Homeخبرونهد غزني د سلطان محمود پوهنتون رییس وژل شوی

د غزني د سلطان محمود پوهنتون رییس وژل شوی

تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه)‏‏‏‏ د مرموزو هدفي وژنو د دوام په لړ کې، له غزني ولایت څخه د سلطان محمود په نوم د یوه خصوصي پوهنتون د رییس ډاکټر معراج وقار د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

ځایي سرچینې وایي، چې ډاکټر معراج شاوخوا درې اوونۍ وړاندې تښتول شوی وو، چې د سه شنبې په ورځ یې مړی موندل شوی دی.

د هغه کورنۍ د نورو امنیتي ګواښونو له وېرې په دې اړه خبرو ته نه ده حاضره شوې.

په غزني کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې له دې پېښې نه دي خبر او معلومات ورڅخه نه لري.

پنځه څلوېښت کلن ډاکټر معراج وقار د غزني د قره باغ اوسېدونکی او د دغه ولایت په محرومو پښتنو سیمو کې د علم او فکر له خورونکو څخه و.

د چارشنبې په ورځ د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا وویل، چې طالبانو په وروستیو کې د دغه ډول روښانه خلکو د مرموزو وژنو لړۍ چټکه کړې، چې مخنیوی یې باید وشي.

طالبانو په دې اړه راپورونه رد کړي او ویاندویانو یې تل ټینګار کړی، چې دوی د غچ اخیستنې لړۍ درولې او اوس خپل فکري مخالفان او نور خلک نه وژني.

له دې سره دغه ډله، چې اوس پر ټول افغانستان حاکمیت لري او د خلکو د سرومال خوندیتوب یې مسوولیت ګرځیدلی، د دغو وژنو عاملان نه روښانوي، چې د منتقدینو په خبره یې دا عملونه خپله همدوی کوي.

2 COMMENTS

  1. دا قدیانان له یوی خوا بی رحمانه وژنی کوی او له بلی خوا دا فتنه ناک او درواغجن د خپلو قتلونو څخه یا ځانونه بی خبره اچوی اویا ادعا کوی چی وژل شوی کسان د شخصی دوښمنیو له کبله صورت موندلۍ دی ، داځناوران د پخوا ځناورانو څخه بدتره دی او دوی د تعلیم او پر مخ تګ دوښمنان دی او نوموړی قاتلین د پنجابی پاکستان اوامرو تابع دی ، د ۴۲ کالو څخه زیاتو بد بختیو افغان ملت ددی رنګا رنګو قاتلینو څخه ځانونه نشی خلاصولۍ تر څو چی په خارجی ممالکو کښی منورین د افغان ملت موجودی تباهی ورک کیدو لپاره صادقانه سره متحد نشی نو دا دوزخی اور به په افغانستان کښی موجود وی !!!!

  2. د تروریزم ټول هدفونه دا شل کاله پښتانه کادرونه وو او اوس هم دی، د انفجاری موخې د پښتنو دسیمو سړکونه، روغتونونه، مکتبونه وو او دی د انتحار قربانیان ټول پښتانه مشران او مخور وو اوس پیغور هم پښتنو ته ورکول کیږی چی ټول تروریستان همدا پښتانه دی خو یوو هم نه وایی چی د تروریزم اصلی قربانیان پښتانه دی دا څه حال دی دا میډیا دی لږ دا موضوع روښانه کړی ځه شو یون صاحب چی په دی هکله لږ خبر وکړی د غنی پر وخت خو یی ډیر انتقادونه کول او داسی دا نور ولی چوپه خوله دی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...