شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهاوتونبایوا: دوحې ناسته د طالبانو د مشروعیت موندلو لپاره نه ده

اوتونبایوا: دوحې ناسته د طالبانو د مشروعیت موندلو لپاره نه ده

تاند (شنبه، د سرطان دوهمه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا وایي، چې د دوحې درېیمه ناسته د طالبانو رژیم ته د مشروعیت بښلو او ورسره د اړیکو د عادي کولو په مانا نه ده.

نوموړې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، چې طالبانو سره د تعامل هڅې د دې لپاره دي څو دوی وهڅیږي او نړۍ سره تعامل ته وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا په اړه وویل، چې اصلی هدف یې د طالبانو او نړیوالو ترمنځ د خبرو اترو پياوړتیا ده.

هغې دې ته هم اشاره وکړه، چې افغانستان په سیاسي، بشري او اقتصادي برخو کې سختو ستونزو سره لاس و پنجې نرموي.

ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو په کوربه توب د روان سرطان په لسمه او یوولسمه (د جون ۳۰ او د جولای ۱) د قطر په دوحه کې کنفرانس جوړ شي. د افغانستان په اړه د دوحې په کنفرانس کې د هغو هیوادونو استازي ګډون کوي چې د افغانستان لپاره ځانګړي استازي لري.

د طالبانو یوه جګپوړي ډیپلوماټ ذاکر جلالي د دوحې په راتلونکې غونډه کې د هغوی د ګډون لپاره د شرایطو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.

 ده پرون (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د وضعیت ټاکلو ته لس ورځې پاته دي.

جلالي همداراز لیکلي چې ملګروملتونو د دوحې د ناستې اجنډا له طالبانو سره شریکه کړې ده. د ده په وینا د دوحې د درېیم کنفرانس په اجنډا کې د خصوصي سکتور، مالیې، بانکدارۍ، له مخدرو موادو سره د مبارزې او د بدیل معیشت په اړه بحثونه شامل دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ټینګار وکړ چې طالبان د سیمه ییزو همکاریو د بېلګې په وړاندې کولو سره له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په لټه کې دي.

له دې سره، پر ملګرو ملتونو نیوکې دي چې دوحې ناسته کې ګډون ته د طالب پلاوي د سلا کولو لپاره یې دوی ته ځانګړي امتیازات ورکړي او د بشري او ښځینه حقونو په شان موضوعات یې د دوی په غوښتنه د غونډې له اجنډا څخه ویستي دي.

1 COMMENT

  1. پدې دریو کالو کې ملل متحد، اسلامي نړۍ او ټول نړیوال ونتوانیدل چې پدې خرو وحشیانو د ښځو حقوق او بشري حقوق ومني او د نجونو پر مخ پرې ښونځي خلاص کړي. داسې نامشروع او بې بنیاده تش په نوم حکومت ته په دا ګرده نړۍ کې هیڅ هیواد پیدا نشو چې د نړیوالو قوانینو او بشرې حقوقو په پامال سزا ورکړي او یا پرې بندیزونه ولګوي او یا یې نسکور کړي. دا ملل متحد، بشر حقوق سازمان او نور پیسه خواره او د زبرځواکونو تالیڅټي هسې چیغې وهي. لعنت پر دوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب