Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: د درېیمه برخه افغان ماشومانو خوارځواکي بحراني حد...

د خوړو نړیوال پروګرام: د درېیمه برخه افغان ماشومانو خوارځواکي بحراني حد ته رسېدلې

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) د اقتصادي بحران، د بشري مرستو د کمېدو او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله د میلیونونو افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ شوی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په کابو درېیمه برخه ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه بحراني حد ته رسېدلې، چې د دې ادارې په وینا بې‌سارې ده.

په افغانستان کې د دې پروګرام ريیس جان ایلیف په یوه بیان کې ویلي:«موږ باید د ماشومانو د مړینو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره دا اوس اقدام وکړو.»

ده همداراز ویلي، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، په راتلونکو میاشتو کې به زرګونه نور ماشومان هم په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان مشر جان ایلیف زیاته کړې: «د ډېرو لپاره ناوخته شوې، خو لا هم د سلګونو زرو هغو ښځو او ماشومانو د ژغورلو فرصت شته چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.»

په هلمند ولایت کې صدیقه، چې د اوو ماشومانو مور ده، وایي د هغې ډېری ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او اوس هم دوه وړې لوڼې یې درملنې ته اړتیا لري. د هغې په وینا، مېړه یې د پښتورګو د ناروغۍ له امله کار نه شي کولی او کورنۍ یې نژدې هېڅ عاید نه لري.

صدیقه وایي:«کاشکې یا زه مړه وای او یا هم دوی. زه خپله ناروغه یم او خپلو ماشومانو ته شیدې نه شم ورکولی، ځکه بدن مې لړزېږي. کله چې زه څه ونه خورم، خپل ماشوم هم نه شم مړولی، خو چې خواړه وخورم، بیا یې مړولی شم.»

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د بودجې کمښت، د لسګونو روغتیايي مرکزونو تړل کېدل او د خوراکي مرستو په لېږد کې ستونزې اړینو روغتیايي او تغذیوي خدمتونو ته د کابو یو میلیون میندو او ماشومانو لاسرسی محدود کړی دی.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې له اګست څخه تر اکتوبر پورې به د بودجې د کمښت له امله د خوراکي مرستو یوه برخه ودرول شي، چې دا وضعیت کولی شي په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران نور هم ژور کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...