Homeخبرونهپاکستان پر نړیوالو رسنیو نوي محدودیتونه ولګول

پاکستان پر نړیوالو رسنیو نوي محدودیتونه ولګول

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه)  په داسي حال کې چې په پاکستان کې ناامنۍ په زیاتېدو دي، پاکستاني چارواکو د نړیوالو رسنیو پر فعالیتونو نوي محدودیتونه لګولي دي.

د بي بي سي د راپور له مخې، د بهرنیو رسنیو خبریالان او همکاران، د پاکستاني وګړو په ګډون، له اسلام‌اباد، کراچۍ او لاهور پرته په نورو سیمو کې د راپور جوړولو لپاره باید مخکې له مخکې د حکومت رسمي اجازه یا د «نه اعتراض سند » (NOC)  اجازه لیک ترلاسه کړي.

د پاکستان د حکومت دا پرېکړه د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې ده.

دا مقررات د «۲۰۲۶ کال د بهرنیو رسنیو د اسانتیاوو لارښود» تر نوم لاندې نافذ شوي دي. منتقدان وایي، دا اقدام به په عملي ډول په پاکستان کې د نړیوالو رسنیو خپلواک میداني راپورونه د حکومتي چارواکو له اجازې او پرېکړې سره وتړي.

د راپور له مخې، د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د دې مقرراتو هدف د رسنیو محدودول نه، بلکې د خبریالانو د تائید، همغږۍ او اداري چارو تنظیمول دي. خو په دې اړه څه نه وايي چې ولې د پنجاب ښارونه او کراچۍ له دې مقرراتو استثنا دي.

د خبریالانو او د بیان د ازادۍ ملاتړي بنسټونه هم وایي، د NOC ترلاسه کولو بهیر روښانه نه دی او پخوا هم دا سندونه یا له اوږده ځنډ وروسته ورکول کېدل او یا به هېڅ نه صادرېدل.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې مسوول مدیر ظفر عباس دا محدودیتونه «نه منونکي» بللي او ویلي یې دي، په څه باندې څلوېښت کلن ژورنالیستیک ژوند کې یې، حتی د پوځي حکومتونو پر مهال هم، د رسنیو پر وړاندې دومره سخت محدودیتونه نه وو لیدلي.

د نویو مقرراتو له مخې، که یو خبریال د پاکستان د «ایدیولوژۍ، حاکمیت، امنیت یا عامه نظم» پر ضد اقدام وکړي، د هغه خبري جواز لغوه کېدای شي. منتقدان وایي، دا اصطلاحات مبهم دي او د چارواکو له خوا په بېلابېلو ډولونو تعبیرېدای شي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۵۳م ځای لري.

په همدې حال کې، د نړیوالو رسنیو یو شمېر خبریالان او د پاکستان د خبریالانو د سراسري اتحادیې مشران هڅه کوي چې د خپلو اندېښنو د شریکولو لپاره د دغه هېواد د اطلاعاتو له وزیر سره وګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...