شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهانس حقاني ته د صالح غبرګون، تاسې فقر ځپلي نه ياست، غټې...

انس حقاني ته د صالح غبرګون، تاسې فقر ځپلي نه ياست، غټې خیټې مو ګواه دي

تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه)‏‏‏‏ د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح يو ځل بيا پر طالبانو توند تورونه لګولي.

هغه ويلي، چې د دې ډلې چلند خلکو سره تر هغې هم ظالمانه دی، چې اسراییلیان یې د فلسطینیانو پر وړاندې کوي.

صالح په خلکو غږ کړی، چې د ده په ټکیو د دغې ظالمې او لاسپوڅې ډلې خلاف ودریږي.

مخکيني مرستيال ولسمشر ټینګار کړی، چې طالبانو ته نه مخکې عذر او زارۍ د حل لاره وه او نه به بيا دغه کار کومه پايله ورکړې.

امرالله صالح په ضمني ډول د طالبانو د حقاني شبکې د يوه مشر انس حقاني هغو څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی، چې ويلي: روزي خدای تعالی رسوي، څوک له لوږې نه مري، خدای په واښو خوړلو هم انسان ژوندی ساتي او طالبانو ۲۰ کاله په تش نس او فقر کې کاميابه جګړه وکړه.

امرالله صالح دغو څرګندونو ته له مشخصې اشارې پرته ويلي، چې طالب مشران له ډېر چاغوالي ځوريږي.

د هغه په خبره، طالبان د وږي نس د جګړې په زور نه، بلکې د يوې دسيسې له لارې واک ته رسېدلي.

هغه پوښتنه کړې، چې آيا د طالب مشرانو په وجود او څېرو کې د لوږې او ځورونکي ژوند تېرولو نښې ښکاري؟

نوموړي وړاندې ویلي، چې طالب مشرانو د دين له وسيله کولو سره د پاکستان د ستراتیژیکې پراختيا سياست ته کار وکړ او په افغانستان کې د جګړې دواړو لوريو ته د زرګونو ځوانانو د وژل کيدو سبب شول.

امرالله صالح دا هم ليکلي، چې د طالبانو د واکمنۍ يو فصل لا نه دی اوښتی، چې نيږدې ده دا ډله ډالرو ته په سجدو شي.

هغه وايي، چې د طالبانو يوه ډله نړۍ ته په اړتيا نه لرلو ټينګار کوي، خو بله يې امريکا خپله سياسي قبله او د بشريت د اخلاقو عرش ګڼي.

نړۍ ته د اړتيا نه لرلو خبره څه موده مخکې د حقاني شبکې یوه مشر انس حقاني وکړه، خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي بيا امریکایانو ته په خطاب کې وويل، چې تاسې عالي او ستر ملت یاست او طالبانو سره زغم او لویې سینې نه کار واخلئ.

د مخکیني ولسمشر د مرستيال په خبره طالبانو ته د دين بحث نه پخوا مهم و او نه اوس دی.

  دغه افغان سياستوال له طالبانو پوښتي، چې که د ملي ګټو پر ضد نه وي ولې له ټاکنو ډاریږي او د خلکو رايه اخيستو ته مراجعه نه کوي؟

صالح د خپلو څرګندونو په پای کې وايي، چې ظلم او کبر تلپاتې نه دی او طالبان هم له دغه اصل څخه مستثنا نه دي.

طالبانو بيا د امرالله صالح دغو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب