شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد روسیې خارجه وزیر:داعش، القاعده او نورې ډلې په بالقوه ډول له...

د روسیې خارجه وزیر:داعش، القاعده او نورې ډلې په بالقوه ډول له افغانستان څخه سیمه ګواښي

تاند (شنبه، د سرطان دوهمه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې داعش، القاعده او نورې ډلې په بالقوه ډول د افغانستان له خاورې د سیمې ثبات ګواښي او جګړو ته چمتو دي.

د هغه په باور، د سیمه ییز امنیت د همکارۍ سازمان کې دا نظر موجود دی چې د افغانستان واکمنو طالب چارواکو سره باید د دغو ګواښونو د مقابلې په اړه خبرې وشي.

روسي وزیر نه دي ویلي، چې په مشخص ډول داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې د کومو مستندو معلوماتو په اساس له افغانستان څخه د سیمې ثبات ګواښي؟

پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم تر دې مخکې داسې ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان له خاورې هیچا ته خطر نه دی پېښ او په دغه هېواد کې هیڅ کومه ډله فعاله او چا ته خطر نه ده.

 سرګي لاروف دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په پام کې ده د روانې میلادي میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د قطر پلازمېنه دوحه د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې کوربه وي.

دا غونډه تر ډېره د امریکا او متحدینو په محوریت یې جوړیږي، چې ویل کیږي د روسیې په ګډون د سیمې نور امریکا ضد هېوادونه یې د ننګولو او طالبانو سره د لویدیزو هېوادونو د اړیکو مخنیوي لپاره داسې څرګندونې کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب