تاند ( چهارشنبه د عقرب ۲مه)د طالبانو د حکومت چارواکي وایي نن چهارشنبه د ازبکستان د عالمانو پلاوی کابل ته را ورسېده.
د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب وایي، دوی په رسمي بلنه دلته راغلي دي.
د یاد پلاوي مشري د ازبکستان د مسلمانانو ټولنې د مشر نورالدین خالق نظر کوي.
د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پلاوی به د طالبانو د حکومت له لوړ پوړو چارواکو، مسوولانو او منسوبینو سره په بېلابېلو ناستو کې د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
دغه راز زیاته شوې، چې پر دیني او ښوونیزو موضوعاتو به د دواړو هېوادونو (افغانستان او ازبکستان) د عالمانو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پرمختګ، د جوماتونو او مدرسو په چارو کې به یو له بل سره همکاري او تجربې شریکې کړي.
ویل کیږي، چې دا پلاوی به د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.