جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهڅلورمه سقاوي دوره، افغان فرهنګ او د کتاب صنعت د نابودۍ خطر...

څلورمه سقاوي دوره، افغان فرهنګ او د کتاب صنعت د نابودۍ خطر سره مخ دی

تاند:( جمعه ، د قوس شپږ ویشتمه)‏‏‏‏ د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د ډېرو نورو سقوطونو تر څنګ د کتابونو غوړیدلی کاروبار هم سقوط شوی.

د‌ دوی د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې د افغانستان یوه مشهور نشراتي مرکز ( دانش خپرندويه ټولنه) په نېمه بيه خپل توکي لیلام کړل، خو بيا هم چا ونه پېرل.

ګڼو نورو کتاب پلورنځيو شکايت وکړ، چې پېرودونکي یی تقریبا صفر شوي، ځکه د طالبانو واکمنۍ ترې د خوراک ډوډۍ اخيستې نو خلک به کتابونه څنګه وپیري؟

په ننګرهار کې ختيځ خپرندويه ټولنې د خپل کتاب پلورنځي د تیاره تصویر له خپرولو سره لیکلي:

دا تاریکي مو له ښې ورځې نه،له بدې ورځې جوړه کړي،موږ د هټۍ کرایه لا څه، حتا د برق بېل هم نه شو پوره کولای،ملت لکه زموږ د هټۍ تاریکي؛له بدې تورې ورځې سره مخ دی،دا د شخصیت او ښه اذهانو د رغښت ستر درملتونونه په نړېدو دي!

په کابل کې يوه افغان لیکوال چې نه یې غوښتل نوم یې خپور کړو تاند ته وويل: مخکې مې هره میاشت د معاش څو زره افغانۍ کتاب اخیستو ته بېلولې، خو اوس نور کتابونه نه شم پېرلی او له تش لاسۍ په اخیستو کتابونو هم پښیمانه یم او فکر کوم چې څنګه يې بیرته په مناسبه بيه خرڅ او فقر ځپلې کورنۍ ته پرې اوړه او خوراکي توکي را ونیسم.

څ

په وروستيو کې د ډېرو افغان لیکوالو هغه عکسونه هم خپاره شول، چې خپل کتابتونونه یې لیلام کړي وو.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې میلیونونه خلک بې کاره شوي، کار لرونکي ۴ مياشتې شوې معاش نه لري، ۲۴ میلیونه خلک وږي دي، خوراکي او نورو توکي څو چنده لوړ شوي او د شدیدې لوږې له کبله د میلیونونو کسانو د مرګ وېره ده.

طالب مشرانو بيا ويلي، چې د رزق ذمه خدای تعالی کړې، له لوږې څوک نه مري او په واښو هم انسان خدای ژوندی ساتي.

ځينو منتقدینو یې بیا له دې کبله چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغانستان بيا د فرهنګ او علم د سقوط له ګواښ سره مخ شوی، د دوی واکمني څلورمه سقاوي دوره ګڼي.

منتقدان د حبیب الله کلکاني واکمني د سقاوي لومړۍ، د برهان الدين رباني واکمني دویمه، د طالبانو لومړی ځل واکمني درېیمه او دا ځل واکمني يې د سقاوي يانې فرهنګ او علم سره د دښمنۍ څلورمه دوره يادوي.

طالبان بيا پر دوی دا ډول تورونه بې اساسه ګڼي.

د يادونې وړ ده، چې د جمهوري نظام په شل کلنه دوره کې افغانستان د زرګونه کتاب پلورنځيو او لسګونه زره ښوونځيو او نورو علمي مرکزونو څښتن شو، په ميلياردونو ډالره دولتي او خصوصي پانګونې پرې وشوې، لسګونه زره ټوکه کتابونه چاپ شول، خو اوس ټول بې ارزښته شوي، د پوهنتون تر استادانو پورې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره مزدوري او نور شاقه کارونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب