهرني اتباع بندیان دي، چې لس یې ښځې دي.

د محبسونو د چارو د تنظیم ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال عبدالله همدرد وویل چې دا کسان په بېلابېلو دلایلو په افغانستان کې بندیان دي.

د هغه په ​​وينا، اوسمهال په هېواد کې شل زره بنديان دي، چې یو نیم زر يې ښځې دي.

ښاغلی همدرد ټینګار کوي چې «د اسلامي امارت په زندانونو کې شکنجه نشته، بلکې د دیني او عصري زده کړو په برخه کې زندانونه د اصلاح په ځای بدل شوي دي.»

د ده په وینا، زندانیان د عصري او دیني زده کړو د کورسونو تر څنګ په حرفوي برخه کې هم د خیاطۍ، ترکاڼۍ، د بوټونو جوړولو او د موبایل ټیلیفونونو د ترمیم کورسونه زده کوي.

1 COMMENT

  1. ددی قادیانیو پنجابیو چړیانو له خوا نه یوازی شل زره افغانان او شپیته خارجیان زندانی دی بلکه د افغانستان ټولی میرمنی او جلککۍ هم زندانی دی او اغان ملت د لوږی او بیکاری سره مخاخ دی او متقاعدو تقاؤتی معاشونه له مینځه تللی دی او ملت ته وائی چی د ډوډی لپاره خدای ته بغاری وکړۍ او همدارنګه د میرمنو لپاره د کار او جلکیو لپاره د مکتبونو او پوهنتونونو ممانعت د پنجابی پاکستان اي ایس اي غړۍ د چړی هیبت الله تر نام لاندی ممانعت اعلان شوۍ دی او دا تربیه شوی غلام چړیان پلان لری چی ټول مکتبونه په قادیانی مدرسی او پوهنتونونه په قادیاانی شرعیاتو بدل کړی او افغان ملت کلآ بی سواده او افغانستان کاملآ د پنجابی پاکستان تر کنترول راشی ، ځینی د اي ایس اي خادمان بغاری وهی چی د اي ایس اي له خوا او د غلیسی امریکا په ډالرو تربیه شوو چړیانو جهاد کښی قربانی ورکړی دی او دی غیرتی خیټورو او خچنو ږیرو اوس خپل استقلال د پنجابی پاکستان څخه په اثبات رسولۍ دی اما دا ملی خائینینو هیره کړی دی چی افغان ملت بیداره دی او ورته ثابته شوی دی چی غلامو چړیانو مشاورین شیطان انګلیس دی او مزدورو چړیانو لپاره د ټولو هدایتونو مسؤلیت شیطان انګلیس په اوږو لری !!!!
    اصیل افغانان به هیڅوک غلامی ته تسلیم نکړۍ شی ای د اجنبیو بی همته غلامانو ثروت د ملت په بدبختیو کښی مه لټوۍ لطفآ افغانی باغروره خصوصیات خپل کړی او ځانونو څخه د پنجابیانو غلامانو غلامان مه جوړوۍ !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب