تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۱ مه) د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سيایاې) د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت، د القاعدې او د دې ډلې د مشر اسامه بن لادن په اړه د امریکا ولسمشرانو ته له وړاندې شوو څه باندې ۷۰ استخباراتي راپورونه، چې پټ ساتل شوي وو، افشا کړل.
په اسنادو کې څرګنده شوې چې د ۱۹۹۸ کال په اګست کې د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن ته ویل شوي و چې اسامه بن لادن د امریکا پر خاورې، په ځانګړي ډول پر واشنګټن، د بریدونو پلان لري. په راپور کې دا اندېښنه هم ښودل شوې وه چې القاعده ښايي له چاودېدونکو توکو د ډکې الوتکې په وسیله د امریکا پر یوه ښار حمله وکړي.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې، د ۱۹۹۸ کال په دسمبر کې په یوه بل راپور کې ویل شوي و چې د بن لادن ځینو ملګرو د الوتکو د تښتولو روزنه ترلاسه کړې وه او د نیویارک په یوه هوايي ډګر کې یې له امنیتي تدابیرو د تېرېدو هڅه هم کړې وه.
په اسنادو کې د بمونو د جوړولو لپاره د راډیو اکټیف موادو د ترلاسه کولو او پر چاودېدونکو توکو د تجربو یادونه هم شوې ده.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۲مې په یوه راپور کې ویل شوي چې په امریکا کې د بریدونو د پلان پر جوړولو له دوو کلونو راهیسې کار روان وو او د امریکا پلازمېنه واشنګټن هم د احتمالي هدفونو په ډله کې شامل و.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اسناد د بېل کلنټن او جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ دورې رانغاړي.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د القاعدې ۱۹ غړو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانیو او د امریکا پر دفاع وزارت یا پنټاګون یې ولګولې، چې نژدې درې زره کسان پکې ووژل شول.