یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا سنا په افغانستان کې خپله ۲۰ کلنه جګړه څېړي

د امریکا سنا په افغانستان کې خپله ۲۰ کلنه جګړه څېړي

تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه)‏‏‏‏ د امریکا متحده ایالاتو د سنا جرګې یو پلاوی ټاکلی، څو په افغانستان کې یې د ۲۰ کلنې جګړې ماتې وڅېړي.

دا پلاوی، د پنټاګون د ۷۶۸ میلیاردي کلنۍ بودیجې د تصویب پر مهال ټاکل شوی.

د دغه پلاوي ټاکل کیدو ته ۸۹ سناتورانو مثبته او ۱۰ نورو منفي رایه کارولې ده.

په ټاکل شوي کمیسیون کې ۱۶ سناتوران غړیتوب لري، چې د دواړو سترو امریکایي ګوندونو( جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو) استازیتوب کوي.

پلاوی مؤظف شوی، چې تر درېیو کلونو پورې په افغانستان کې د امریکا د ماتې په اړه خپل لومړنی راپور وړاندې کړي.

کمیسیون په دې هم مؤظف دی، چې د افغانستان د جګړې د عبرت درسونه مشخص او په راتلونکو عملیاتو او جګړو کې ورڅخه د استفادې ټکي معلوم کړي.

متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان برید وکړ، چې لامل یې د طالبانو د ترهګرۍ په ملاتړې واکمنۍ پرځول، هلته د یوه دیموکرات نظام جوړول او له نیشه یي توکیو، ترهګرۍ او نورو ثبات ګواښونکو عواملو څخه د افغانستان پاکول وو.

دا جګړه امریکا په داسې ډراماتیکه توګه پای ته ورسوله، چې افغانستان بیرته د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو د چټکې بایلې له خطر سره مخ دی، طالبان پرې بیا واکمن شوي او نړۍ ته یې د خطرونو د رامنځته کیدو ادعاوې کیږي.

د یادې جګړې د پيل او پای په اړه افغانان، چې اوږده موده د جګړې قربانیان وو، زیاتې پوښتنې لري او ځوابول یې غواړي.

طالبان، چې مخکې یې امریکا ته ماتې ورکولو ادعاوې کولې او وروسته د همدغه هېواد د پټو او څرګندو معاملو په برکت واک ته ورسیدل، اوس د جګړې د سپینولو او نورو موضوعاتو په اړه له خبرو لیرې ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب