شنبه, اپریل 27, 2024
Home+پولیسي ناولونه / م. فیصل ځلاند

پولیسي ناولونه / م. فیصل ځلاند

له بده مرغه که ووایم موږ په پښتو ژبه کې د پولیسي ناول کومه عالي بېلګه نه لرو یا ما نه دي لوستي البته ځینې ښه ناولونه لیکل شوي دي خو نسبتاً نورو ناولونو ته د پولیسي ناولونو ښې بېلګې نه لرو.
ما تېر او سږ کال ځینې ناولونه ولوستل، یو ښه ناول چې ژباړل شوی نه بلکې لیکل شوی و د ښاغلي ایمل پسرلي د «مفسد» په نوم ناول و دا ناول د ریالیزم یوه ښه مثال دی او خوښ مې ځکه شو چې پښتو کې هغه پېښې چې د نورو نه و ورپام شوی په دې ناول کې ښې  رانغاړل شوې دي.
پولیسي ناولونه له جرمونو، جاسوسۍ او قتلونو ډک وي، یوه ښېګڼه یې دا ده چې په ټولنه کې فساد او جنایت تر یوه حده ختموي.
دا ناولونه له تلوسې ډک وي او د هغه کسانو لپاره یې لوستل بیخي لازم دي چې غواړي په مطالعه ځانونه روږدي کړي ځکه چې یو خو یې تلوسه د نورو ناولونو په پرتله زیاته وي او نسبتاً نورو ناولونو ته یې لوستل خوندور او جالب وي.
زما په پولیسي ناولونو یا کیسو کې تر ټولو هغه خوښ دي چې ژبه یې ادبي وي او له جنسي اړیکو او تاوتریخوالي خالي وي.
سږ کال ما څلور ښه ناولونه ولوستل په دې کې درې ناولونه پښتو ته را ژباړل شوي او یو لیکل شوی دی. لاندې مې د هر یوه لنډه پېژندنه لیکلې ده او لنډې تبصرې مې پرې کړې دي البته دا هماغه وخت چې لوستلي دي.
په دې کې له بازاریان ناول پرته ځینې اکسوس او ځینې سروش چاپ او خپاره کړې دي.
« بازاریان»
یو وړوکی خو پر زړه پورې ناول
….
دا ناول مې په ډېر کم وخت کې ولوست ځکه چې یو خو یې کیسه ډېره جالبه او پر زړه پورې وه او بل دا چې تلوسه یې دومره زیاته وه چې بې لوستلو یې راته ایښودل ګران وو.
د پولیسي ناولونو یوه ښېګڼه همدا ده چې تلوسه پکې ډېره وي. هغه کسان چې غواړي نوي ځانونه په مطالعه روږدي کړي د دغسې ناولونه لوستل ورته اړین دي ځکه تلوسه یې ډېره وي او زړه نه ورسره تنګیږي.
” بازاریان” 
د دې ناول کیسه داسې ده:
د عارف په نوم یو ځوان ورکیږي دهغه پلار د پولسو یوه قومندان ته راځي او د خپل زوی  د ورکېدو په اړه ورته وایي.
قومندان ترې ځینې پوښتنې کوي او دوسیه پیلوي وروسته د سړي مېرمنې ( د عارف مور) ته ورځي د عارف په اړه پوښتنه ترې کوي چې دی له چا سره د کوره ووت؟ څو پیسې ورسره وې؟ ملګري یې څوک ول؟
ښځه له یوڅه خبرو وروسته د خپل زوی د دریو ملګرو( لیاقت، مهر علي، عنایت علي) نمونه اخلي.
د پولیسو قومندان د عنایت علي په نوم یو نفر له مخکې پېژني چې یو بد معاش او لوچک هلک دی. له هماغه ځایه د عنایت علي کور ته ورځي. د دروازې له ټکولو وروسته یوه ښځه دروازه خلاسوي قومندان ورته وایي چې عنایت علي کور شته؟
ښځه په ځواب کې ورته وایي چې هغه کور نشته دی، قومندان شک کوي،  ښځه غواړي دروازه بنده کړي، خو قومندان ورته وایي چې یو ګیلاس اوبه خو راکړئ! ښځه ننوزي قومندان هم پټ کور ته د ننه کیږي. یو غږ اوري، چې ورنیږدې شي ګوري چې په کوټه کې ښځه له یو چا سره پټې خبرې کوي. قومندان چې ور ننوځي یو ځوان منډه اخلي خو دی یې  ژر  رانیسي. قومندان لومړی فکر کوي چې عنایت علي دی خو چې څېره یې وویني پوهېږي چې بل څوک دی.
قومندان له ښځې پوښتنه کوي چې دا څوک دی؟
ښځه زارۍ ورته کوي چې د خدای په لحاظ پرې مو ږده، که مې اوس خاوند ( عنایت علي) راشي وژني مو. قومندان له ځوان نه تمانچه اخلي او لاس یې ورتړي. بیا له ښځې پوښتنه کوي چې دا څوک دی او دا پټې یارانې مو له کوم وخته پیل کړې دي؟
ښځه ویریږي او ورته وایي چې دې ځوان ته ما په ورور ویلي دي، دی سوداګر دی هر وخت راځي له ماسره یې وعده کړې چې له عنایت علي به دې خلاسوم. عنایت علي ماته بېګانه خلک راولي او ماته وايي چې هره غوښتنه به یې منې او په دې کار سره دی پیسې اخلي… قومندان ځوان له ځان سره لاس تړلی بیایي له تحقیق وروسته هغه د عارف کیسه ورته کوي او د دوو کسانو نومونه ورته اخلي… قومندان له څه هڅو وروسته هغه کسان پیدا کوي او دعارف په اړه پوښتنه ترې کوي. څو ورځې وروسته د عارف مړی موندل کیږي خو پولیس تحقیقات کوي چې چا وژلی او ولې یې وژلی دی.
پولیس د عارف دوه ملګري پیدا کوي د هغه نه دا معلومان تر لاسه کوي چې عارف له تاسو سره چیرته لاړ او څنګه ووژل شو؟
هغه له ځنډ وروسته ورته وایي چې عارف له موږ سره یو ځای د لاهور یوې فاحشې خانې ته لاړ تر نیمې شپې پورې مو ښه عیش او نوش وکړ وروسته عنایت علي او عارف زموږ له سترګو ورک شول، موږ دوه کسه هوټل ته لاړو بله ورځ همداسې خپلو کورونو ته لاړو…. قومندان هماغه فاحشه خانې ته سره له یوه بل کس سره په شخصي جامو کې هلته ځي… هلته دوې ښایسته نجونې ورسره مخامخ کیږي هغوی سره خواله کوي وروسته د فاحشه خانې مشره ( چمپا بېګم) راځي او له دوی سره خبرې کوي، قومندان او ورسره ولاړ کس ځانونه مسافر ور معرفي کوي. چمپا بېګم ورته وایي چې دا دوه نجونې ( بینا او شمي) ستاسو خدمت کې دي. قومندان ته د عارف د ملګري خبره ور یادیږي چې ورته ویلي یې وو( په فاحشه خانه کې درې ښکلې نجونې دي یوه بینا بله شمي او بله روشي نومیږي) قومندان فکر کوي چې د روشي په نوم نجلۍ ولې نشته؟ له چمپا بېګم پوښتنه کوي چې موږ د روشي په نوم د یوې ښکلې نجلې لپاره راغلي یوو هغه چېرې ده؟
چمپا بېګم ورته وایي چې هغه اوس نشته ده.
قومندان غواړي تحقیقات وکړي خو په حال کې نور پولیس چې د قومندان په لارښونه وو راځي او کور محاصره کوي پولیس راننوځي د چمپا بېګم او دوه نجونو بینا او شمي لاسونه ور تړي او له ځانه سره یې بیایي.
په زندان کې قومندان له بینا او شمي نه پوښتنه کوي چې ستاسو فاحشه خانې ته د عارف په نوم یو کس له دریو نورو ځوانانو سره درغلی و هغه تاسو پېژانده؟
هغوی ځان منکروي وروسته قومندان د روشي په نوم د نجلۍ پوښتنه ترې کوي چې هغه تاسو پېژنده؟
دواړه نجونې اقرار کوي او وایي چې هو هغه پېژنو هغه ښه نجلۍ وه له مجبوریته فاحشه خانې ته راغله، هغه له یوه ځوان سره مینه درلو خو هغه جفا ورسره وکړه او په نیمه لاره کې یې پریښوده… قومندان وروسته د فاحشه خانې له مشرې چمپا بېګم نه له یو څه سزا او وهلو وروسته پوښتنه کوي چې عارف څنګه ووژل شو؟ ځکه هغه ستاسو په فاحشه خانه کې ورک شوی او وروسته یې پولیسو مړی د سیند پر غاړه موندلی. او بل دا چې روشي په نوم نجلۍ څوک وه او هغه څه شوه؟
چمپا بېګم د پولیسو قومندان ته حقیقت کیسه کوي او ورته وایي چې د روشي په نوم یوه نجلۍ چې بېګناه وه او یوه ځوان د مینې په بهانه رواستې وه ما هغه په پنځه زره واخیسته، دا نجلۍ ډېره ښایسته وه بیا فاحشه خانې ته یو ځوان چې عارف نومیده راغی هغه به د روشي سره ویدېده خو یوه شپه موږ فکر کاوه چې روشي او عارف به ویده وي خو هغوی تښتېدلي وو… له ډېرو مودو وروسته مو هغه وموندل عارف زما له یوه نفر سره جنګ وکړ زما نفر هغه په سر سر په یوه اوسپنه وواهه او همالته یې ساه ووته. موږ په دې وخت کې په روشي پسې وګرځېدو خو هغه تښتېدلې وه.
قومندان له ښه اطمنان وروسته وروسته د روشي معلومات اخلي او هغه او پلار یې را غواړي، روشي په چیغو چیغو ژاړي او وایي چې ما له عارف سره مینه درلوده…. وروسته قومندان ته یوه ګوتمۍ ورکوي چې عارف ورکړې وه…. بلاخره قومندان روشي او دوه نورې نجونې بینا او شمي خوشي کوي او چمپا بیګم، عنایت علي او د عارف دوه نور ملګري او هغه ځوان چې د عنایت علي له میرمنې سره یې د هغه کور کې لیدلی و … بندي کوي او د عنایت علي میرمن را غواړي ورته وایي چې هغه کس چې تا ورته ورور ویل هغه ته د روشي په نوم د یوه نجلۍ په برخلیک اخته کولې او خرڅولې یې….”
” مفسد”
په (مفسد) کې څه راغلي؟
دا یو له هغو ګوته په شمار ناولونو څخه دی چې نوي څه پکې وینو.
موضوع یې خورا ډېره په زړه پورې او جالبه ده.
د ناول د پاڼو شمیر( ۲۳۹) ته رسیږي، ایمل پسرلي لیکلی او اکسوس تازه چاپ کړی دی.
دا ناول د اوسنیو حالاتو مطابق لیکل شوی دی. هغه څېرې راته واضح کوي چې ډېر کسان ورباندې غولېدلې دي او ډېر غریب خلک د دوی دلاس آلې ګرځېدلي دي.
د ناول یو کرکټر غریب سړی دی، دی صادقانه چلېږي خو هېچاته ارزښت نه لري. نه یې څوک خبرې اوري او نه یې پوښتنو ته جواب ورکوي. په داسې حال کې چې ده ته یوه مهمه دنده سپارل کیږي تر څو ویې څاري. یوازې دومره ورته ویل کیږي چې هغه کوه کوم چې درته ویل کیږي.
دا ناول له هغه تکراري ناولونو څخه نه دی چې موضوع یې یوه وي او د لیکنې بڼه یې بدله.
لسګونه ناولونه مې لوستي یا مین ځان وژلی وي، یا یې مینه بایللې وي، یا ځوانه نجلۍ سپینږيري ته ور واده شوي او یا په عمر پخه ښځه تنکي ځوان ته کوژده شوې وي.
زموږ د ډېرو لیکوالانو چې یوې موضوع ته ورپام شي تر هغه یې نه پرېږدي چې تر څو یې د لوستونکو زړه نه وي ترې ور تور کړی.
لیکوال باید نوي څه ولولي، نوي څه زده کړي او نوي څه ولیکي.
په دې ناول کې نه مین ځان وژنه کړې، نه له خپلې مینې سره ځنګله ته تښتېدلی او نه د نجلۍ پلار خپله لور وژلې ده…
دا ناول نه راته په کلي کې ګودر او منګی انځوروي چې شاعران او لیکوالان یې په لیکلو ستړي شول، نه د بامونو پر سر امبار شوي خوشایه اوپچې راته انځوروي او نه د لوی برج پرسر شنې کوترې؛ بلکې داسې څېرې انځوروي چې خلک د دوی له لاسه له هوسایۍ او آرامۍ بې برخې دي…. نه مو ناکي اوښکې له سترګو تویوي او نه مو له ژونده زړه توري کوي. د فاسدو سیاستوالو له رازونو پرده پورته کوي، او د دوی بد شکله او خاینې څېرې چې عامه او غریب خلک یې د لوبې ښکار شوې راښیي.
په دې ناول کې چې کوم څه راغلي دي، لوستل یې د هر افغان لپاره لازم او اړین دي.
د ناول له مینځه:
۱ـ ځینې خلک چې نورو ته لومې جوړوي، هېڅکله په دې اړه فکر نه کوي چې خپله پکې ګیر شي څه حال به یې وي.
۲ـ  موږ انسانان تل داسې فکر کوو چې خپله له هر څه ساتلي او خوندي یوو، نور دي چې را ګیر دي. خو چې راګیر شو بیا مو هېر شي چې موږ هم نور داسې کړولي وو.
۳ خلک منفي خبرې غواړي، منفي خبرو باندې باور کوي. که مثبتې لس ورته وکړې یا یې نه اوري یا یې نه مني خو یوه منفي خبره داسې بولي لکه د قرآن ټکی.انکار ترې نه کوي. دا هم د جنګ او جنګي فرهنګ ډالۍ ده.
۴ـ ریښتیا هم سیاست دوست او دښمن نه لري. سیاست ګټه لري.
“څلورم نفر”
دا ناول امیر عشیري لیکلی او پښتو ته جبار فراز راژباړلی دی. د پولیسې ناولونو په لیکوالانو کې د عشیري نوم مشهور دی. له نېکه مرغه پښتو ته یې څو ناولونه ( څلورم نفر، بازان ماتېږي، له ژېړې کرښې اخوا، خونړۍ سپېدې، څارګر دوه ځله مري…) را ژباړل شوي دي.
په ” څلورم نفر” کې پېښې ډېرې په هنري بڼه انځور شوي دي. دا ناول له تلوسې ډک دی او په پای کې هم لوستونکی فکر کولو ته اړ باسي او پایله په آسانۍ په لاس نه ورځي.
” څارګر دوه ځله مري”
دا ناول د امیر عشیري د ” څلورم نفر” ناول دویمه برخه ده
ښایي هغه چاته یې لوستل لږ پېچلې وي چې ” څلورم نفر” یې نه وي لوستی.
د دې ناول پېښې دومره له تلوسې ډکې دي چې سړی په اسانۍ کتاب نه شي بندولی او نه پریږدي چې سر ترې راپورته کړي.
د دې ناول خوند هله نور هم زیاتېږي چا چې ” څلورم نفر” ناول لوستی وي ځکه له کرکټرونو سره یې بلدتیا لري.
بلاخره” څارګر دوه ځله مري” یو عالي ناول دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب