شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب له امریکا څخه د جمهوري نظام د سقوط په اړه...

حمدالله محب له امریکا څخه د جمهوري نظام د سقوط په اړه توضیحات ورکړل

تاند:( پنج شنبه ، د قوس پینځه ویشتمه)‏‏‏‏ د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب په یوه مرکه کې د دغه نظام د سقوط په اړه توضیحات ورکړل.

حمدالله محب ازادۍ راډيو ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې له یوې مياشتې راهيسې امريکا متحده ايالاتو ته تللی دی.

هغه په دې مرکه کې وويل، چې په دوحه کې د طالبانو او امريکا د سولې له تړون څخه وروسته د افغانستان ( الف نه ی) پورې سیاستوالو ټولو له طالبانو سره اړیکې نیولې او پټې معاملې یې ورسره لرلې.

هغه په دې ډول د جمهوري نظام د سقوط اصلي دلیل د دوحې تړون یاد کړ.

ډاکټر محب دا هم وويل، چې له ۲۰۱۴ څخه وروسته افغان ځواکونو په زړه ورتیا او ډېرې مېړانې سره د نظام دفاع وکړه.

د ده په وينا، طالبانو ان د سیمه ییزو قومي مشرانو په کچه د خپلې واکمنۍ د جوړولو لپاره تفاهم درلود او ډېرو سیاستوالو سره یې هم وار د مخه اړيکې خوږې شوې وې، چې په همدې دليل ورسره ډېرو خلکو د جمهوري نظام په سقوط کې مرسته کوله.

حمدالله محب د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني امريکايي استازي زلمي خليلزاد هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې له افغانستان څخه د ولسمشر غني وتل د نظام د پاشلتيا او دغه پاشلتيا بيا کابل ته د طالبانو د را ننوتو سبب شو.

د ملي امنيت دغه پخواني سلاکار وويل، چې لومړی نظام له منځه لاړ او بيا ولسمشر غني د ده په غوښتنه په ناڅاپي توګه افغانستان نه ووت.

هغه ټينګار وکړ، چې ولسمشر غني د تفاهم او مذاکراتو له لارې د نوي ګډ حکومت جوړولو ته چمتو و، خو طالبانو له پیله حکومت سره خبرې نه کولې.

د محب په وینا، که طالبانو په سوله او مذاکراتو باور لرلای، په تېرو درېيو کلونو کې به یې ورته خپل عملي تعهد ښودلی وای.

حمدالله محب وويل، چې د جمهوري نظام د سقوط په ورځ هم په پام کې وه، چې د پریکنده مذاکراتو لپاره د ده په ګډون د جمهوري نظام یو مهم پلاوی له طالب لوري سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي.

ډاکټر محب ده ته د نظام د سقوط په ورځ د حقاني شبکې د یوه مشر خليل الرحمن حقاني د ټلیفوني تماس په اړه وويل، چې هغه لومړی طالبانو ته د تسلیمیدو په اړه د يوې اعلاميې د خپرولو او بيا د ګډ حکومت د جوړولو په اړه د مذاکراتو غوښتنه لرله.

محب وایي فکر یې کاوه، چې خلیل الرحمن حقاني به په لوګر یا میدان وردګو کې وي او دی به په یوه موټر کې له یوه ډريور سره ورشي، خو حقاني ورته وويل چې د ارګ په شاوخوا کې دي.

حمدالله محب له هېواده د ولسمشر غني تر وتو وروسته د هغه د لومړي مرستيال امرالله صالح له لوري د ځان د‌ سرپرست ولسمشر اعلان ته غبرګون ونه ښود، خو د هغه له لوري د طالبانو خلاف د مقاومت اعلان ته یې په غبرګون کې وويل چې له سقوط څخه څو ورځې مخکې يې د امنیتي سکتور د رهبرۍ غونډه کې د طالبانو خلاف د مقاومت موضوع له امنيتي رهبرۍ سره وڅېړله.

د ولسمشر غني دا نیږدې کس وايي، چې د دفاع وزیر بسم الله خان ورته د مقاومت امکان حتا په پنجشير کې هم رد کړ.

محب د ولسمشر له خوا له هېواده د میلیونونو ډالرو د ويستو ادعا رد کړه او وويل چې دا خبرې د ولسمشر د تاريخ خرابولو په موخه کیږي.

هغه د ولسمشر په اړه وويل، چې لا هم په متحده عربي اماراتو کې دی او په مناسب وخت کې به څرګند او خلکو سره په لازمو موضوعاتو وغږیږي.

طالبانو او نورو لوریو د حمدالله محب څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

په خواله رسنیو کې ځینو کسانو د هغه خبرې ستايلي، خو یو شمېر نورو بیا مرکه او محب په توندو الفاظو نقد کړی دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب