Homeخبرونهپر کونړ بې پېلوټه الوتکو بمباري کړې

پر کونړ بې پېلوټه الوتکو بمباري کړې

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲۵مه) نامعلومو بې پېلوټه الوتکو د پنجشنبې په ماښام ډیورنډ کرښې ته نژدې د کونړ ولایت پر یو شمېر سیمو بمباري کړې ده.

په کونړ کې د طالبانو چارواکو د نامعلومو بې پېلوټه الوتکو له لوري د کونړ په ځینو سیمو د بې پېلوټه الوتکو بمباري تایید کړې ده.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ريیس نجیب الله حنیف خبریالانو ته ویلي چې شاوخوا ۵ بجې وې چې د باجوړ قبایلي سیمې ته نژدې د شلتن ولسوالۍ پر چوګان سیمه کې د بې پېلوټه الوتکو له لوري بمباري وشوه.

د حنیف په وینا تر اوسه څرګنده نه ده چې حمله کوونکې بې پېلوټه الوتکې به د چا وې خو د سیمې اوسېدونکو تاند ته ویلي چې الوتکې له پاکستان څخه الوتې وې او غالباً یې هدف په سیمه کې پاکستاني طالبان وو.

له بلې خوا په کابل کې د طالبانو د حکومت ویندی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی له معلوماتو سره سم د پاکستان له خاورې پر کونړ ولایت توغندويي بریدونه شوي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا موضوع له پاکستاني چارواکو سره مطرح کوي.

پاکستان له کلونو راهیسې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کونړ پر سرحدي سیمو د درنو وسلو ګوزارونه کوي چې له کبله یې زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې پاکستان غواړي خپلې پوستې رامخکې کړي او په دې توګه پر کونړ سین لا زیات کنټرول ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...