Homeخبرونهم.م: په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران مخ په پراخېدو...

م.م: په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران مخ په پراخېدو دی

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت په چټکۍ سره خرابېږي او د بشري مرستو د بودجې کمښت د خوراکي مرستو د کمېدو سبب شوی، چې ښايي د ماشومانو د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.

د راپور له مخې، د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو د شدیدې خوارځواکۍ کچه بحراني حد ته رسېدلې ده. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دفتر ویاندې اولها چریوکو ویلي، سږ کال د هېواد په څه باندې درې پر څلورمه برخه کې د ماشومانو خوارځواکي نوره هم شدیده شوې او ګڼ ماشومان روغتونونو ته په داسې حالت کې رسېږي چې د ژغورنې امکانات یې کم وي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې د مرستو د کمښت له امله ۱۴۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او له ۱۳ زرو څخه ډېرو ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې خدمات له لاسه ورکړي دي. دغه اداره اټکل کوي چې د روان کال تر پایه به نژدې ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان او همدارنګه ۱.۲ میلیونه امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، اوږدمهاله جګړې، بېکاري، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل، ناروغۍ، د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو کمښت، او د نړیوالو مرستو کمېدا د دې وضعیت اصلي لاملونه دي. دغه سازمان دا هم ویلي چې په منځني ختیځ کې جګړو او د پاکستان د لارو اوږدمهاله تړل کېدو د بشري مرستو لېږد هم ګډوډ کړی، چې له امله یې کابو یو میلیون ښځې او ماشومان د پنځو میاشتو لپاره له حیاتي خوراکي مرستو بې‌برخې پاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...