شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+د شاتو مچۍ د سږو سرطان په بویولو کشفوي

د شاتو مچۍ د سږو سرطان په بویولو کشفوي

تاند- د میشیګان پوهنتون څیړونکو موندلې چې د شاتو مچۍ کولی شي د انسان په تنفس کې د سږو سرطان اړوند کیمیاوي غلظت کشف کړي.

د میشیګان پوهنتون پروفیسر دیباجیت ساها وايي: حشرات د سپیو په څیر د بوی قوي حس لري. دا لومړی ځل نه دی چې څیړونکو د سرطان د معلومولو لپاره د څارویو غیر معمولي وړتیاوې څیړلې دي. پخوانیو څیړنو ښودلې چې سپي، موږکان، حشرې او حتي چینجي د سرطان څرک لګولی شي.

په دې څیړنه کې، د انسان د سږو د سرطان د بېلابېلو ډولونو حجرې په لابراتوار کې کرل شوي یا کلتچر شوي. دوی د مصنوعي تنفس د مخلوط لپاره یوه ځانګړې لاره رامینځته کړه. دا مخلوط د سالم تنفس او د سږو په سرطان د اخته کس کیمیاوي ترکیب ته ورته دی.

په بل پړاو کې څیړونکو د مچیو له مغزو سره خورا کوچني سینسرونه وصل کړل ترڅو د دوی د دماغ غبرګون په داسي حالت کې وڅاري چې دوی مختلف تنفسي مخلوطونه بویوي. د دې څیړنې یوه څیړونکې الیسا کاکس وايي: د دستورالعمل د رامنځته کولو لپاره موږ د سالمو کسانو له سږو سره د سږو په سرطان د اخته کسانو د تنفس مصنوعي ترکیب په 20 مچیو باندې وازمویه.

په زړه پورې خبره دا ده چې څیړونکو هغه مهال د شاتو مچیو د عصبي فعالیت په اندازه کې بدلونونه ولیدل کله چې دوی له بیلابیلو بویونو سره مخامخ شول. څیړونکو وموندله چې د شاتو مچیو په خپل مغز کې ډیر او بیلابیل نیورونونه فعال کړي چې له دوی سره یې مرسته وکړه چې د مصنوعي سرطاني سږو او سالمو سږو ترمنځ په تنفس کې توپیر وکړي.

دې تجربې ښودلې چې د شاتو مچۍ یوازې په لابراتوار کې د کرل شویو حجرو د بوی په کارولو سره د سږو د سرطاني حجرو د مختلفو ډولونو ترمنځ توپیر کولی شي.

څیړونکي پلان لري چې دا څیړنه د داسې سینسر د جوړولو لپاره وکاروي چې د مچۍ د مازغو تقلید کوي. دا څیړنه د داسې وسیلې د ایجاد لپاره کارول کیدی شي چې ناروغان پکې تنفس کوي. که د سرطان کیمیاوي مواد د دوی په ساه کې وي، وسیله به یې ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب