تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه) په داسې حال کې چې طالبان او پلويان يې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې د صفر کيدو ادعاوې کوي، نن په سوېلي ولايت ارزګان کې ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي او ۸ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
دغه چاودنه په ګېزاب ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په منځ کې ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي او د دریو ښځو په ګډون یې ۸ تنه نور ټپیان کړي دي.
د ترینکوټ د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر ضیاالرحمن نیازي ویلي، چې یاده پیښه تیره شپه د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې شوې.
هغه وایي په ټپیانو کې د دوه کسانو روغتیایي حالت نازک دی.
د پېښې قربانیان وایي چاودنه هغه مهال رامنځته شوې ده چې په یوه کور کې ماشومانو د واده تر مراسمو وروسته سره راغونډ شوي ول.
د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا محمد آصف وایي، چې یاده پېښه د پخوانيو ناچادوه توکیو له کبله رامنځته شوې ده.
ځايي خلک بيا وايي، چې که چاودنه د پخوانيو ناچادوه توکیو له کبله هم شوې وي، عامل به یې بیا هم طالبان وي.
د دوی په وینا، همدغې ډلې مخکې په ډېرو سيمو کې ماینونه او چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.
طالبانو بيا دا تورونه ردکړي دي.