د افغانانو اصلي مشکل سیاسي دی او سیاسي مشکل په شعر و شاعرې نه حل کیږي. ځیني لا وایي چې فرهنګي مبارزه ځکه کوو چې جانبي عوارض نه لري.
ولس او تعلیمیافته قشر باید تشویق شي چې سیاسي مبارزه وکړي تر څو د خپل سرنوشت په هکله پخپله پریکړې وکړي. که تعلیمیافته قشر په سیاسي برخه کې منسجم او سیاسي مبارزه ونکړي، بیا نور به د دوی په سرنوشت لوبې کوي او په دوی به تر تله واکمن وي.
سیاست او سیاسي مبارزه ټولنیز مسوولیت دی. هغوي چې ولس او تعلیمیافته قشر د سیاسي مبارزې نه منع کوي او یا ورته ویره اچوي چې سیاست بد شې دی او جانبي عوارض لري، دا همدومره د ځوان او تعلیمیافته قشر سره جفا ده لکه طالبانو چې د تعلیم دروازې د نجونو په مخ تړلې دي. سیاست مه کوی ځکه سیاست بد دی، همدې وېرې له امله په تیرو څو لسیزو کې په افغانانو باندې په نامه مدني او غیر مدني ټوپکسالاران او د طالبانو غوندې ملایان حاکمان شول.
د جمهوریت او هم د پخوانیو ټولو مشرانو لویه نیمګړتیا همدا وه چې په سیاسي چوکۍ ناست و خو سیاستي احزاب یې بدې شول او ویلې احزابو یا تنظیمونو وطن خراب کړیدی. دې کې شک نه شته چې تنظیمونو او سیاسي احزابو وطن خراب کړې خو د وطن ویرانونکو د تنظیمونو او احزابو په زور وطن وران کړ ځکه په مقابل کې ملي احزاب نه و چې د هغوی مخه یې نیولې وې. افراد هیڅکله د ظالمانو مخه نشي نیولې. د ظالمان مخه به ملي احزاب او هغه حکومتونه نیسي چې تر شا یې د ملي حزبونو حمایت وي.
زما هیله د ځوانانو او تعلیمیافته قشر نه همدا ده چې سیاسي مبارزه وکړې او په یو سیاسي انسجام کې سره منظم شې. پوهیږم چې یو دم ملي قوي حرکت او حزب په اوسنیو حالاتو کې نه جوړیږي خو څوک چې په یو بل اعتماد لري، باید په یو سیاسي تشکل کې سره منظم شي. د وخت او حالاتو ته په کتو سره بیا ټول ادرسونه چې ملي مؤخې لري، کولې شي چې په یو لوی قوي خږځښت او په اوږدمهال کې په قوي ملي حزب بدل شي.
ګرانو خویندو او ورونو!
پدیتوګه په سیاست مه شرمیږي او په سیاسي مبارزه کې احساس د کمترې مه کوې. سیاسي مبارزه د بې زړو او مذبذبه اشخاصو کار نه دی چې د یو څو کسو د منفي څرګندونو نه په کندو کې ځانونه پټوي.
شاه محمود میاخیل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهصت دوراني مشر او د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول