تاند/ شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۱مه/ د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په زغو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه شوې ده.
ځایي خلک وایي، په دې شخړه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي او د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
حماد وایي، نیول شوي کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د ټولنیزو او حقوقي چارو پوهان وایي، د ځمکو پر سر شخړې باید د وسلې او زور له لارې حل نه شي؛ ځکه یوه کوچنۍ لانجه هم د څو کورنیو د غم او د انسانانو د ژوند د له منځه تلو سبب کېدای شي.
د دوی په باور، د ځمکو د ملکیت د شخړو د مخنیوي لپاره د اسنادو کره ارزونه، د قومي او سیمهییزو مشرانو سولهییز منځګړیتوب او د قانوني ادارو له لارې د قضیو عادلانه حل مهم دی.
دوی ټینګار کوي چې ځمکه د انسان له ژوند څخه ارزښتناکه نه ده او د شخړو حل باید د قانون له لارې وشي.
د یوه بل خبر له مخې د کونړ د اسمار ولسوالۍ په شابل سیمه کې د سراچه او یوه باروړنکي نظامي موټر (انټرنیشنل) د ټکر له امله دوه کسان مړه او د دوو ښځو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
ځايي امنیتي مسوولان وایي، ټپیان د درملنې لپاره د اسمار ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوي او د پېښې د لامل په اړه پلټنې روانې دي.