یو لرغونی ملک دی، زرګونه کلونه ورباندې اوښتي دي، د تمدنونو زانګو ده، سرشاره سیندونه، هسک غرونه او رڼه، خوږه هوا لري. سکندر پرې د پښې اېښودو ځان ونه موند او د ابد غېږې ته پناه شو. انګریزانو یې د نیولو لپاره کلونه او پوځونه خاورې کړل، خو بیا یې هم خپل نه کړ. دا هېواد لوی تاریخ لري، لوی سرحدونه او پرېمانه ګاونډیان لري، او تر ټولو اړینه دا چې د لویې وچې زړه دی.
د ورېښمو لار، چې د نړۍ یو سر او بل یې سره نښلاوه، له همدې هېواد څخه تېرېږي. د شمال درې یې د شنه بخمل غوندې رڼې ښکاري او د لوېدیځ ریګستان یې د ماښام له شفق کم نه دی. قرقل خولۍ، ازبکي چپنې، شور چای، پګړۍ او واسکټونه هغه څه دي چې د دې سیمې وګړي یې له نورو بېل ساتلي او یو ډول د غرور احساس یې ورکړی دی.
په دې وطن کې، که د طبیعي زېرمو خبره کېږي، وګړي یې داسې احساس لري لکه ښامار چې پر خزانه پروت وي.
په دې وطن کې هر څه شته، خو له وګړو سره یې هېڅ نشته!
که په ښار کې دوه ګامه مخکې ولاړ شې، د سوالګرو ډلې، لاسپلورونکي او یوه له امکاناتو لرې بشري قوه به ووینې چې ګواکې د ژوند وروستۍ شېبې تېروي. ښار له غیرمنظمو هټیو جوړ شوی دی. رستورانتونه، د آیسکریم خونې، رخت پلورنځي او د بوټانو دوکانونه به ټول په یوه لیکه ومومې.
د سړکونو د ګلدانونو په څنډو کې به د وېښتانو جوړونکي، د کارول شویو توکو پلورونکي، موچیان، د آیسکریم خرڅوونکي او بوټ رنګوونکي کوچني ماشومان ووینې. که په سړک دوه ـ درې ګامه پلی ولاړ شې، دوه ـ درې کسان به درته په کرایي موټر کې د سپرېدو بلنه درکړي.
د لارو په څنډو کې دنګې ودانۍ، نوي ډوله موټرونه او هوټلونه بیا د آبادۍ ګواهي ورکوي. د عجایبو ښار دی. دلته د لوړ او ټیټ، خان او غریب تر منځ لوی توپیر شته. وګړي په بېلابېلو ډلو او پاړکیو وېشل شوي دي؛ عالمان، خانان، غریبان، پوهان او جګړهماران، خو یو خاصیت یې ګډ دی: حرص او هوس.
نوښت پکې لږ، یا ناشونی دی. که په دې برخه کې څوک د نوي کار کولو زړه ښه کړي، لومړی له کلتوري ټکر سره مخ کېږي، وروسته له ناپوهۍ سره او بیا له ماتې سره.
په یوویشتمه پېړۍ کې لا هم هغه کس غوره ګڼل کېږي چې پر دسترخوان یې د مېلمه لپاره ډوډۍ تیاره کړې وي، یا ډېر مېلمانه ولري. دلته په سترګو یو ډول لوږه حاکمه ده، خو څوک یې تظاهر نه کوي.
دېرش او څلوېښت کسیزې کورنۍ په ځور او ناانډولۍ کې ګډ ژوند پر مخ وړي، تر څو خلک یې په بدو یاد نه کړي. دلته ژوند یو نمایش دی چې د خلکو د خبرو له وېرې یا له شرمه پر مخ ځي. څوک د ریښتینې خوشحالۍ په لټه کې نه دي. ټول د یو ډول کاذب عزت تږي دي. دا تنده اوسنۍ نه ده؛ له کلونو جګړو، فقر، حقارت او نامعلوم برخلیک څخه راپیدا شوې ده.
په ټولنیزه برخه کې بدلونونه فردي دي. کم پېښېږي چې د یوه بانزاکته پلار زامن دې هم د هماغه ارزښتونو پلي کوونکي وي.
د واده پر وخت پر لور پیسې اخلي، خو نه خوښوي چې لور یې دنده ولري او د عاید په ګټلو کې شریکه وي. له ماما، تره، کاکا او د هغوی له لوڼو او زامنو سره له ناستې ولاړې بد نه وړي، خو په کاري ځای کې له یوې ښځې سره د اړتیا خبره کول هم خلافکاري ګڼل کېږي. دلته د ژوند چارې تر یو ډول دودیز یرغل لاندې دي؛ هغه یرغل چې مودې کېږي دا وګړي یې له پرمختګ او هوساینې بېبرخې کړي دي.
کاکه هغه کس دی چې په پیسو لګولو کې زیاتی کوي، خو د دې پر ځای چې بد وګڼل شي، د لوړتیا معیار بلل کېږي. دلته ټول هڅه کوي ځان په ټولنه کې ومني. هغه کسان چې د ټولنیزې انزوا قربانیان دي، هڅه کوي د پیسو په لګولو دغه تشه جبران کړي، او هغه چې په اقتصادي ستونزو کې ګېر دي، بیا په دې لټه کې وي چې په معنویاتو دا تشه ډکه کړي. دلته څوک په دې فکر نه دي چې انساني ژوند د مادي او معنوي اړتیاوو ټولګه ده، بلکې یو اړخیزه، خودغرضه پدیده یې بولي، او د خپلو نیمګړتیاوو د پټولو لپاره د بل د بد ګڼلو په ناروغۍ اخته دي.
د دوی په ژوندیو کې ښه نشته او په مړو کې بد. فکر کوي چې د دوی د وروسته پاتې والي لامل د امکاناتو نشتون او ناسمه سیاسي رهبري ده، خو دې ته یې پام نه دی چې د دوی ناسم ټولنیز شعور او نه بیداري د ستونزو اساسي ټکی دی.
یو ډول کاذبې تمې یې په زړونو کې ځای نیولی دی. ټول په دې تمه دي چې بل څوک به خامخا ورته څه وکړي، چې د منفي ځواب په صورت کې تمه په کینه او کینه په ټولنیز تاوتریخوالي بدلېږي.
دا خلک په خپل ماضي کې دومره ورک دي چې د ژوند ټولې شېبې یې په تېرو بریاوو باندې په ویاړ کولو تېریږي. دا له پامه غورځوي چې دوی هم یو وخت د تاریخ برخه ګرځي او داسې نه شي کېدای چې د تاریخ پاڼې یې سپینې پاتې شي. خو داسې نه ده؛ دوی ځان د عصر له تر ټولو غوره کسانو څخه شمېري.
په دې ملک کې کلونه کلونه جګړې شوې دي. ټولو دښمنانو ته یې ماته ورکړې ده. دلته جګړه د دې لپاره کېږي چې خلک ووايي: «و مو ګټله»، نه د هوساینې لپاره.
دا ځای د نړۍ د نورو ښکلو ځایونو په څېر ښکلی دی، خو د ژوند چارې پکې د نورو ځایونو په شان نه ځي. دلته هیله مړه ده، آزادي زندۍ شوې او ژبه غوڅه شوې ده.
هو!
دا زما وطن دی! دا زما وطن دی!