پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په دې ورځ تولستوۍ زېږېدلی

په دې ورځ تولستوۍ زېږېدلی

تاند- له نن څخه ۱۹۶ کاله پخوا د ۱۸۲۸ د سپټمبر په ۹ مه نامتو لیکوال لیو تولستوۍ د روسیې د تولا ولایت په یاسنایا پولیانا کې وزېږېد.

تولستوۍ تر ډېره د خپلو شهکارو اثارو لکه جنګ او سوله او انا کرنینا په خاطر نړیوال شهرت ترلاسه کړی دی. دا دواړه د نړۍ په غوره ناولونو کې شرل کېږي.

که څه هم د تولستوۍ د لیکوالۍ سبک له ژان ژاک روسو تر اغېز لاندې دی، خو په دې کې هیڅ شک نه شته چې ده له ځانه په وروسته لیکوالو خورا ژور اغېز کړی دی؛ تر دې چې ده ته یې د روسیې د لیکوالو د پیغمبر لقب ورکړی دی.

تولستوۍ داسې لیکوال و چې حتي په خپل ژوند کې یې هم نړیوال شهرت درلود خو له دې سره سره یې ډېر ساده ژوند درلود. په خپل څه باندې اتیا کلن ژوند کې یې د ملیونونو انسانانو پر ژوند اغېز کړی او د هغوی ژوند یې بدل کړی دی.

تولستوۍ باورمن و چې ناولونه او په مجموع کې ادبیات د ټولنیزو او اخلاقي مفاهیمو د بیان وسایل دي. د ده په نظر کیسې یوازې د خلکو د ساتیري لپاره نه لیکل کېږي، بلکې غواړي چې د انسانانو بې رحمه قضاوتونه کم کړي.

لیو لا کوچنی و چې مور و پلار یې مړه شول. تولستوۍ ۲ کلن و چې مور یې ماریا نیکولایفوا کړه شوه، پلار یې نیکولای ایلیچ ورپسې په ۱۸۳۷ کې ومړ. انا یې ۱۱ میاشتې وروسته مړه شوه او ترور یې چې د ده وروستۍ پالونکې وه په ۱۸۴۱ کې مړه شوه. وروسته تولستوۍ له خپلو ۴ وروڼو او خونیدو سره د روسیې په ختیځ کې کازان ته واستول شو چې د یوه بله ترور یې پالنه په غاړه واخلي. ابتدايي زده کړې یې په کور کې له کورني ښوونکې وکړې. په ۱۸۴۴ کې په کازان پوهنتون کې یې د ختیځو ژبو په څانګه کې داخل شو خو ک نومرې سبب شوې چې ژر د حقوقو پوهنڅي ته لاړ شي.

ده یوه موده عسکري وکړه او جګړه پلمه شوه چې کیسې او ناولونه ولیکي.

کله چې له پوځي خدمته ووت، فرانسې، بریتانیا، جرمني او سویس ته یې سفرونه وکړل او د اروپا له ژوند او کلتور سره یې ځان بلد کړ. د دغو هیوادونو له سفره تر ستنېدو وروسته د کروندګرو کورنیو د ماشومانو لپاره یې ښوونځی جوړ کړ.

د تولستوۍ لپاره د ماشومانو ښوونه او روزنه ډېره مهمه وه. ده په هغو ښوونځیو کې چې جوړ کړي یې وو، د زده کړو نوې طریقه وړاندې کړه. تولستوۍ د زده کوونکو پر جلا کولو باور نه درلود او تل یې هڅه کوله چې د کیسو په وسیله ماشومانو ته اخلاقي ارزښتونه او مفاهم وښيي.

په ۱۸۴۷ کې تولستوۍ د ورځنیو خاطرو (ډایري) لیکل پیل کړل، دې کار ده ته د لیکوالۍ تجربه په برخه کړه او وروسته – وروسته یې د کیسو په لیکلو پیل وکړ. تولستوۍ له څو وارې ځنډه پرته د ژوند تر پایه د ورځنیو خاطرو لیکلو ته دوام ورکړ.

لیو تولستوۍ په ۱۸۶۲ م کال له سوفیا اندرې برس سره واده وکړ. دوی ۱۳ ماشومان دنیا ته راوړل. سوفیا خپل خاوند ادبي کارونو ته هڅاوه. دوی له یو بل سره مینه لرله خو د دوی ژوند له کړپ او شخړو خالي هم نه و. سوفیا یوه ورځ د لیو د خاطرو کتابجه ولوسته. لیو د خپلو خاطرو په کتابچه کې د خپلو عیشونو کیسې لیکلې وې چې د سوفیا زړه یې سخت مات کړ. خو له سوفیا سره ګډ ژوند لیو تولستوۍ ته امکان برابراوه چې ادبي کارونو ته دوام ورکړي او تر دې حده ورسېږي چې د جنګ او سولې ناول تر اوو ځلونو زیات بیا ولیکي.

تولستوۍ د جګړې او وینې بهېدا سخت مخالف و. ده په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې کولې. تولستوۍ تل د سیاسي او مذهبي بندیانو ملاتړ کاوه. له هغو کلیوالو او کروندګرو سره، چې حاصلات یې افتونو ځپلې وو، د مرستې لپاره یوه موسسه جوړه کړه. ده سیګرېټ، الکول او د حیواناتو ښکار پرېښودل. وروسته یې په خپله ومنله چې یو وخت یې ظالمانه خوښۍ لرلې.

د تولستوۍ اثار په خپل وخت کې د چارواکو په طبعه برابر نه وو او حتي ده ته یې جنجالونه هم زېږولي دي. خو باور کېږي چې د ده اثارو د روسیې د ۱۹۰۵ انقلاب ته لاره هواره کړه.

تولستوۍ د ۱۹۱۰ م کال د نوومبر په ۲۰ مه د ۸۲ کلونو په عمر په حق ورسېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب