شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمجاهد: امريکا بايد د یوې افغان کورنۍ د ۱۰ غړو د وژلو...

مجاهد: امريکا بايد د یوې افغان کورنۍ د ۱۰ غړو د وژلو تاوان ورکړي

تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه)‏‏‏‏ د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد له امریکا متحده ایالاتو غوښتي، چې په افغانستان کې د خپل وروستي هوايي برید پر مهال د ملکي تلفاتو تاوان ورکړي.

مجاهد يوه چينايي ټلويزيون ته ویلي، چې متحده ایالات نه بايد په دغه برید کې د خپلو سرتېرو له ملامتۍ منکره شي.

ياد شوی برید د اګسټ له پینځلسمې وروسته، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې په کابل کې ترسره شو.

دغه برید پر يوه کور ترسره شو، چې د يوې کورنۍ ۱۰ غړي پکې ووژل شول.

امریکا ادعا لرله، چې برید یې د داعش ډلې پر یوه پټنځای کړی، خو وروسته دغه ادعا بې اساسه ثابته شوه.

امریکا متحده ایالاتو څو ورځې مخکې وويل، چې د دغه برید له کبله خپل هیڅ پوځي منسوب نه محاکمه کوي او زيانمنې کورنۍ ته تاوان هم نه پرې کوي.

د امريکايي چارواکو دغه څرګندونې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

امريکايي چارواکي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، د داعش او القاعدې په ګډون د مختلفو ترهګرو ډلو د پياوړتيا خبرداری ورکوي، ټینګار لري چې اوس هم د افغانستان وضعیت له نيږدې څاري او د اړتيا په صورت کې د طالبانو له اجازې او همغږۍ پرته پر ترهګرو عناصرو بریدونه کوي.

3 COMMENTS

  1. مخکی له دی چی په امریکا دا غږ وکړی چی د بی ګناه افغانانو د وژلو تاوان ورکړی مجاهد صیب ایا تاسو دا اخلاقی جرات کولی شۍ جی د هغو په زرګونو بی ګناه افغانانو د کونډو رنډو او یتیمانو نه تشه بښنه وغواړۍ چی ستاسو په بریدونو او ځانمرګو کی يی خپل ژوند دلاسه ورکړی او یا شل شوټ شوی دی.
    رښتیا وايی چی ملا خپل ځان هیر کړی او بل ته مسلی کړی.
    که چرته تاسو دا اخلاقی جرات وکړای شو نو بیا کولی شۍ په امریکا هم دا غږ وکړۍ او خلک به هم ستاسو ملاتړ وکړی.

  2. مجاهد خو اول دی گوته خپل ځان ته ونیسي مجاهد په سلهاو ځانمرګې بریدونو کی د زرګونو بیګناه افغانانو د وژلو مسئولیت په ډیر ويار په ځان اخستی دی پدی ځاتمرګو بریدونو کې د مزارشریف د فرقی په جومات ، کی چې له پنځوسو تنو نه زیاد لمونځ کونکي شهیدان شول د کابل د کانتننتال د هوټل او دکابل د ښار د خلکو په ګڼه ګوڼو سیمو د ټولو ځانمرګي بریدونه هم شامل دي ده همدا رنګه د ملی اردو پولیسو او ملی امنیت د ۶۲ زرو ځوانانو قاتل هم ده ، فکر کوم د مجاهد په وجود کې یو ذره قدری انسانی احساس او عطوفت وجود نلري، هغه دا زرګونه کونډو رنډو او بی پلاره یتیمانو ته چی نن سبا سړوکونو کې سرګردانه دیخوا هاخواه ګرځي څه ځواب لري ، انشاالله چې هغه دنیا کې به د دی ټولو کونډو رنډو یتمانو به لاس او د مجاهد به ګریوان وي

  3. ته څوک يې زبه سي رمباړي وهې ؟ وايي ګيدړه انګورو ته نه رسيدله ويل يې انګور تروش دي. تاسي خو په افغان ولس روزي ودروله اوس مو د هغو کورنيو پيسو ته سترګې پټې کړې؟ دا تاسي څومره خواخوږي سولاست سي د ولس نارې وهۍ په داسي حال کې سي تاسي ولس واياست د روزي غمخواره موږ نه يو الله ﷻ ده. مګر الله ﷻ ورکړې روزي تاسي د ولس له خولې واخيستله اللهﷻ مو له ټولو طاغوتي جهاديانو سره تباه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب