چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Home+بريکس او افغانستان: د غړيتوب شرطونه او ګټې یې

بريکس او افغانستان: د غړيتوب شرطونه او ګټې یې

محمد سليم سليمان

څو ورځې دمخه د افغانستان اوسنيو واکمنو (طا/ لبانو) د وياند مرستيال حمدالله فطرت وويل چې دوی د بريکس سازمان ته په رسمي ډول ليک استولی او په دې غونډه کې یې د (م لا بر ادر) په مشري د يوه پلاوي د ګډون غوښتنه کړې ده، وروسته معلومه شوه چې دا ليک یې بريکس سازمان ته د دوی د سوداګري د وزير نورالدین عزيزي په لاس لېږلی و .

که څه هم افغانستان په مستقیم ډول د بریکس سازمان غړی هېواد نه دی، خو د افغانستان  اوسني واکداران د افغانستان جغرافياوي او ستراتيژيک موقعيت ته په کتلو په دې ښه  پوهېږي چې په دې سازمان کې د افغانستان غړيتوب د نړيوالې همکارۍ او  اقتصادي پرمختګ په برخه کې د هېواد په ګټه تمامیدلی شي.

دلته به په دې ليکنه  لومړی په بريکس سازمان ځغلنده رڼا اچوو او بيا په دې سازمان کې د ګډون شرطونه وڅېړو او بيا به یې د غړيتوب ګټې او همدارنګه ترې راولاړېدونکې اندېښنې په ګوته کړو:

 بريکس (BRICS) يو نړيوال اقتصادي سازمان دی.  د نړۍ د پینځو مهمو هېوادونو: برازیل، روسيې، هند، چین، او سويلي افریقا لخوا یې بنسټ ايښودل شوی دی ؛ چې د نړيوالې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ، او سياسي استحکام د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوی دی.

په روان کال کې د ايران، مصر، ايتوپيا، متحده عربي اماراتو او سعودي په ګډون سره له بنسټ اېښودونکو غړو هېوادونو : چين، روسيې، برازيل ، سويلي افريقا او هند سره يوځآی د نړۍ نيمايي نفوس، او يو پرڅلورمه برخه د نړۍ (جي ډي پي) لرونکی سازمان دی.

له هغه وراخوا د بريکس سازمان غړي هېوادونه يو پرڅلور برخه د نړۍ صادرات لري او د نړۍ يوه مهمه اقتصادي ستنه ګڼل کېږي.

د بريکس  ۲۰۲۴ کنفرانس چې د روسيې په کازان کې نن پيل شو د بريکس د غړو هېوادونو په منځ کې د همکارۍ او پرمختګ د نويو فرصتونو په اړه بحثونه کېږي.

دا کنفرانس چې د اکتوبر تر ۲۴ مې به دوام وکړي ناسته  ددې سازمان د مشرانو ۱۶ مه ناسته ده. په کنفرانس کې به د بريکس اصلي غړي هېوادونه له نورو رابلل شويو مېلمنو  پرته د نړۍ او سيمې په مهمو او موضوعاتو عليحده بحث وکړي، او همدارنګه به د منطقوي همکاري او مالي همکاري په برخه کې بحث او د پراختيا او پرمختيا په موخه حللارې ولټوي.

د اکتوبر په ۲۴ م نېټه به د ګډون کوونکي هېوادونو استازي  د (بريکس او نړيوال سويل) ترعنوان لاندې چې يوازې د منځني ختيځ مسايلو ته ځانګړی شوی دی ، ددې منطقې د اوضاع د بهبود په برخه کې نظرونه ورکړي.

په دې ناسته کې د ترکيې، اذربايجان، هېوادونو او همدارنګه د فلسطين، لاووس، موريتانيا، بوليويا او د وينتام مشران هم د مېلمنو په ډول شرکت کوي

وروستۍ کلنۍ اعلاميه به یې د (کازان اعلاميې ) تر عنوان لاندې تصويب شي دا چې اوسنی مشري یې په دوره یي ډول د روسيې پرغاړه ده ، ددې هېواد لپاره يو غټه لاس ته راوړنه ګڼل کېږی ، چې د لويديځ او امریکا لخوا د بنديزونو په دې سختو شرايطو او له اوکراين سره د شخړې په روانه مرحله کې دومره ستر نړيوال ناستې مشري کوي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتريش په ورتګ سره به يې نړيوال پرستېژ لاپسې دروند شي.

د بريکس په روانه غونډه کې کې پر پورته يادو شويو هېوادونو سربېره د (پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونو) مشران هم ګډون لري .

ددې سازمان مشران په پرلپسې توګه وايي چې ددې بلاک هدف د نورو پرخلاف  سياسي او نظامي بلاک نه دی،  بلکې د عادلانه اقتصادي رشد پاليسي پر بنا او د غړو هېوادونه خلکو ته د ټولنيزې رفا رامنځته کول دي.

همدارنګه د دوی د خبرو او بحث يو بل مهم ټکی به د کازان په غونډه کې د سويفټ (د پيسو د معاملو) دشبکې پروړاندې د بلې شبکې چې غړي هېوادونه یې وکړی شي په واسطه يې اسانه راکړه ورکړه وکړي متمرکزه وي، ځکه دوی وايي چې امريکا د ډالرو په استعمال کې  دوی له ستونزو سره مخ کړي دی او دوی به د يوه مشترک بانک په جوړولو هم کومې پايلې ته ورسېږي.

د ډېرو او متعددو دلايلو له مخې په بريکس کې غړيتوب د افغانستان لپاره ګټې لري او په عين حال کې له مشکلاتو هم خالي نه دی.

لومړی:  دا چې بريکس يو نړيوال اقتصادي سازمان دی چې د افغانستان په ډول يو غريب هېواد چې په وارداتو متکي دی يو بهترين چانس دی چې خپل مړژواندی اقتصاد ددې سازمان په غړيتوب کې وساتي.

دويم دا چې بريکس د لويديځ اقتصادي چوکاټ برخلاف ختيزوال چوکاټ دی او دا چې تېر شل کلونو لويديځ اقتصادي چوکاټ او غرب محوره اقتصادي نهادونو او کړنلارو دلته نتيجه ورنکړه او تر ډېره ناکامه وې، بريکس د شرايطو لاندې ممکن د افغانستان لپاره فايده من ثابت شي.

درېيم: د افغانستان ستراتيزيک او جيوايکونوميک موقعيت د بريکس د هېوادونو لپاره يو ښه دهليز ثابت کېدلی شي او دا چې د بريکس غړي هېوادونه یې شاوخوا پراته دي د سوداګريز حمل ونقل ښه جغرافيا ګڼل کېدای شي.

څلورم: همدارنګه چين او روسيه چې له اوسني واکدارنو سره اړيکې لري هم غواړي چې نور دا هېواد په لويديځ متکي نه وي نو کېدای شي د غړيتوب چارې ورته اسانه کړي او حمايت یې وکړي.

خو ددې لپاره ځينې شرطونه هم شته:

لومړی دا چې دا هېواد او واکدارن یې د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت وپېژندل شي،  بې له نړيوالې رسمیت پېژندنې بريکس کې د افغانستان ګډون ناشونی دی او دا شرط د ټولو نړيوالو اړيکو او لنډه دا چې د هرڅه لپاره لومړی شرط دی.

دويم: افغانستان له اوسنی اقتصادي بحران څخه وتل او پايداره اقتصادي رشد ته رسېدل دي، په اوسني کمزوري اقتصادي حالت کې مشکله ده بريکس هېوادونه افغانستان د غړي په توګه ومني. خو که سترې پروژې، د کانونو د استخراج، ترانزيت، د اينرژي د انتقال  او نورو برخو کې پلي کړای شي بيا کېدای شي.

درېيم: سياسي او امنيتي ثبات دی چې د بريکس غړي هېوادونو لپاره مهم دی ځکه له سياسي ثبات، او امنيت پرته اقتصاد وده نشي کولای همدارنګه د داسې قوانينو تدوین چې پکې اقتصادي رشد او سوداګرو ته اسانتياووې نغښتې وي د يو بل مخکې شرط په توګه لازمي دی.

خو له دې سره سره به د لويديځ او امريکا مخالفت هم ملګری وي، امريکا او لويديځ دومره په اسانه نه غواړي چې افغانستان دې د چين او روسيې پر محور راڅرخېدونکي داسې سازمان ته ورګډ شي چې د افغانستان په ګاونډ کې یې هېوادونه غړيتوب لري، امريکا به تد ډېره کېدای شي سياسي ، او د مرستو بندولو فشار او یا په نړيواله سطحه به پر افغانستان د دريم ګړو هېوادونو لخوا فشار وارد کړي او کوشش به وکوي چې دا هېواد چې شل کلونه یې د مرستې او بيارغونې او سياسي او اقتصادي ثبات په نامه دلته حضور درلود په اسانه ورپرېنږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب