شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني وايسرای زور ښودنه، له ط چارواکو وروسته یې بهرني...

د پاکستاني وايسرای زور ښودنه، له ط چارواکو وروسته یې بهرني سفیران دربار ته روان دي

تاند:( جمعه ، د قوس شپږ ویشتمه)‏‏‏‏ په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان، چې منتقدان یې د سفیر پر ځای د افغانستان ټولواک او د طالبانو د نفوذي رژيم اصلي ټولواک ګڼي، پرون یې د روسیې او ترکیې له سفیرانو سره په خپل دفتر کې وکتل.

منصور احمد خان د دغو سفیرانو د جلا- جلا ورتلو عکسونه پر خپل ټویټر خپاره کړي او لیکلي، چې له افغانستان سره د همکارۍ او په ځانګړي ډول د بشري مرستو، په دې برخه کې د سیمه ییزو او نړیوالو همغږیو په پياوړتيا او سیمه ییز ثبات قوی کولو سره غږيدلي دي.

منصور احمد خان تر دې مخکې هره ورځ د طالبانو ګڼ لوړپوړي چارواکي ورغوښتل، چې ډ منتقدینو په وینا خپل حکمونه یې ورسره شریکول او د اجراآتو راپور یې ترې غوښت.

په دې اړه خپریدونکو عکسونو کې لیدل کیدل، چې پاکستانی سفیر د یوه ټولواک او امپراتور او طالب چارواکي یې د معدونانو په توګه ناست دي.

د دغو لیدنو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو توند غبرګونونه وښودل او منصور احمد خان یې د انګرېزي امپراتورۍ له وايسرای ګانو سره تشبيه کړ.

وايسرای د استعمار هغه ټولواکه استازي ته ویل کېده، چې په یرغمل شوي هېواد کې یې لاسپوڅی حکومت رهبري کاوه او ټولې واګې او پریکړې به هماغه سره وې.

طالبانو د ولسي فشارونو له کبله پر خپلو چارواکو حتمي کړه، چې د بهرنيو چارو وزارت له همغږۍ پرته به یې بهرني ديپلوماتان نه ویني.

له دې سره ویل کېږي، چې منصور احمد خان اوس هم د خپلې ټولواکۍ یا وايسرای توب رول ته هماغسې دوام ورکوي، خو تصویرونه یې نه رسنيز کیږي.

د افغانستان د پخواني مرستيال ولسمشر امرالله صالح په ګډون ډېر افغانان پاکستان تورنوي، چې افغانستان یې د طالبانو په لاس اشغال کړی، خو طالبان او پاکستان دغه خبره ردوي.

1 COMMENT

  1. WHAT IS MEAN. PAKISTAN WANT BRING PEACE FOR US.
    PAKISTAN FIGHT FOR FROZEN BUDGET.
    PAKISTAN MAKE CONFERENCE ABOUT AFGHANISTAN WITH WORLD.
    PAKISTAN ASKING FOR OFFICIAL RECOGNITION OF AFGHANISTAN.
    IS AFGHANISTAN A FREE COUNTRY OR UNDER RULE OF PAKISTAN.?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب