Homeخبرونهافغان پلاوي په چین کې د امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

افغان پلاوي په چین کې د امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

تاند/ شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۱مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس زین‌الله عابر او سر یاور عبدالرحیم ثاقب په مشرۍ لوړپوړي افغان پلاوي د چین په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی دی.

د راپورونو له مخې افغان پلاوي په دې غونډه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت، امنیتي تګلارو او له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره د امنیتي همکاریو په اړه د ا.ا دریځ څرګند کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت استازو ویلي، افغانستان ژمن دی چې خپله خاوره به د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر وړاندې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره ونه کارول شي.

راپورونه زیاتوي چې طالب پلاوي همداراز د ترهګرۍ، نشه‌یي توکو، قاچاق او سازمان‌یافته جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره د امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

سیاسي شنونکي وایي، له چین سره د امنیتي همکاریو پراختیا د افغانستان لپاره د ترهګرۍ، سرحدي امنیت او سیمه‌ییز ثبات په برخه کې مهمه ده.

د دوی په باور، که دا اړیکې د اقتصادي او سیاسي همکاریو ترڅنګ عملي بڼه خپله کړي، د افغانستان او سیمې د امنیت په ټینګښت کې اغېزمن رول لوبولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...