تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي، د جولای له ۱۹مې څخه د اګست تر لومړۍ نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه ۱۰۰ زره او ۳۶۸ افغانان هېواد ته راستانه شوي، په داسې حال کې چې په همدې موده کې ۴۲ زره او ۹۰۴ کسان له افغانستانه وتلي دي.
د راپور له مخې، ۵۵ زره او ۶۳۱ تنه له پاکستان او ۴۴ زره او ۷۳۷ تنه له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
سازمان ویلي، له ایران څخه د راستنو شویو ۶۳ سلنه ویلي چې ایستل شوي دي، خو پاتې نورو ویلي چې په خپله خوښه یا د نورو دلایلو له مخې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاتوي، د راستنېدونکو شمېر د وتونکو کسانو پرتله لوړ دی، ځکه ایران او پاکستان د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې لږ تر لږه شپږ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې د ایستلو یا د وتلو د فشار له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
مرستندوی بنسټونه خبرداری ورکوي چې ډېری راستانه شوي کسان له ځان سره ډېر لږ وسایل لري او بېړنیو مرستو، لکه سرپناه، خوړو، روغتیايي خدمتونو او د ژوند د برابرولو فرصتونو ته اړتیا لري. هغوی وايي، د راستنېدونکو پرلهپسې زیاتوالی پر ځايي ټولنو او بشري مرستندویو ادارو، چې له مالي ستونزو سره مخ دي، نور فشار هم زیات کړی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان په مهمو سرحدي لارو د کډوالو تګ راتګ څاري، څو د راستنېدونکو اړتیاوې وارزوي او اړینې بشري مرستې ورسره وکړي.