شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد معاشونو د لا ځنډ خبرداری، د نوي مالي کال لپاره یې...

د معاشونو د لا ځنډ خبرداری، د نوي مالي کال لپاره یې سيستم بنديږي

تاند:( جمعه ، د قوس شپږ ویشتمه)‏‏‏‏د طالبانو د ماليې وزارت وياند احمد ولي حقمل په داسې حال کې چې له نوم اخيستو پرته د ۲۵ وزارتونو او ادارو د کارکوونکو د ۲ مياشتيني معاش د ورکړې ادعا کړې، ويلي چې د ځینو نورو ادارو د معاشونو د ورکړې هڅه هم روانه ده.

هغه په ورته وخت کې ويلي، چې د ‌معاشونو د وېش بهير به د روانې قوس میاشتې تر ۲۵ مې دوام ولري او بيا به د نوي مالي کال د پیل لپاره د معاشونو د ویش سيستم څه موده وتړل شي.

دغه طالب وياند نه دي ويلي، چې د کومو ادارو او وزارتونو کارکوونکو ته معاشونه حواله شوي؟

د افغانستان د مختلفو دولتي ادارو کارکوونکو تاند ته ويلي، چې طالبان د معاشونو د ورکړې په اړه درواغ وايي، ځکه چې اوسه پورې د دوی د هیڅ کومې مياشتې معاش نه دی ورکړل شوی.

دغو سرچينو د یو شمېر وزارتونو او ادارو د اسد میاشتې د معاش ورکړې ته په اشارې سره وايي: سره له دې چې د اسد میاشتې معاشونه جمهوري نظام تر بانکونو رسولي وو، خو طالبانو یې له کافي ځنډ وروسته اجازه ورکړه او له همدې اجازه ورکولو یې د ځان په ګټه لویه رسنیزه غوغا جوړه کړه.

طالبانو تر اوسه د کوم وزارت او ادارې نوم نه دی اخیستی، چې دوی یې د کارکوونکو معاشونه حواله کړي وي.

د طالبانو د ماليې وزارت وياند د تېرې میاشتې په ۲۹ مه د یوې خبري ناستې پرمهال ژمنه وکړه، چې زر به د دولتي کارکوونکو د درېيو مياشتو معاشونه ورکړل شي.

له هغې ژمنې يوه میاشت په پوره کیدو ده.

اوس طالبان د خپلې واکمنۍ له څلور مياشتيني کیدو سره د دوو مياشتو د معاشونو د ورکړې ژمنه کوي.

تېره اونۍ د طالبانو يوه مطبوعاتي مشر سهیل شاهین له افغانستان انټرنشتال ټلويزيون سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې ټولو دولتي کارکوونکو ته د ۳ مياشتو معاشونه ورکړل شوي.

د دولتي ادارو کارکوونکي وايي، چې د بې معاشۍ له کبله سختو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی اوج ته رسېدلی اقتصادي او بشري ناورين، د توکیو او لګښتونو لوړیدل، خونړی ژمی او نورې ستونزې د بې معاشۍ اړوند ګڼي او وايي، چې حتی دفترونو ته د تلو کرايه قرضوي.

معلومه نه ده، چې د طالبانو دغه تازه وعده به کله پوره شي؟

څو ورځې مخکې پر افغانستان د طالبانو د واکمنیدو څلور میاشتې پوره شوې.

په دې ورځ، ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سخت بشري ناورين د رامنځته کيدو له خبرداري سره ويلي، چې ۹۸ سلنه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

د دغه نړيوال سازمان د بشري حقونو د کمیسارۍ مرستیالې میرمن النشيف په جینیوا کې د يوې غونډې پر مهال دا هم وويل، چې له هرو لسو افغان کورنيو څخه ۷ کورنۍ همدومره خوراکي توکي په سختۍ سره په پور پیدا کوي، چې پرې ژوندي پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب