شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهډاکټر محب د جمهوريت په سقوط کې خپلې تېروتنې ومنلې

ډاکټر محب د جمهوريت په سقوط کې خپلې تېروتنې ومنلې

تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه)‏‏‏‏ د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب، له بې نظامۍ وروسته په لومړنۍ رسنیزه مرکه کې را څرګند شوی.

ډاکټر محب دا مرکه په ویډیویي بڼه له ازادۍ راډيو سره کړې ده.

دغه مرکه ټوله نه ده خپره شوې، خو لنډ اعلان یې خپور شوی، چې نوموړی پکې د خپلې څو مياشتينۍ چوپتيا په اړه غږيږي.

حمدالله محب ويلي، چې د دومره مودې چوپتيا دليل یې پر خپلو تېروتنو فکر او ولس ته د مناسبو ځوابونو د ورکولو لپاره تیاری و.

دغه مرکه تر اوسه نه ده خپره شوې، چې مهم ټکي يې د تاند لوستونکو سره شریک کړو.

حمدالله محب د ولسمشر غني د حکومت له څو محدودو ځواکمنو څېرو څخه ګڼل کېده، چې د نظام د مرموز سقوط په اړه هم د پردې ترشا معاملو په اړه سخت تورونه پرې لګول شوي.

د هغه د بشپړې مرکې او رسنيزې چوپتيا له ماتيدو سره به روښانه شي، چې د نظام د سقوط په اړه د ولسمشر غني د نيږدې حلقې ځواب ملت ته څه دی؟

2 COMMENTS

  1. دا ښه خبره وه چې داکتر صاحب غنی ځوانانو ته موقع ورکړه، خو د دوی یوشمیر ضعیف او له ټولنی سره نااشنا وو، لازمه کرازما یی نه لرله، یو هم په دی کی محب او بل یی فضلی و. دوی دټولنی له متن څخه نه وو، چا نه بیژندل او کړه وړه او ټولنیزتوب یی هم نه و زده خو په دی کی یو شمیر نور لکه نجیب ننګیال، سقیم شا، پتیال، دواخان مینه پال، خیبر او دو ته ورته ځوانان ډیره تکړه وو. دغه وروستی یواځې د مثال په توګه نوم واخیستل شو البته نور هم و، خو ددی په خاطر چی اوس دژوند خطر سره مخامخ نشی نوم یی نه اخلم ځکه هغوی اوس هم وطن کی دی. نو که محب څه وایی ډیر جالب او قانع کوونکی ندی، شاید معقول به وغږیږی خو ټولنه نه اوس او نه پخوا ورته توجه نه کوی او نه یی کوله خو که مجید قرار غوندی سړی غږیږی یا عصمت قانع دوی سر ه د مقایسی وړ ندی،
    مننه دا صرف یو فردی نظر و کیدای شی دوستان خپل خپل نظرونه ولری مخکی تر مخکی ټولو ته درناوی
    موږ تیرو شلو لونو کی ډیرو بیدارو ځوانانو ته اړتیا لرله، خو تمه مو ټوله پوره نشوه لاړل ارمانونه خاوری شول وطن سپیره او دا دی اوس توره شپه کی هرڅه لوټ او دغلامی زنځیرو کی تړل کیږو. یا داکتر صاحب غنی دوکه شو یا ځوانان نامرده وو؟ یا دښمن ډیر مجهز او زرنګ و؟ نه پوهیږم یو علت خو خامخا و خو اوس ټول ګنکس یاستو ځواب نشو بیدا کولای کلونه په کار دی چی پوه شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب