Homeخبرونهآریانا افغان هوایي شرکت د ۴.۷ میلیون ډالرو په ارزښت د الوتکو...

آریانا افغان هوایي شرکت د ۴.۷ میلیون ډالرو په ارزښت د الوتکو دوه انجنونه وپېرل

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) د افغانستان دولتي هوایي شرکت، آریانا افغان هوایي شرکت، د خپلو الوتکو د عملیاتي وړتیا د لوړولو لپاره د ترکیې او سربیا له عرضه کوونکو څخه د ۴.۷ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د الوتکو دوه انجنونه پېرلي دي.

د شرکت د خبرپاڼې له مخې، دا انجنونه د سې شنبې په ورځ په کارګو یا بار وړونکې الوتکې کې کابل ته راورسېدل او ټاکل شوې چې د آریانا په بوینګ ۷۳۷ او ایربس A310 الوتکو کې نصب شي. چارواکي وايي، دا اقدام به د شرکت د الوتکو ظرفیت پیاوړی او د کورنیو او محدودو نړیوالو الوتنو له دوام سره مرسته وکړي.

اریانا افغان هوايي شرکت تازه د کابل او نوي دیلي ترمنځ هم الوتنې پیل کړي دي.

مالي او عملیاتي ستونزې

دا انجنونه په ړداسي وخت پېرل کېږي چې آریانا افغان هوایي شرکت له جدي مالي او عملیاتي ستونزو سره مخ دی. د هوايي چلند کارپوهان وایي، د شرکت زړې الوتکې د نړیوالو مقرراتو له امله له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي او همدې وضعیت د لرې واټن نړیوالو الوتنو ته د شرکت مخه نیولې ده.

د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته، د نړیوالو بندیزونو او مقرراتو له امله آریانا د الوتکو د پرزو او تجهیزاتو په ترلاسه کولو کې هم له ستونزو سره مخ شوې ده.

محدودې نړیوالې الوتنې

د دغو ستونزو له امله آریانا اوس تر ډېره په کورنیو او یو شمېر سیمه‌ییزو الوتنو تمرکز کوي او لا هم اروپا او متحدو ایالتونو ته د الوتنو اجازه نه لري.

کارپوهان باور لري چې د نویو انجنونو پېرل ښيي، آریانا هڅه کوي پر شته محدودیتونو او ننګونو سربېره خپلې الوتنې روانې وساتي او خپل خدمات لا پیاوړي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...