شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په افغاني ټولنه کې د فکري اختلاف شالید 

په افغاني ټولنه کې د فکري اختلاف شالید 

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

له څلورنیمو لسیزو دمخه افغان وګړو یوه اوږده موده په سوله کې ژوند کړی و، د وګړو ترمنځ فکري او نظریاتي اختلافات دومره ژور نه و، د شعارونو په کچه و او لا د ټوپکونو په شپیلیو پاشل شوی او زهرجن شوی نه وو.

نه د سیمي او نه د قوم په نوم کوم کرکجن نظر موجود و, نه چا د افغان ملت په تاریخي ویاړونو او ملي ارزښتونو ملنډې وهلای شوی او نه د سیاسي ګوندونو دومره واک او زواک و چې د ټولنې عمومي ذهنیت د کرکې او له یو بل سره د دښمنۍ تر بریده ورسوي. یا خپل سیاسي سیالان او مخالفین په مرګ ووهي او ویې ځپي. په ۱۳۵۲ کې د شهید سردار محمد داود له خوا سیاسي بدلون او جمهوري نظام ، د بهرنیو لویو ځواکونو او په سیمه کې د پرتو دښمنانو نتلې سترګې افغانستان ته راواړولې. په کور دننه هم ښي اړخي او چپ اړخي سیاسي ډلګۍ و ښوریدې او د سیاسي او فکري اختلافاتو ژورتیا ته لاره هواره شوه.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایې د اومې له بدلون وروسته، چې د یو ملي او ډیر هیوادپال جمهور رئیس او د هغه د معصومي کورنۍ د ګڼ شمیر غړو په شهادت او بی رحمانه وژلو پیل شو، په حقیقت کې د زغم او د سیاسي مخالف د منلو وخت پای ته ورسید.

فکري او ایډ یالوژیک اختلافات د بهرنیانو په لاسوهنو او لمسونو ژور او د وسله وال کړکیچ په لور وخوځیدل. د افغاني ټولنې ذهنیت او فکري ثبات ورو ورو کړکیچن شو او مخالفینو د یو او بل د ځپلو لپاره په ټول هیواد کې اور وکاره.

په ټولنه کې د یوه داسی ژور بدلون او فکري انقلاب لپاره کار پیل شو، چې د عمومي ذهنیت په خوب ویده رګونه یې وتخڼول او ډیر پخواني او دودیز پاخه کلتوري او ټولنیز دیوالونه یې ولړزول.

یوازې کلتوري او ټولنیز ژور اصلاحات پیل نه شول، اقتصادي سستم او تګلوری هم په بل اړخ واوښت. د ټولنیز عدالت او برابرۍ په نوم د لویو ځمکوالو د ځمکو چټک ویش رامنځ ته شو، د ګروۍ دود منع اعلان شو او خصوصي ملکیتونه له ګواښ سره مخ شول. د هغه مهال په اصطلاح د فیوډالانو او لویو خانانو سرونه د کرګرانو  له سوکانو سره مخ شول.
د دې فکري ژور بدلون، نظریاتي یا ایډیالوژیکي چینه د پخواني شوروي اتحاد له خیټې بهیدله او د کارل مارکس او ولادیمیر ایلیچ لینن په تیوریو او نظریو خړوبیدله.

که څه هم د هغه مهال د همدې بدلون سیاسي ګوند سوسیالیستي مرام او اساس نه درلود او د خلک دموکراتیک ګوند په نوم یادیده، چې بیا وروسته په کې نور اصلاحات هم رامنځ ته شول او د وطن ګوند په نوم ونومول شو, د خپلو فکري او سیاسي مخالفینو د زغملو ډیر کوښښ وکړ، خو اوبه له ورښه تیرې وې او هیواد د اوږدې کورنۍ جګړې په لمبو کې نیم سوی و.

د غوایې د اومې له بدلون سره هممهاله یې سیاسي مخالفینو ، بنسټپالو اسلامي تنظیمونو چې لا یې له پخوا د همداسی یوې پلمې څرک څاره، له فرضي پولې اخوا یې ځالې جوړې کړې وې او آن د شهید داود خان جمهوریت ته يې ګواښونه پیښول، د ولس په ویده ذهنیت کې د لارې موندلو هڅه پیل کړه. سیاسي او فکري اخلافات یې د کفر او اسلام په نوم رنګ کړل او ټول ولس یې د ډانګ او پړانګ ترمنځ راښکیل کړ. یو شمیر ساده او نالوستي وګړي يې دومره احساساتي کړل چې د ښوونځيو سوزول، د عامه شتمنیو ویجاړول، چور او تالان  یې پر کفر د اسلام بری ګاڼه.

د شوروي پوځونو راتګ خبره نوره هم سخته کړه، لویدیځي پانګوالې نړۍ د عربي شیخانو او سیاستوالو په ملتیا، د شوروي پوځونو د ماتولو لپاره د افغانانو له وطنپالو او خپلواکۍ غوښتونکو احساساتو ناوړه ګټه واخیسته او په افغانستان کې یې د سولې د خبرو او سوله ییز حل پر ځای د جګړې د سختولو او لا پراخولو هڅه کوله. تر څو د ختیځ او لویدیځ سړه جګړه په افغان خاوره کې د افغان ولس په وینو توده وساتي او د شوروي اتحاد زور او ځواک همدلته وننګوي او له ماتې سره یې مخ کړي. پاکستان چې د همداسې موخو لپاره لا له پخوا په سیمه کې دلویدیځ د سیاسي اهدافو د ترسره کولو لپاره رامنځ ته شوی و، په دی لوبه کې لوی لوبغاړی شو او هلته يې د افغان کډوالو د ذهنیت او فکري بدلون لپاره لویې دسیسې پلان کړې. ملي مبارزین او وطنپالونکي مجاهدین پرینښودل شول چې د خپل فکر سره سم د شوروي لښکرو پر ضد د مبارزې لورې و ټاکي.

هلته د یوه یا دوو تنظیمونو پر ځای د اوو تنظیمونو بنسټ کیښودل شو او په دې توګه د افغان کډوالو او مجاهدینو د یووالي مخه ونیول شوه. د دوی ترمنځ د بې باورۍ او اختلافاتو لپاره لویدیځ او پاکستان ډیر کار وکړ او داسی حالت ته یې ورسول چې د شوروي پلوه رژیم له نسکوریدو وروسته لکه لیوانو په کابل کې یو د بل غوښې و خوړې او ټول کابل یې د کابلیانو په وینو ولاړه. د هیواد په ټولو سیمو کې یې تر پایه په خپلسریو او سیمه ییزه واکمنۍ ټینګار کاوه او یو له بل سره جوړ نه شول.

ایران هم په خپل وار، هلته کډوال او د کابل د رژیم مخالفین په اتو تنظیمونو وویشل او د خپلو ستراتیژیکو ناولو موخو لپاره یې د شوروي له وتلو وروسته وکارول. د ژبې، سیمي او مذهب په نومونو یې د افغاني ټولنې د ویش، کمزورۍ او د فکري اخلافاتو د ژورتیالپاره کار وکړ.

شوروي اتحاد هم له نورو زیات په چپي لوري کې د بی باورۍ او اختلافاتو لپاره هڅه وکړه،  ژبنيو او قومي اختلافاتو ته یې د هغه مهال په دولتي اډانه کې ډیر کار وکړ.

د شوروي ښکیلاک ګرو پوځونو له وتلو وروسته، د شمال جنبش او شمال ټلواله چې د شوروي اشغالګرو لوی لاس په کې و رامنځ ته شو او د افغان ولس د ویشلو او په دی توګه د خپلې ماتې د غچ اخیستلو لپاره یې وکاروه. له بده مرغه د هیواد دننه اوږدې کورنۍ جګړې، د بهرنیانو لاس وهنې او د پردیو ایډیالوژیو، د افغاني ټولنې ټولې اصلي،  تاریخي او کلتوري ارزښتمنې ریښې غوڅې کړی، فکري او ایډیالوژیکي ژور اختلافات رامنځ ته شول، افغانان په خپلو دودیزو لباسونو او ظاهري بڼو وځورول شول. کله د ږیري او پتکي په لرلو او کله هم د بریتونو او پتلون په لرلو یو او بل سره وځورول، زندانونو ته یې ورسول،  آن د یو  او بل په سرونو میخونه ووهل شول او د مړو نڅاکانې او د ژوندیو د سوزولو پیښې رامنځ ته شوی. هم کیڼ اړخې بهیر ډیر افراطي او بنسټپال و او هم ښي اړخې اسلام پالې ډلې ډیرې تندې او زغم نه منونکې وې. چپې خلق دموکراتیک ګوند، په  پیل کې مطلقه دیکتاتوري او یو ګوندي سستم وچلاوه. د هیواد اقتصادي سستم یې له ازاد بازار او پانګوالۍ سره په ټکر کې، سل درجې مخالف لوري ته وخوځاوه.

د چپي رژیم له ماتې وروسته تنظیمي رژیمونو په اصل کې منظم حکومت نه درلود. په ټولنه کې مطلقه انارشي، ذهني او ایدیالوژیکه بنسټپاله کرکه خپره شوه. د وګړو، ټولنیزو جوړښتونو او سیاسي ډلګیو ترمنځ بشپړه بی باوري او نا مدني روحیه رامنځ ته شوه. د اسلامي آمارت په نوم لومړۍ دورې که څه هم ملوک الطوایفي او پاټک سالاري تر یوی اندازې ختمه کړه، خو فکري او ایډیالوژیکه بنسټپالنه یې لا ژوره کړه، د اوسني عصر له ډیرو منل شویو او روا مدني حقوقو لکه د نجونو له زده کړو سره یې تر پایه مخالفت وکړ.

جمهوریت او دموکراسي چې په څرګنده ډیر ښه نومونه او د حکومتولۍ یو غوره اصل او دود ګڼل کیږي، له بده مرغه بیا هم په افغانستان کې د تیرو سستمونو او رژیمونو په څېر بنسټپاله او ناکاره کړنې پیل کړی. په سلګونو دولتي موسسې د ازاد بازار او پانګوالي اقتصادي سستم د بنسټ ایښولو په نوم،  پخوانیو حنګسالارانو په ناروا او نامشروع پیسو وپیرودلې، د ملت شتمني،  دولتي ځمکې او نور تاسیسات بهرنیو اجیرانو، غلو او ډاکوانو غصب او تر خیټو لاندې کړې. په لومړي ځل دولتي سستماتیک فساد رامنځ ته شو او د شتمن او بیوزلي واټن بیخي زیات شو. د بیان د ازادۍ او دموکراسۍ په نوم ملي او تاریخي ویاړنو ته سپکاوی پیل شو او یو بل بنسټپاله بدلون، زموږ د ټولنې ناروغ او زوریدلې ذهن په پام کې ونه نیو، فکري او ایدیالوژیک توپیرونه یې، د بمونو پر مور هم وځپل او والوزول.

                   
نو اوس څه په کار دي؟

                 
اوس له څلورنیمو لسیزو اړودوړ، ایډیالوژیکي خونړیو اختلافاتو او پردیو شعارونو زده کړه ، نرمښت او د زغم لاره نیول اړین دي.

افغانستان په خپله سینه،  په تیرو څلورنیمو لسیزو کې د سړې جګړې د دوو لویو دښمنو زبرځواکو،  سوسیالیستي بلاک چې د وارسا پوځي تړون یې تر شا و او د پانګوالۍ یا لویدیځې نړۍ بلاک،  چې د ناټو پوځي تړون یې تر شا و خو نړۍ لښکرې وزغملې، د لویو ښکیلاګرو ځواکونو، او سیمه یزو دښمنو کړیو سیالیو او جګړو،  افغاني ټولنې ته په ملیونونو شهیدان، معیوبین، معلولین او کډوال په میراث پریښودل. د خپلو وسلو له ازمایښت او له پوځي مانورو او تمرینونو وروسته یې، افغانستان له زرګونو بدمرغیو، ټولنیزو،  کلتوري، سیاسي او اقتصادي ناخوالو سره یوه جکړه ځپلي ولس ته وران ویجاړ پریښود.

دلته هم چپي بنسټپاله ګوندونه او فکرونه او هم ښي اړخي اسلامي بنسټپاله پاله تنظیمونه او فکرونه وازمایل شول، هم په تیر جمهوریت کې د مصنوعي دموکراسۍ نندارې وشوی او هم له هغو دمخه د رنکارنګ دیکتاتوریو پیښې او نندارې ترسره شوی.

که څه هم د امریکایې اشغال په مهال د جمهوریت په کلونو کې زاړه ایدیالوژیکې اختلافات یو څه نرم شول، دبن له کنفرانس وروسته ځنو پخوانیو اسلامي بنسټپالو ټوپکمارو او جنګسالارانو هم نیکټایې ګانې وتړلې او  د دموکراتانو، لبرالانو او تکنو کراتانو پیښې يې پیل کړی. د پخواني چپي رژیم بی واکه پاته شونې یې هم وزغمل او په ټول کې یو نرم او معتدل اسلامي نظام مخ ته روان و، خو بل لوري ته بیا د وسله والو مخالفینو په نوم د ځنو ځانګړو سیمو وګړي وځورول شول او په لوی لاس دښمنۍ او مخالفت ته ورټیل وهل شول.

د دې ترڅنګ په همدې مهال ډیر سخت اقتصادي اصلاحات هم را مخ ته شول، دا ځل په ټولو دولتي موسسو او شرکتونو د پلور څپه راغله او د ازاد بازار په نوم ډیر ملي شرکتونه او تولیدي موسسې ځنو په واک کې دخیلو غلو او جنګسالارانو په ناروا ډول ولکه کړی.

اوسني واکمن رژیم چې اوس په ټول هیواد کې واک لري، باید له دې طلایې فرصت کار واخلي، خپله تیره ناکامه دوره تکرار نه کړي. همدارنګه نظام او وګړي ټول،  د تیرو رژیمونو  له بنسټپالو، ژورو او زهرجنو فکري توپیرونو ډډه او زده کړه وکړي. اوس ټولنه په طبیعي توګه نرمښت، اعتدال او یو د بل زغم او منلو ته چمتو شوی ده. افغانانو  په سترګو ولیدل چې څرنګه چپ او ښي اړخي بنسټپال مات شول، څرنګه دلته پردۍ ایدیالوژۍ ورستې شوې او څرنګه دلته د افغانانو له ارادې خلاف رژیمونه را وپرزیدل.

نور افغان ټولنه په هيڅ ډول د سیاسي او فکري زهرجنو اختلافاتو او تاوتریخوالي وسه نلري، له غولوونکو سیاستونو او د حکومتونو له بدرنګه کړنو ستړی شوی ده.

ولس سوله، متوازن خدمات، عدالت او سوکاله ژوند غواړي.

په هیڅ سیاسي رنګ او هیڅ غولوونکي شعار باور نلري. هغوی چې له نسلونو یې خپل دیني ارزښتونه او خپل ملي ویاړونه خوندي ساتلي دي، هیڅکله هم خپل ملي او اسلامي ارزښتونه له لاسه نه ورکوي. په ټولو ډلو، سیاسي ګوندونو او تنظیمونو کې وطن پلورونکې او وطنپالونکې څېرې وې. هیڅ ګوند او سیاسي ډلې مطلق تور او سپین مخ نه درلود. سوله غوښتونکو او خیر غوښتونکو  په هره سیاسي ډله کې شتون درلود خو د وطن پلورونکو او مفسدینو  پر ناولیو کړنو  رنګ شول.

غوره ده چې نور په ټولنه کې له هر ډول کرکې ډډه وشي، فکري اختلافات بیا ژور نه شي. د ټولنې د هر وگړي حقوق خوندي شي. د زده کړو او کار مدني او لومړني حقوق ټولو ته برابر شي،  د ملي او اسلامي ارزښتونو  په لویه دایره کې هر وګړې د خپلې خوښې سره سم د سوله ییز او هوسا ژوند د لرلو لپاره هلې ځلې وکړي او د خپلې ارزښتمنې راتلونکې لپاره د هیواد په ودانۍ کې برخه واخلي.

که اوسني واکمنان بیا هم د افغاني ټولنې ذهني او عیني شرایط په پام کې ونه نیسي، د سایسنس او تکنالوژۍ په دې اوسني عصر کې،د میډیا او رسنیو پر اغیزو او د نړۍ په دې سره نښتي کلي کې ځان له نورو ګوښه کړي، نو بې له شکه چې فکري اختلافات او ایدیالوژیک توپیرونه به یو ځل بیا راژوندي،  لاپسې ژور، زهرجن او له پخوا لا زیات کرکجن شي.

راځۍ له څلورنیمو لسیزو وروسته لکه نوره متمدنه نړۍ یو د بل جنس، رنګ، بڼه، د ژوندانه ډول، کړه وړه او نظریاتي توپیرونه وزغمو او په خپل ګران هیواد کې د ویاړلو او ارزښتمنو افغاني او اسلامي اصولو په رڼا کې ګډ او سوله ییز ژوند وکړو.  د یوه پیاوړي ملت او یوه غښتلي تاریخي هیواد په توګه یو ځل بیا خپل ویاړلې هویت او  برم را څرګند کړو.

۲۰- ۹- ۲۰۲۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب