چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Homeخبرونهقزاقستان، افغانستان ته د کانونو د استخراج وسایل صادروي

قزاقستان، افغانستان ته د کانونو د استخراج وسایل صادروي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲ مه) قزاقستان وايي، د افغانستان په وړاندیز دې هیواد ته د خپلو وسایطو د صادرولو امکان څېړي.

دا خبره د قزاقستان-افغانستان په سوداګرۍ فورم کې د قزاقستان مرستیال صدراعظم سریک ژومنګارین د کازینفورم خبري اژانس خبریال ته وکړه.

ده وویل چې په پام کې لري چې په افغانستان کې د وسایطو د خدماتو او پلور لپاره مرکزونه پرانیستل شي.

ژومنګارین زیاته کړه:«زموږ د همکارۍ بل مهمه مسله په افغانستان کې د ګډو پروژو پلي کول دي، چې پکې د جامدو معدني سرچینو استخراج او پروسس شامل دي.»

قزاقستان له څو کمپنیو سره خبرې کړي، چې د مسو، وسپنې او سروړ زرو د استخراج په شمول په جیولوژیکي سپړنو کې ښکیل دي.

د قزاقستان مرستیال صدراعظم وویل چې هیواد یې چمتو دی چې خپل مهارتونه او تجربه له افغانستان سره شریکه کړي او د افغانستان لپاره د کان کیندنې د یو پایېدونکی سکتور د رامینځته کولو لپاره خپلې اکتشافي کمپنۍ واستوي.

مخکې راپور ورکړل شوی و چې د روان کال په ۸ میاشتو کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۳۳۰.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې، چې له دې جملې څخه ۳۱۶.۵ میلیونه ډالره د قزاقستان صادرات وو.

اوړه او غنم له افغانستان ته د قزاقستان د صادراتو تر ۸۰٪ ډېره برخه جوړوي.

په بدل کې یې، قزاقستان له افغانستان څخه معدني اوبه، مېوې او مصالحې واردوي. د قزاقستان مرستیال صدراعظم تاسجوریکوف یادونه وکړه چې دواړه هېوادونه کولای شي د نژدې سوداګریزو همکاریو له لارې دوه اړخیزه سوداګریزه راکړه ورکړه تر ۱ میلیاردو ډالرو پورې زیاته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب