تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر، مولانا فضلالرحمن، په کوټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي، که محمود خان اڅکزی د ملي مسایلو په اړه د متحد اپوزیسیون غونډه راونه بولي، نو د دوی ګوند به پخپله د ټولو ګوندونو کنفرانس (APC) راوبولي.
هغه د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي پر وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه او ویې ویل، که اوسنی نظام ناکام شوی وي، نو یا دې حکومت ته د استعفا مشوره ورکړي او یا دې خپله له خپلې دندې استعفا وکړي.
نقوي ویلي و چې د پاکستان دولت ناکام شوی او اوسنی سیستم له کاره لوېدلی دی. هغه له اوسني وضعیت څخه د پاکستان د وتلو لپاره وړاندیز وکړ چې په پاکستان کې دې ګڼې صوبې جوړې او ریاستي سیستم رامنځته شي.
وروسته د پوځ ویندوی هم د نقوي نظر تایید کړ.
فضلالرحمن وویل، جمعیت علمای اسلام په اصولي ډول د نویو صوبو له جوړېدو سره مخالف نه دی، خو اوسنی وخت د داسې پرېکړو لپاره مناسب نه بولي. نوموړي دا هم اعلان وکړ چې ګوند یې پرېکړه کړې چې په بلوچستان کې به د حکومت برخه نه کېږي.
هغه د پاکستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، په بلوچستان کې حالات ډېر خراب شوي، وسلهوالې ډلې فعالې دي او خلک آن په خپلو کورونو کې هم خوندي نه دي.
مولانا فضلالرحمن ادعا وکړه چې جمعیت علمای اسلام تر ټولو ستر ولسي ملاتړ لري او له ځوانانو یې وغوښتل چې د احساساتو پر ځای د تجربه لرونکو سیاستوالو تر مشرۍ لاندې خپلې سیاسي هڅې پر مخ یوسي.