تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۱۵مه/ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ نن شنبه د هند په نوي ډیلي کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب وویل چې، لوبډله یې د هند پر وړاندې سیالیو ته بشپړه چمتو ده.
هغه زیاته کړه چې، افغان لوبغاړي د هند له شرایطو سره بلد دي او هیله لري چې، د خپلو پلانونو په سم عملي کولو سره ښه لوبه وکړي او لوبلړۍ وګټي.
دغه راز د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو شل اوریزو نړیوالو سیالیو جام هم د هند په اون جېتلي کرکټ لوبغالي کې د دواړو لوبډلو د لوبډلمشرانو ابراهم ځدران او شریاس آیر له لوري په رسمي توګه نندارې ته وړاندې شو.
ټاکل شوې ده چې،د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلې سبا یکشنبه، د سپټمبر ۱۳مه د نوي ډیلي کې د درې شل اوریزو سیالیو لومړنۍ لوبه وکړي.
دغه لوبه به سبا د هند په سیمهییز وخت اووه بجې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې، د افغان لوبډلې چټک توپ اچوونکی نوین الحق له اوږدې مودې وروسته له ټيم سره یوځای شوی او تمه دا ده چې د نوین په بېرته راګرځېدو به د چټکې توپ اچونې برخه کې د افغان ټيم تشه تر یو بریده را ډکه شي.
اخوا بیا د هند نوموتی چټک توپ اچوونکی جسپرټ بومرا هم خپل تمرینات کړي او راتلونکو لوبو لپاره یې خپل چمتووالی ښودلی دی.
د یادولو ده چې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ راتلونکې دوې نورې لوبې د همدې سپټمبر په ۱۵ مه او ۱۷ مه نوي ډيلي کې ترسره شي.