Home+لړمۍ / یو ډول حساسیت

لړمۍ / یو ډول حساسیت

دا د پوستکي یوه عامه ناروغي ده، په افغانستان او پاکستان کې به داسې څوګ نه وي چې پخپل ژوندانه کې پرې یو ځل نه وي اخته سوی.

علتونه:

په ماشومانو کې د دې ناروغۍ لامل د خېټې جنجي دی.

په لویانو کې د وینې خرابي، د ځینو کسانو د خوړو ګرد، له سړې هوا او ځینې نورو څیزونو سره د حساسیت درلودل او کله کله ځینو نامعلومو عواملو له کبله هم پیدا کېږي.

نښې_نښانې:

په بدن باندې د وړو وړو دانو په بڼه لکه د جوارو دانې راخېژي. ډېر سخت خارښت کوي او سوځي، کله د بدن په یوې برخې او کله پر ټول بدن راخېژي، کله کله یو له بل سره لرې واقع وي او کله کله د انګورو د وږې په بڼه ګڼې او له یو بل سره نښتې وي لړمې له ۲ څخه تر ۶ ساعتونو پورې دوام کوي او بیا پخپله ورکېږي، لږه شېبه وروسته بیا راپیداکېږي. کله کله تر درو ورځو ان څو ورځو پورې دوام کوي او تبه هم ورسره وي.

درملنه:

د دې ناروغۍ لپاره Tab. Inj. Avil یا Inj. Tab. Tovagyl یا انټي هسټامین درمل (ګولۍ) ډېر ګټور دي. د ماشومانو لپاره په کم مقدار او د لویانو ته یوه پیچکاري یا د ورځې ۳ ګولۍ ورکړئ. د پرله پسې لړمیو لپاره ناروغ ته Inj. Calcium candoz په اونۍ کې دوه ځلۍ د ورید له لارې ورو ورو ولګوئ له پینځو شپږو پیچکارو سره ناروغ رغېږي. کومه لړمې چې یو ناڅاپه او له دوا سره د حساسیت له امله پیدا سي نو ناروغ ته فوري Inj. Adrenalin د جلد لاندې ورو ورو ولګوئ له سره ورته Inj. Decadron هم پیچکاري کړئ.

احتیاط: ناروغ چې له کوم څیز سره حساسیت لري له هغې دې ځان په کلکه وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...