(هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست او سازماني فعالیت مینه وال ژوره او په حوصله ولولي او دقیقه یې وارزوي.)
سریزه: د سیاسي فعالیت اساسي مسئله:
هر سیاسي حرکت د یوه مشخص ټولنیز واقعیت په وړاندې د غبرګون په توګه رامنځته کېږي؛ خو یوازې غبرګون د دوامدار سیاسي بدلون لپاره کافي نه دی. سیاسي حرکت هغه مهال له موقتي بسیج څخه په یوه اغېزمن او دوامدار جریان اوړي چې د خپل فعالیت لپاره روښانه فکري ایډیا (فکري لیدلوری)، منسجم سیاسي هدف، سازماني جوړښت او مشروع رهبري ولري.
د دې څلورو عناصرو ترمنځ اړیکه تصادفي نه ده، بلکې یو منطقي تسلسل جوړوي: ایډیا د حرکت «ولې؟» ته ځواب وايي، سیاسي هدف یې «څه؟» مشخصوي، سازمان د «څنګه؟» پوښتنې ته ځواب ورکوي او رهبري د همدې پروسې د عملي کولو مسئولیت پر غاړه اخلي. له همدې امله، د رهبرۍ د جوړولو بحث باید د یوه شخص له انتخاب څخه پیل نه شي؛ بلکې لومړی باید هغه فکري او ارزښتي بنسټونه مشخص شي چې رهبرۍ ته جهت او مشروعیت ورکوي.
د دې مقالې اساسي استدلال دا دی چې دوامدار او دموکراتیک سیاسي حرکت له شخص څخه نه، بلکې له ایډیا څخه پیلېږي؛ ایډیا سازمان ته اړتیا پیدا کوي، سازمان د رهبرۍ د تولید زمینه برابروي او دموکراتیک میکانیزمونه رهبرۍ ته مشروعیت ورکوي.
۱. ایډیا (فکري لیدلوری) ولې د سیاسي فعالیت لومړنی شرط دی؟
سیاسي ایډیا د یوه حرکت د فکري هویت او د مطلوب ټولنیز ـ سیاسي بدلون د تصور بنسټ جوړوي. هغه حرکت چې د ټولنې د ستونزو په اړه روښانه تحلیل، د بدلون په اړه مشخص تصور او د خپلو ارزښتونو په اړه واضح دریځ ونه لري، په اسانۍ سره د ورځنیو سیاسي پېښو، شخصي نفوذ او احساساتي شعارونو تر اغېز لاندې راځي. له همدې امله، ایډیا یوازې د شعارونو مجموعه نه ده؛ بلکې باید لږ تر لږه درې اساسي پوښتنې ځواب کړي:
- موجود وضعیت څه ډول دی او اساسي ستونزه څه ده؟
- مطلوب وضعیت یا سیاسي راتلونکی باید څه ډول وي؟
- له موجود وضعیت څخه مطلوب وضعیت ته د انتقال مشروعه لار کومه ده؟
د دې پوښتنو ځوابونه سیاسي حرکت ته فکري جهت ورکوي. په بل عبارت، ایډیا د سیاسي فعالیت لپاره د «لارښودونکې نقشې» حیثیت لري. که دا نقشه موجوده نه وي، سیاسي حرکت ممکن فعالیت ولري، خو د فعالیت جهت، معیار او پایله یې مبهمه پاتې کېږي.
نو د سیاسي فعالیت لومړنی ضرورت د یوه داسې فکري چوکاټ رامنځته کول دي چې ارزښتونه، اهداف، د ستونزو تحلیل او د عمل اصول په یوه منسجم سیاسي لیدلوري کې سره ونښلوي.
۲. له ایډیا څخه سیاسي سازمان ته؛ د فکر د عملي کېدو اړتیا:
یوازې ایډیا (فکري لیدلوری) هم د سیاسي بدلون لپاره کافي نه ده. ایډیا هغه وخت سیاسي ځواک پیدا کوي چې د جمعي عمل له لارې پلې شي، او د جمعي عمل لپاره بیا سازمان ته اړتیا ده.
له همدې ځایه د استدلال دویم پړاو راولاړېږي: که ایډیا د سیاسي حرکت د فکر استازیتوب کوي، سازمان د همدې فکر د عملي کولو وسیله ده.
سازمان د افرادو انفرادي ارادې په ګډو اهدافو او منظم فعالیت بدلوي. خو د سازمان جوړښت باید له هغه فکري اصل او ارزښتونو سره متناسب او جوړ وي چې حرکت یې د تحقق لپاره رامنځته شوی دی. که دموکراسي د حرکت له بنسټیزو ارزښتونو څخه وي، نو سازمان هم باید د داخلي دموکراسۍ، مشارکت، شفافیت، اختلاف د منلو او حسابورکونې پر اصولو ولاړ وي.
له همدې امله، سازمان باید د یوه فرد د شخصي نفوذ د پراخولو وسیله نه، بلکې د ګډې ایډیا او نظری لیدلوري د تحقق بنسټ وي. دا اصل د شخصمحورۍ د مخنیوي لپاره ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه هر څومره چې د یوه حرکت د بقا اړتیا له یوه شخص سره زیاته وتړل شي، هماغومره یې نهادي ثبات کمېږي او سازماني جوړښت یې خپل اساسي رول له لاسه ورکوي. د شخصیت محوره سازمانونو او سیاستونو او د هغو د ناکامه پایلو مثالونه زموږ په ځپل هېواد کې هم ډیر لیدل شوي دي.
۳. د رهبرۍ مسئله: رهبر باید «جوړ» شي، نه یوازې «وټاکل» شي:
کله چې ایډیا او سازمان رامنځته شي، بیا د رهبرۍ مسئله مطرح کېږي. دلته باید د «رهبر پیدا کولو» او «رهبر جوړولو» ترمنځ توپیر وشي.
رهبر پیدا کول عموماً د یوه مشهور یا بانفوذه شخص انتخاب ته اشاره کوي؛ خو رهبر جوړول یوه نهادي، تشکیلاتي او دوامداره پروسه ده چې د فکري روزنې، سیاسي تجربې، سازماني مسئولیت، مشارکت او د اعتماد د تدریجي ترلاسه کولو له لارې ترسره کېږي. په سالم سیاسي حرکت کې رهبر باید د حرکت له دننه راڅرګند شي. هغه باید د خپلو فکري وړتیاوو، سیاسي بصیرت، اخلاقي اعتبار، سازماني تجربې او د خلکو د اعتماد له لارې د رهبرۍ وړتیا ثابته کړي.
په دې معنا، رهبرۍ ته د رسېدو بهیر باید د سیاسي استعدادونو د روزنې لپاره داسې فرصتونه رامنځته کړي چې افراد په تدریجي ډول له عادي ګډونوال څخه فعال غړي، له فعال غړي څخه مسئول او له مسئول څخه د رهبرۍ وړ شخصیت ته وده وکړي.
دا بهیر د رهبرۍ انحصار ماتوي او د رهبرۍ د تولید ظرفیت په یوه شخص پورې نه محدودوي.
۴. دیموکراسي؛ د رهبرۍ د مشروعیت میکانیزم:
د رهبرۍ راڅرګندېدل هغه وخت سیاسي مشروعیت پیدا کوي چې د دموکراتیکو اصولو له لارې ترسره شي. د رهبرۍ مشروعیت یوازې د دې له امله نه رامنځته کېږي چې یو شخص وړتیا لري؛ بلکې دا هم مهمه ده چې د هغه د رهبرۍ حق څنګه او د چا له خوا تایید شوی دی.
په دې اساس، د رهبرۍ د مشروعیت لپاره باید د انتخاب او مشارکت روښانه میکانیزمونه موجود وي. د داخلي ټاکنو، مشورې، شفافې پرېکړې، د غړو د مشارکت، د انتقاد د حق او د رهبر د حسابورکونې اصول د همدې مشروعیت بنسټ جوړوي.
دلته دموکراسي یوازې د رهبر د انتخاب یوه تخنیکي وسیله نه ده؛ بلکې د رهبرۍ د کنټرول او محدودولو وسیله هم ده. د رهبرۍ د مشروعیت ترڅنګ باید د واک د تمرکز د مخنیوي لپاره د واک د دوراني کېدو، د مسئولیتونو د وېش او د رهبر د کړنو د ارزونې امکان هم موجود وي.
په همدې معنا، دموکراتیکه رهبري هغه رهبري ده چې هم د خلکو له رضایت څخه مشروعیت اخلي او هم د خلکو، سازمان او اصولو پر وړاندې حساب ورکوي.
۵. د ایډیا او رهبر ترمنځ د واک اړیکه:
د سیاسي حرکت په جوړښت کې یوه اساسي ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې رهبر له ایډیا څخه لوړ مقام پیدا کړي. که د یوه شخص نظر د حرکت د اصولو ځای ونیسي، نو ایډیا له یوه ګډ فکري بنسټ څخه په شخصي روایت بدلېږي.
د سالم سیاسي حرکت لپاره باید برعکس رابطه موجوده وي: رهبر باید د ایډیا، اصولو او د سازماني قواعدو تابع وي.
دا اصل دوه مهمې پایلې لري. لومړی، د رهبر شخصي تمایلات د حرکت د عمومي اصولو ځای نه شي نیولی. دویم، د رهبر بدلون د حرکت د پای معنا نه لري؛ ځکه حرکت د یوه شخص پر ځای پر اصولو او بنسټونو ولاړ وي.
له همدې امله، د یوه سیاسي حرکت د پخوالي مهم معیار دا دی چې وکولای شي د رهبر له بدلون سره سره خپل فکري او سازماني هویت وساتي.
۶. د رهبرۍ د جوړولو له پاره د سازماني چاپېریال اصول:
که هدف د داسې رهبرۍ رامنځته کول وي چې هم وړتیا ولري او هم مشروعیت، نو د رهبرۍ د تولید له پاره یوازې د یوه مناسب شخص موندل بسنه نه کوي؛ بلکې داسې سازماني چاپېریال باید رامنځته شي چې په هغه کې افراد وکولای شي خپلو فکري ظرفیتونو ته وده ورکړي، عملي تجربه حاصل کړي، مسئولیت ومني او د غړو باور ترلاسه کړي. دا ډول چاپېریال باید لږ تر لږه پر څو اساسي اصولو ولاړ وي.
لومړی، فکري آزادي باید تضمین شي، څو غړي وکولای شي بې له وېرې خپل نظرونه مطرح کړي، له موجودو دریځونو سره مخالفت وکړي او د بېلابېلو لیدلورو ترمنځ آزاد بحث وشي. د فکري اختلاف مخنیوی په حقیقت کې د سازمان د فکري ودې مخنیوی دی؛ ځکه هغه سازمان چې یوازې یو نظر مني، په تدریجي ډول د انتقاد او د ځان د اصلاح وړتیا له لاسه ورکوي.
دویم، مشارکت باید یوازې تشریفاتي نه، بلکې واقعي وي. غړي باید د مهمو پرېکړو په بهیر کې ونډه ولري او احساس کړي چې سازمان د دوی ګډ جوړښت دی، نه د محدودو کسانو شخصي ساحه. همدا مشارکت د راتلونکو رهبرانو لپاره د مسئولیت اخیستلو او پرېکړه کولو عملي تجربه هم برابروي.
درېیم، سیاسي روزنه د رهبرۍ د تولید له پاره اساسي ارزښت لري. راتلونکي مسئولین او رهبران باید یوازې د سیاسي شعارونو له لارې ونه روزل شي؛ بلکې د سیاسي فکر، دموکراتیکو ارزښتونو، سازماني مدیریت، خبرو اترو، د اختلاف د مدیریت او د مسئولیت د منلو په برخو کې دوامداره فکري او عملي روزنه ترلاسه کړي. رهبر یوازې په ټاکلو نه جوړېږي؛ رهبر د زدهکړې، تجربې او مسئولیت اخیستلو په بهیر کې جوړېږي.
څلورم، شفافیت د سازماني باور بنسټ دی. د پرېکړو د نیولو، مسئولیتونو د وېش او د واک د کارولو میکانیزمونه باید روښانه وي، څو غړي پوه شي چې پرېکړې څنګه او د چا له خوا نیول کېږي. له شفافیت پرته د واک په اړه شکونه او بېباوري ډېرېږي او سازماني مشروعیت زیانمنېږي.
پنځم، حسابورکونه باید د رهبرۍ یوه نه بېلېدونکې برخه وي. رهبران او مسئولین باید د خپلو پرېکړو او کړنو په اړه د سازمان غړو ته ځوابویونکي وي او د هغوی د کړنو د ارزونې لپاره روښانه میکانیزم موجود وي. حسابورکونه رهبر نه کمزوری کوي؛ برعکس، د رهبرۍ مشروعیت پیاوړی کوي او د واک له ناوړه استعمال څخه د مخنیوي وسیله ګرځي.
شپږم، د واک دوراني کېدل د رهبرۍ د انحصار د مخنیوي له پاره مهم اصل دی. که واک د اوږدې مودې له پاره د یوه شخص یا محدودې ډلې په لاس کې متمرکز شي، نو د سازمان دننه د بدیل رهبرۍ د رامنځته کېدو زمینه کمزورې کېږي. د رهبرۍ دوراني کېدل نه یوازې د واک د انحصار مخه نیسي، بلکې نورو وړ کسانو ته هم د مسئولیت اخیستلو او د رهبرۍ د تجربې فرصت برابروي.
اووم، د اختلاف مشروعیت باید د سالم سازماني ژوند یوه برخه وبلل شي. مخالف نظر باید د دښمنۍ، خیانت یا شخصي مخالفت په معنا ونه ګڼل شي؛ بلکې د اصلاح، نقد او پرمختګ د یوې مشروع وسیلې په توګه باید ومنل شي. هغه سازمان چې دننه د اختلاف لپاره ځای لري، د خپلو تېروتنو د پېژندلو او د خپلو تګلارو د اصلاح زیات توان لري.
په دې معنا، د رهبرۍ د جوړولو سازماني چاپېریال یوازې د رهبرانو د ټاکلو وسیله نه ده؛ بلکې خپله د رهبرۍ د تولید، روزنې او مشروعیت یو بنسټیز بهیر دی. په داسې چاپېریال کې رهبر له بهر څخه پر سازمان نه تحمیلېږي، بلکې د فکر، مشارکت، روزنې، مسئولیت او دموکراتیک انتخاب له بهیر څخه راټوکېږي. په داسې چاپېریال کې رهبرۍ ته د رسېدو معیار د شخصي اړیکو، وفادارۍ او کاریزما پر ځای وړتیا، مسئولیت، فکري ژمنتیا او دموکراتیک چلند ګرځي.
۷. له شخصمحورۍ څخه بنسټمحور سیاست ته
د سیاسي حرکتونو یوه مهمه ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې د حرکت ټول فکري، سازماني او سیاسي ظرفیت د یوه شخص په شاوخوا کې متمرکز شي. په داسې حالت کې د حرکت د بریا او ناکامۍ دواړه معیارونه له یوه شخص سره تړل کېږي.
بنسټمحوره سیاست د دې پر ځای چې پوښتنه وکړي «زموږ رهبر څوک دی؟»، لومړی دا پوښتنه مطرح کوي چې «زموږ اصول څه دي، زموږ هدف څه دی او د دې هدف لپاره کوم سازماني میکانیزمونه لرو؟»
د دې بدلون اهمیت په دې کې دی چې سیاسي حرکت له شخص څخه مستقل کېږي. رهبر د حرکت لپاره مهم دی، خو حرکت د رهبر لپاره نه جوړېږي. رهبرۍ ته باید د یوه محدود، مشروع او حسابورکوونکي مسئولیت په سترګه وکتل شي، نه د مطلق واک د مقام په توګه.
پایله:
د پورته استدلال له مخې، د سیاسي فعالیت له پاره د ایډیا او رهبرۍ جوړول دوه جلا موضوعات نه دي؛ بلکې د یوه واحد سیاسي ـ سازماني بهیر دوه متصل پړاوونه دي.
لومړی، ایډیا باید د ټولنې د ستونزو، ارزښتونو او مطلوب راتلونکي په اړه روښانه فکري لید وړاندې کړي. دویم، دغه لید باید د سازمان له لارې په منظم جمعي عمل بدل شي. درېیم، سازمان باید د فکري او عملي روزنې له لارې د رهبرۍ د تولید زمینه برابره کړي. څلورم، رهبري باید د دموکراتیکو میکانیزمونو له لارې مشروعیت ترلاسه او د حسابورکونې په چوکاټ کې محدود پاتې شي.
له همدې امله، د یوه سالم سیاسي حرکت منطقي تسلسل داسې تعریفېدای شي:
ایډیا د ارزښتونو د ټاکلو بنسټ جوړوي؛ ارزښتونه سیاسي هدف ته جهت ورکوي؛ سیاسي هدف د سازمان اړتیا رامنځته کوي؛ سازمان د رهبرۍ د روزنې زمینه برابروي؛ روزل شوې رهبري د دموکراتیک انتخاب له لارې مشروعیت ترلاسه کوي؛ او مشروعه رهبري د حسابورکونې له اصل سره تړلې پاتې کېږي.
ایډیا ← ارزښتونه ← سیاسي هدف ← سازمان ← د رهبرۍ روزنه ← دموکراتیک انتخاب ← مشروعه رهبري ← حسابورکونه
په دې تسلسل کې رهبر د حرکت د پیل ټکی نه، بلکې د یوه فکري او سازماني بهیر محصول دی. هغه وخت سیاسي حرکت له شخصمحورۍ څخه بنسټمحورۍ ته انتقالېږي چې ایډیا د رهبرۍ څخه مخکې، اصول د اشخاصو څخه پورته او سازمان د یوه فرد څخه پراخ وي.
په پایله کې، د سیاسي فعالیت اساسي موخه باید یوازې د یوه «قوي رهبر» پیدا کول نه وي؛ بلکې داسې قوي فکري او سازماني بنسټ جوړول وي چې له هغې څخه وړ، دموکراتیک او حسابورکوونکی رهبر په طبیعي ډول راڅرګند شي. همدا بهیر د دوامدار سیاسي حرکت، د واک د سالم انتقال او د دموکراتیک سیاست د بنسټیز ثبات لپاره اساسي شرط ګڼل کېدای شي.