پنجشنبه, نوومبر 28, 2024
Home+که د موجوده ستر ازمون په ډګر کې بريا غواړو

که د موجوده ستر ازمون په ډګر کې بريا غواړو

ليکنه ؛عبدالوحيد وحيد

دا به د شهامت په ستر ازمون کې په زړه پورې بريا وى، که اوسني چارواکي پوه شي چې هغوى له يوه بشپړ جنګي مأموریت څخه په مکمل ډول د يوه مديريتي ازمون په ډګر کې قرار لري او دا چې امریکا د جګړو له ډګر څخه تېښته وکړه، خو لاهم  لوبې ته په بل شکل دوام ورکوى. هڅه کوي چې بايللى غرور  د نورو تاکتيکونو په کارولو ترلاسه کړي.  تبلیغاتي جګړه پرمخ وړي. د امارتي چارواکو او ملت ترمنځ له شته نيمګړتياو څخه ګټه پورته کوي. د امارت لخوا د علمي او مسلکې کادرونو بيکاره کول او د امریکا لخوا د تخليې په نوم بهرته د  هغوى استول زموږ هېواد له ننګونو سره مخ کړى دى.

شک نشته چې وضعیت بحراني دى او که حکومت له موجوده ګرداب څخه وتل او د دغه ستر ازمون په ډګر کې بريا غواړي، نو باید د ستونځو د حل لپاره پرديو ته د لهجې بدلولو پرځاى لنډمهاله او منځمهاله  هڅې پيل کړي، تر څو   د ښې حکومتولي په پايله کې ملي ملاتړ ترلاسه کړي او د مديريتي وړتیا په ښودلو سره په سياسي او اقتصادي ډګر کې خپل ظرفیت ثابت کړي.

سياسي ثبات او اقتصادي پرمختګ  د هر هېواد او هرې ټولنې بنسټيزه اړتیا او اقتصادي وده د ټولنې د هوسا ژوند لومړنی شرط دی.  د پرمختګ لپاره جدي ګواښونه او ننګونې شته. چې ځېنو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:

١- د امارت  مشرتابه په خپل اوسني چلن، خپلو تشکيلاتي او نظرياتي برخو کې پراخ بدلونونه راوړي.  اوسنى انحصاري فکر، د بې باوري فضا، په ګمارنو کې د مديريت د وړتیاو د نشتون له امله رامنځته شوې تشه ډکه کړي، کورنۍ او بهرنۍ تګلاره يې قطعاً د بريا منزل ته د رسيدو لاره نه ده. د ځینو مشرانو ويناوې ګواښونکې او پاروونکې دي چې نه واقعيتونه منعکس کوي نه هيڅ ډول عقيدوي او منطقي شاليد نلري. څرګنده خبره ده چې د امارت او ولس ترمنځ ستر واټن امریکا ته پراخ امکانات برابر کړي دي او په اوسنئ جګړه کې بريالي ښکاريږي.

٢-  په لنډمهاله توګه د بين الافغاني سولې داسې پروسه پيلول او بريا ته رسول چې د پخوانیو فاسدو غاصبو چارواکو او زورواکانو پرځاى د دغه عظيم ملت د هر قوم سمت ژبې او مذهب واقعي استازي په حکومت کې ګډون وکړي. په منځ مهاله توګه باید ومنو چې واک ته د رسيدو لپاره  د یو منل شوي سیاسي چوکاټ نه شتون سیاسي بې ثباتي ته لار هواروي. واک تر لاسه کونکي ډله د نورو د سلبولو او نفى کولو لپاره ګامونه پورته کوي، افغانستان خپل شخصي ملکيت ګڼي، په دندو باندې په ګمارنو کې اهليت او تجربه معيار نه ګڼي. له واک څخه د باندې پاتې شوې ډلې پر تاوتریخوالي لاس پورې کوي او دا په خپله په ټولنه کې انارشیزم ته لاره هواروي. دغه ستونځه د زعامت په ټاکنه کې د ملت د ګډون له لارې د حل وړ ده.

٣- د اقتصادي  وړتیا د پياوړتیا لپاره د صنعت، کرنې، سوداګري، سياحت، مالداري سيکتورونو ته وده ورکول، د معدنونو په استخراج او قراردادونو کې شفافیت راوړل، د انرژي د ليږد او د سيمه ايز اتصال په پروژو پيلولو باندې تمرکز کول دي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره له متخصصینو سره د سلا مشورو پروسه پيلول او عاجل ګامونه اخیستل اړين کار دى.

٤- د خصوصي بانکونو له منځه تللى باور بيرته اعاده کړي، بانکي حساب لرونکو افرادو او شرکتونو ته د هغوى د پانګې د مصئونيت ډاډ ورکړي،  تر ټولو مهمه دا چې د قانون په چوکاټ کې د پانګوالو د پانګونې د خوندیتوب ژمنه او د ګټې لپاره قانوني اطمینان ورکول د اقتصادي پرمختګ لپاره اړين ګامونه بلل کېږي.

٥ – د ځمکو د خړوبولو، سربندونو جوړولو او انرژي ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د اوبو د سرشارو زيرمو  مهارول، د خپلو امکاناتو په کچه ورباندي له يوې ابتدايي څيړنې وروسته د کار کولو لپاره پياوړى عزم کول، له ګاونډيانو سره د ګواښونو او لاپو په ژبه نه، بلکې د خپلو حياتي اړتیاو په چوکاټ کې تفاهم کول زموږ اړتیا ده.

٦-  د هېواد د وچو او تازه ميوو، طبي بوټو، زعفرانو، قالينو، سبزيجاتو، لاسي صنائعو او نورو توکو د صادراتو په موخه نړيوالو مارکېټونو ته د لاس رسي لپاره  لابي کول، کرنيزو محصولاتو ته سړخونې او شنې خونې جوړول، د ښه کيفيت لپاره د سوداګرو او توليدونکو تشويقول د چاه بهار، ګوادر، واهګه، کراچۍ او بندرعباس بندرونو ته لاس رسى، د هيواد د ننه بندرونه او هوايي دهليزونه فعالول په سيمه ييزه کچه د همکاريو جلبول د اقتصادي بيا رغونې لپاره  تر ټولو اغيزمنه لاره ده.

٧ –   له يوې هر اړخیزې ارزونې وروسته په ګمرکي تعرفو کې  شفافیت او ستر بدلونونه راوستل د وخت اړتیا ده. اوس باید د ګمرکي تعرفو مديريت د مافیا له کنترول لاندې نه وي. د لوړ ارزښت شخصي موټرو په ګډون په زينتي، عياشي  او هغو توکو باندي چي روغتيا ته بالفعل او يا هم بالقوه خطر پېښولاى شي، واردول يې منفي اغيزې اچوي او يا کورنیو تولیداتو ته زيان اړوي د ګمرکي تعرفو لوړول، د اقتصادي بيا رغونې، کورنیو تولیداتو د تشویق او د چاپيریال د ساتنې لپاره خورا اړين وړانديز ده.

٨ –  د وړو  پرمختيايي پروژو د پيلولو لپاره د فني او مسلکي نخبه افرادو په مرسته د داسې پروژو ډيزائن کول اړين دي چې بشپړيدل يې کم وخت، د ګټې ګراف يې لوړ او نسبتاً کم لګښت ته اړتیا لري، سياسي او امنيتي خنډونه يې په وړاندې شتون ونلري. د دغه ډول پروژو د عملي کولو لپاره له خصوصي سکتور څخه د باور ترلاسه کولو وروسته د سکوکو او يا هم د ګټې او زيان د مشارکت پربنسټ پانګونه جلبول ممکن کار دى، خو د ولسي باور کچه باید لوړه شي.  د پروژو د بشپړتیا او ګټې ته د سپارلو وروسته مديريت او محاسبې باید پاکې او شفافیت ولري.

٩ –  زموږ په ټولنه کې د کلتوري محدوديتونو له امله په کورونو کې  مالداري, مرغداري او د محلي مارکېټ د لبنياتو د اړتیاو  پوره کولو لپاره پراخ فرصتونه او خام مواد شتون لري خو  مسلکي مديريت، خدماتي وړتیا او د روغتيايي چوپړتياوو برابرولو په صورت کې وړې پروژې عملي او د نړيوالو مالياتي بنسټونو لخوا يې د تمویل چارې اسانه دي.

١٠ – ګاونډيو هیوادونو ته د دالرو د قاچاق کولو له امله د اخيستلو تقاضا لوړه او دالر يې په مارکیټ کې کميږي. د مرکزي بانک لخوا اوس مهال د ډالرو د ليلام حل کمزورى منطق دى. د دالر د قاچاق له مخنیوى سربيره به بهتره  دا وي چې د خوراکي توکو د مرستو پر ځاى (لکه په ځينو ولايتونو کې چې عملي شوې ده) مستحقینو ته د مرستې په توګه دالر ورکړل شي او بله دا چې د شخصي بانکي حساب لرونکي باید له اوږد انتظار پرته په اسانه توګه له خپل بانکي حساب څخه د ګوزارې وړ دالر تر لاسه کړي.

زه منم چې پورتنۍ ټولې موخې ترلاسه کول څه ستونځې هم لري، خو بشپړ باور لرم چې که اراده او عزم وي، نو ځينو موخو ته رسيدل  او نورو باندي اقلاً د کار پيل اسانه او شونى کار دى.
والسلام

2 COMMENTS

  1. سلام
    نړیواله ټولنه ، ملګری او ناملګری ملتونه ، امریکاء، روسان، چین او نور بد وبلا ټول په دې هڅه کې دی چې دافغانستان کړکیچ او بحران ته بله بنه ورکړی. دافغا نستان ګاونډی هېوادونه ښه پوهیږی چې اباد افغانستان ددوی په ګټه دی او په اسلامی لحاظ ورته اهمیت لری خو تاسې ګوری چې په سیاسی لحاظ غونډې کوی او یوازې افغانستان دداعش تر نوم لاندې دحران سیمه بولی بل داچې دامارت استازی غونډې ته نه غوښتل کیږی . ولې یې یو هم په رسمیت نشی پېژندلی ایا داپېژندګلوی کومه معجزه ده؟ ولې پاکستان چې په دې برخه له موږ سره ډېر اوږده لری هم ځان غلی اچولی؟ ددغو غونډو کوربتوب داسلامی امارت مسولیت وه. په اسلام کې اسلامی اصول او بنسټ چې دناروغ پوښتنه کورکې کیږی نه دریم کلی کې.
    اوس هم سروخت دی چې داسلامی امارت یو پیاوړی هیت یا استازی داسلامی هېوادونو په غونده کې ګدون تر لاسه کړی. قریشی نشی کولای چې په خبل سر تصمیم ونیسی په هر حال اوس دطالباو لپاره سیاسی لنګر اچول ددېپلو ماسی هغه لوری تاکی چې موافق او ناموافق افغانان ورته ضرورت لری.دغه په درانه خوب ویده مسلمانان باید لږ انصاف وکړی ترڅوپورې داستکبار دغلامۍ ځڼځیر په غاړه لکه کرزی.
    که طالبانو ته رښتیا دښځو دمدیریت او انسجام چل نه ورځی چې دټولنې دابادی ستره برخه ده. داسې دانشمندان او پوه با رسالته خلک شته چې مرسته وکړی.

  2. مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
    ستاسو له نظر سره موافق يم چې هيڅوک زموږ غم په سر نه دي اخیستي. هر څوک راسره سليقه چلوي. که يې ګټه موږ بانه جوړوي خو که يې ګټه نه وه نو شاته لغته راکوي او له ګړنګ څخه مو ښکته اچوي.
    که موږ په خپله ويښ نشو پردي مو ساحل ته نه رسوي.
    بيا هم مننه وروره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب