تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) د مالیزیا فرسټ ورلډ هوټل انډ پلازا که څه هم د ډیزاین او لوکسوالي له پلوه د نړۍ تر ټولو مشهور هوټل نه ګڼل کېږي، خو د خونو د شمېر له مخې د نړۍ تر ټولو لوی هوټل دی.
دغه هوټل په ۲۰۰۶ کال کې پرانیستل شو او هغه مهال یې ۶۱۱۸ خونې لرلې، خو دوه کاله وروسته د امریکا د لاس وېګاس وینېشین هوټل د ۷۱۲۸ خونو په لرلو سره ترې د نړۍ د تر ټولو لوی هوټل لقب واخیست.
وروسته، په ۲۰۱۵ کال کې د دوهم برج له جوړېدو سره د فرسټ ورلډ هوټل د خونو شمېر ۷۳۵۱ ته لوړ شو او یو ځل بیا یې د نړۍ د تر ټولو لوی هوټل ریکارډ خپل کړ، چې تر اوسه هم دا ریکارډ ورسره دی.
دا هوټل د مالیزیا د پلازمېنې کوالالمپور شاوخوا ۵۰ کیلومتره شمال ته، په پاهنګ ایالت کې موقعیت لري.
د هوټل د خونو وېش په دې ډول دی:
- ۳۱۶۴ عادي (Standard) خونې؛
- ۲۹۲۲ لوکسې (Luxury) خونې؛
- ۶۴۹ لوکسې درېکسیزې (Luxury Triple) خونې؛
- ۴۸۰ سوپریر لوکسې (Superior Luxury) خونې؛
- او ۱۳۶ ورلډ کلب (World Club) خونې.