پوهانو د یوه نوي ډایناسور فوسیلي پاتې شوني موندلي دي چې د نور ډایناسورانو په څېر نه و، دې ډایناسور غاښونه نه لرل او سر یې د طوطي له سر سره ورته و.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې دې ډایناسور په مښوکه او ژامه کې داسې نښې لیدل شوې دي چې ښيي هغه میوه خوړه. که څه هم په عامه توګه د پوهانو په مینځ کې دا خبره مشهوره ده چې ډایناسورانو بېلابېل خواړه خوړل، ان یو بل یې هم خوړل، خو د اوږدې مودې لپاره داسې انګېرل کېدل چې مېوې به یې نه خوړه.
دا لومړی ځل دی چې د داسې ډایناسور فوسیل موندل کیږي چې هغه میوه خوري. د څیړنې له مخې دې ډایناسور شاوخوا ۶۶ میلیونه کاله مخکې ژوند کاوه یعني د ډایناسورانو د عصر د پای ته رسیدو په وروستیو کې ژوندی و.
د دې میوه خوړونکي ډایناسور پاتې شوني د امریکا د متحد ایالتونو په موناتان او شمالي ډاکوتا ایالتونو کې موندل شوې دي. په دې ایالتونو کې پخوا هم د ډایناسورانو پاتې شونې پیدا شوې وې.
څېړنې ښیي چې دغه ډایناسور د مېوو او نورو نرمو نباتاتو په خوړلو ژوند کاوه. هغه په یوه نیمه استوایي ساحلي چاپېریال کې اوسېده چې د سیندونو د سېلابونو له امله به پکې پراخې ځمکې خړوبېدلې. په همدې چاپېریال کې له هغه سره نور ډایناسوران هم اوسېدل؛ لکه ستر ښکارکوونکی ټیرانو سورس او ټرایسیراټوپس چې درې ښکران یې لرل او واښه یې خوړل.
د دې ډیناسور اوږدوالی شاوخوا یو نیم متر او وزن یې څه باندې یولس کیلوګرامه اټکل شوی دی.
توماس دادجون چې د کاناډا د تورنټو په اونټاریو شاهي موزیم کې څیړنې کوي، وایي چې تر دې مخکې یوازې د شک تر بریده داسې ویل کیدل چې ښایي ځیني ډایناسورانو به میوې خوړلې، خو کله هم د دې ادعا د اثبات لپاره شواهد نه و موندل شوي.
د نیویارک په سټوني بروک پوهنتون کې لرغونپوه او څیړونکی ګریک فانسټون بیا وایي چې د دې نوي ډایناسور له موندل شویو فوسیلونو درې نښې ترلاسه شوې دي چې پر دې دلالت کوي چې میوه به یې خوړله.
لومړی، د ژامې د عضلاتو جوړښت یې داسې و چې ژامه یې د ژوولو پر مهال شاته او مخې ته حرکت کولای شوه.
دوهم، د ژامې په بند کې یې د حرکت وړتیا لرله، چې له امله یې ژامه مخته ښویېدلی شوه.
درېیم، په مښوکه کې یې د څنډو او ژورو برخو یوه لړۍ موجوده وه چې د مېوو په څېر نرم نباتي خواړه یې د میده کولو او پرې کولو لپاره کارولای شول.
فانستون بیا وویل:
«نن ورځ هم د دغو ځانګړتیاوو بېلګې په مرغانو او شمشتيو کې په جلا جلا توګه لیدل کېږي؛ په ځانګړې توګه په هغو ژوو کې چې نرم خواړه خوري. د بېلګې په توګه، عقابي طوطي چې انځر خوري، او شنې سمندري شمشتۍ چې نرم سمندري واښه ژووي.»
خو هغه زیاته کړې ده:
«هیڅ ژوندی حیوان دا درې واړه ځانګړتیاوې په یوه وخت کې نه لري. دا خبره څرګندوي چې دا ډایناسور څومره ځانګړی و».